رانا ثناالله: د تحریک انصاف په ګډون ټولو ګوندونو سره له قید او شرط پرته مذاکراتو ته چمتو یو

د عکس سرچینه، Getty Images
په سیاسي او ملکي چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سلاکار رانا ثناالله ويلي، د عمران خان تحریک انصاف په ګډون له ټولو سیاسي ګوندونو سره له قید او شرط پرته خبرو اترو ته چمتو دي.
خو د دولتي خبري اژانس 'اېپيپي' په وینا ښاغلي ثناالله له یوه خصوصي تلویزیون سره مرکه کې پر دې ټینګار کړی چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند 'پيټيای' باید خپل ضدي چار چلن بدل کړي چې مذکرات یوې پایلې ته ورسېږي.
هغه دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د بلوچستان ملي ګوند مشر 'سردار اختر مېنګل' بیا ویلي، که حکومت بلوچستان کې د مسایلو حل لپاره مذاکرات کوي نو اړتیا ده له هغو خلکو سره هم خبرې وکړي چې د بلوچستان د خپلواکۍ ناره پورته کوي.
ښاغلي مېنګل همدا وړمه ورځ د قامي اسمبلۍ له غړیتوبه استعفا وکړه.
هغه بيبيسي ته ویلي بلوچستان کې ترینګلی وضعیت د دې لامل شو چې د قامي اسمبلۍ له غړیتوبه د ګوښه کېدو پرېکړه وکړي.

سردار اختر مېنګل زیاته کړې بلوچستان کې چې تشدد اوس کومې کچې ته رسېدلی، دا ټول په دغه ایالت کې د پوځي عملیاتو پایله ده.
نوموړي ویلي حکومت اړ دی اوس له هغو خلکو سره هم خبرې وکړي چې په غرونو کې دي او د بلوچستان د ازادۍ غوښتنه کوي.
پاکستان ته ورپېښې ننګونې

د عکس سرچینه، Getty Images
رانا ثناالله چې د مسلم لیګ (ن) ګوند مخکښ غړی دی، مخکې د کورنیو چارو وزیر و.
هغه ویلي پخپله لومړی وزیر شهباز شریف هم په اسمبلۍ کې له سیاسي ګوندونو سره له شرط پرته د مذاکراتو په اړه غږېدلی دی.
نوموړي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي لخوا د مذاکراتو د وړاندیز په اړه تبصره کې ویلي، چې د دوی ګوند له ښاغلي اڅکزي سره خبرې کړې او دا چې هغه هم غواړي مذاکرات پر مخ یوسي.
د یادونې ده چې د تېرې شنبې پر ورځ د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند له ناستې وروسته داسې رپوټونه خپاره شول چې ګوندې مخکیني لومړي وزیر نواز شریف خپل ګوند ته لارښونه کړې چې له روانو کړکېچونو د هېواد ایستلو لپاره د پيټيای په ګډون له ټولو سیاسي ګوندونو سره خبرو ته کیني.
خو د یکشنبې پر ورځ د دغه ګوند یوه بل پېژندل شوي غړي، د دفاع اوسني وزیر خواجه اصف دغه رپوټونه رد کړل.
هغه له یوه خصوصي تلویزیون سره مرکه کې وویل، تر هغې چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند د مې نهمې پېښو له کبله بخښنه نه وي غوښتې، په هېڅ ډول خبرو کې ورسره د پرمختګ تمه نه شي کېدای.











