'شهباز شریف د ترهګرۍ ضد نویو عملیاتو پر پیل موافقه وکړه'

د عکس سرچینه، PMO
د ملي عمل پلان له غونډې وروسته د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ټولو ښکېلو ادارو او اړخونو د رایو په اتفاق لومړي وزیر د ترهګرۍ ا و سخت دریځۍ پرضد د نویو عملیاتو پیل منظور کړی.
د ملي عمل پلان غونډه کې د پوځ د مشرانو ترڅنګ، د فدرالي کابینې غړو، د ایالتونو اعلی وزیرانو او نورو اړوندو لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون کړی و.
دې عملیاتو ته د 'عزم استحکام' یا د ''ثبات هوډ'' نوم ورکړل شوی. د لومړي وزیر د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي د ملي عمل پلان په غونډه کې د دې ملي پلان په اړه د شته نیمګړتیاوو په اړه خبرې وشوې.
د ملي عمل پلان په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې پر یوه ښوونځي له خونړي برید وروسته جوړ شو او موخه یې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه وه.
د لومړي وزیر د دفتر په اعلامیه کې د دې عملیاتو په اړه ډېر تفصیل نه دی ورکړل شوی خو ټينګار شوی چې هم مهاله به د ترهګرو د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره په سیمهییزه کچه دپلوماتیکې او سیاسي هڅې ګړندۍ کېږي.
اعلامیه زیاتوي د عزم استحکام د عملیاتو لړ کې به د ترهګرۍ او سختدریځۍ د ګواښ پرضد هڅې په هر اړخیزه او پرېکنده توګه سره یو ځای کړل شي.
د ملي عمل پلان غونډه چې د یوې برخې بهیر په ژوندۍ بڼه د تلویزیونونو له لارې خپرېدو لومړي وزیر شهباز شریف ټينګار وکړ چې د پاکستان د پرمختګ لپاره ثبات او د قانون حاکمیت اړین دی.
نوموړي ټینګار وویل چې د ترهګرۍ خلاف د ټولو دولتي ادارو لومړنۍ دنده ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه

د عکس سرچینه، @Aliwazirna50
له دې سره هم مهال د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د زرګونو پلویانو په ګډون غونډه جوړه شوې وه.
د غورځنګ مشرانو منظور پښتین او علي وزیر دې غونډې ته ویناوې وکړې.
د ځايي رسنیو د رپوټ له مخې ښاغلي پښتین خپله وینا کې ټينګار وکړ چې پرې به نژدي چې پخوانۍ قبایلي سیمې د جګړې په میدان بدلې شي.
له بلې د پښتونخوا په خیبر ضلعې او لنډي کوتل سیمه کې "د نامنیو پېښو له ډېرېدو" وروسته ځايي قومي، قبایلي مشرانو او ځینو ګوندونو په ګډه داسې جرګهګۍ جوړه کړې چې د هدفي وژنو او د ناامنیو پېښو د مخنیوي هڅه به کوي.
د جون پر ۱۸مه لنډي کوتل کې د یوه ځايي خبریال له وژل کېدو وروسته له تېرو درېیو ورځو راهیسې سلګونه کسان د اعتراض او لاریون په ډول د تورخم او پېښور ترمنځ سړک غځېدلي سړک ته راوځي.
خبریال خلیل جبران په خپل کلي کې ناپېژانده وسله والو وژلی و.
د اعتراض ګډونوال چې نن (شنبه) هم راوتلي، له ځايي چارواکو غواړي چې د هغه په وژنه کې ښکېل کسان پیدا کړي او سزا دې ورکړل شي.
تېره میاشت همدغلته د نجونونو یو ښوونځي هم سوځول شوی و.











