امریکا کې د ټاکنو ورځ؛ متحد ایالتونه د دوه مختلفو او متضادو فکرونو له کبله له ستونزمن حالته تېریږي

امریکایان نن یو ځل بیا د خپلې راتلونکې پرېکړه کوي خو هممهاله د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترمنځ سختې سیالۍ او د یو بل پر ضد درېځونو د ټاکنو او پایلو په اړه اندیښنې هم راپارولي.

دا اندېښې ځکه دي چې دواړو نوماندانو د ټاکنو د بایللو په صورت کې هم خپل راتلونکي پلانونه اعلان کړي.

ډونالډ ټرمپ وايي "که دی ناکامه شي نو هېواد به دوزځ ته ولاړ شي، او سملاسي به په کمونیستي ټولنه بدل شي."

کمالا هرېس بیا خپل سیال داسې متعصب بللی چې د هغې په ټکو "نه کنټرولېدونکی ځواک او واک غواړي."

بلخوا په مهمو او برخلیک ټاکونکو ایالتونو کې رایه ورکوونکي د ټاکنیزو تبلیغاتو له سخت کمپاین سره مخامخ دي.‌

ډېری یې داسې ډیزاین شوي چې د خلکو تر منځ وېره خپروي، دغه چاپېریال ته په کتو رپوټونه وايي خلک سخت اندیښمن دي.

د هېدر سوسیک په نوم یوه کس رسنیو ته ویلي "زه باور لرم چې دوی یوازې د رایې اخېستو لپاره موږ په وېره کې ساتي".‌ نوموړي دا په خپل ژوند کې تر ټولو مهمې ټاکنې بللې.

سوسیک په خبرو کې د ټرمپ ملاتړ کاوه او په ټکو یې د " هرېس د کورنۍ تنظیم تګلاره ویروونکي ده."

په همدې ځای کې له یوې خپلواکې رایه ورکوونکې سره هم مخ شوو.

ټریسي انډروپولېس ویل چې هغه د کمالا هرېس ملاتړ کوي. دې هم دا ټاکنې برخلیک ټاکونکې وبللې خو ویې ویل، له دې کبله سخته اندیښنه لري چې ټرمپ به بیا هم "واک په اسانه پرې نږدي."

د امریکا د ټاکنو او راتلونکې په اړه د دغو دوو رایه ورکوونکو اندېښنه د دغو ټاکنو په تړاو د یوه داسې رښتیني وضعیت ښکارندويي کوي چې ډېر رایه ورکوونکي ورسره مخامخ دي.

د بي بي سي خبریاله سارا سمېت وايې امریکا ته مې د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال د سفر او هلته له خلکو سره د خبرو له لارې دا درک کړه چې "دا مهال امریکا نه یوازې د پام وړ تقسیم شوې، بلکې داسې ښکاري لکه د دوو جلا نظرونو قومونه چې له اختلافونو سره سره په یوه هېواد کې ژوند کوي."

د امریکا ټاکنې د ګوندونو او نظرونو تر څنګ جغرافیې هم وېشلې دي.‌

ډېموکراتان تر ډېره په ښارونو او ښارونو ته نږدې سیمو کې اوسي، په داسې حال کې چې جمهوریپالان بیا تر ډېره لېرې پرتو سیمو او کلیو کې پاتې کېږي.

مشهوره وینا ده چې که سیالي هر څومره سخته وي، د سیالانو تر منځ یو بریالی اعلانېږي.

د امریکا په دغو ټاکنو کې به هم له ډونلډ ټرمپ او کمالا هرېس یو د ۴۷م ولسمشر یا ولسمشرې په توګه وټاکل شي.

پخپله ډونالډ ټرمپ او کمالا هرېس هم د ټاکنو تر ورځې له ډېرو لوړو ژورو او تاریخي پړاوونو په تېرېدو سره دغه ځای ته رسېدلي دي.

جولای میاشت کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال د امریکا پر پخواني ولسمشر او اوسني کاندید ډونلډ ټرمپ مرګوني برید، چې نوموړی ترې روغ ووت، ټاکنیزې سیالیو او امریکایانو ته لا ټکان ورکړ.

هغه په داسې حال کې چې له غوږه یې وینه بهېده او خوندي ځای ته لېږدول کېده، لاس پورته کړ او پر خپلو پلویانو یې غږ وکړ چې "وجنګېږئ".

۴۸ ساعته ورسته چې کله نوموړی په خپله بله غونډه کې له پټۍ شوي تړلي غوږ سره را ښکاره شو، په غونډه کې نږدې نیمايي حاضرو خلکو ژړل.

هممهاله دیموکراتان هم په سخته اندېښنه کې وو. دوی دې ته فکر کاوه چې نوماند یې (جوبایډن) زوړ او دې ته برابر نه ښکاري چې بیا دې ټاکنې وګټي.

د بي بي سي خبریاله سارا سمېت وايي، په جون میاشت کې چې بایډن له ټرمپ سره تلویزیوني مناظره لرله، خلک تر ډېره غلي او زړه نیولي وو، ځکه دوی فکر کاوه چې د بایډن د پنځو لسیزو سیاسي مبارزه د دوی د سترګو پر وړاندې ختمېږي.

تر هغې وروسته ديموکراتان پر کمالا هرېس سلا شول او هغه یې د ډونالډ ټرمپ سیالۍ ته رامخ ته کړه.

د هغې د نوماندۍ اعلان او ټاکنیزو منډو ترړو د امریکا دغو ټاکنو ته نوی رنګ ورکړ.