شهباز شریف د دویم ځل لپاره د پاکستان لومړی وزیر شو

پاکستان

د عکس سرچینه، GOVT OF PAKISTAN

پاکستان کې ملي اسمبلۍ نن ( یکشنبه د مارچ په درېیمه) د مسلم لیګ ن ګوند شهباز شریف لومړی وزیر وټاکه.

په دې ناسته کې دې څوکۍ ته لږ تر لږه ۱۶۹ رایې په کار وې، د پاکستان د ملي اسمبلۍ مشر محمد ایاز صادق وویل "شهباز شریف ۲۰۱ رایې ګټلې او لومړی وزیر شو."

دی د پاکستان ۱۶م داسې وزیراعظم اعلان شو چې د رایو پر بنسټ ټاکل کېږي، خو په ټوله کې د پاکستان ۲۴م لومړی وزیر دی.

دی د پاکستان په ملکي سیاسي تاریخ کې لومړی کس شو چې په پرلپسې دویم ځل لومړی وزیر ټاکل کېږي.

د هغه سیال عمر ایوب ۹۲ رایې درلودې.

عمر ایوب د تحریک انصاف لخوا دغې څوکۍ ته نومول شوی و، خو شهباز شریف د خپل ګوند تر څنګ د پیپلز او ځینې نورو وړو ګوندونو ملاتړ له ځانه سره درلود.

پاکستان

د عکس سرچینه، Screen Grab

په ملي اسمبلۍ کې د ټاکنې دا بهیر په خورا شور ماشور او د یوه بل ضد شعار په فضا کې تر سره شو.

د عمران خان پلویانو د هغه له تصویرونو او 'ازادي' غږونو سره په ناسته کې ګډون کړی وو.

د مولانا فضل الرحمان جمعیت علما اسلام ګوند په دغه بهیر کې ګډون ونه کړ او استازي یې له ملی اسمبلۍ ووتل، اختر مېنګل هم د چا په ملاتړ رایه ورنکړه.

شهباز شریف له ټاکل کېدو وروسته خپله لومړۍ وینا هم د مخالفو وکیلانو د سختو نارو، د اسمبلۍ د ننه ګډوډیو او اعتراضونو سره هممهاله وکړه.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

دا دویم ځل دی چې د پاکستان د ملي اسمبلۍ د غړو اکثریت په شهباز شریف راټولېږي.

دی په ۲۰۲۲م کې د عمران خان له بې واکه کېدو وروسته هم لومړی وزیر ټاکل شوی و او ۱۶ میاشتې په واک کې و خو وروسته یې بیا د ټاکنو مدیریت لپاره واک چارسمبالي حکومت ته وسپاره.

محمد شهباز شریف د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نوازشریف ورور دی او له دې مخکې یې درې ځلې د پنجاب د وزیر اعلی په توګه هم دنده اجراه کړي.

دی د تحریک انصاف بنسټ ایښودونکي او پخواني لومړي وزیر عمران خان په ضد د تحریک چلولو او اپوزیشن یو مهم مشر پاتې شوی.