د پاکستان سياسي کړکېچ؛ عمران خان سره ځانګړې مرکه

د ویډیو تشریح، د پاکستان سياسي کړکېچ؛ عمران خان سره ځانګړې مرکه

په پاکستان کې له تېرو لسو ورځو راهیسې سیاسي کړکېچ روان دی. د دې میاشتې په پیل کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان له نیولو وروسته یې ملاتړي سړکونو ته راووتل.

د پوځ پر مرکزي دفتر ورغلل او اوس په عامه توګه د پوځ پروړاندې په بې ساري ډول غوسه ښکاري.

عمران خان د بي بي سي له میشل حسین سره په خپل هېواد کې د بې ثباتۍ او د دې میاشتې په پیل کې د نیول کېدو په اړه خبرې کړې دي.