د روسانو تښتېدلي سرتېري: د پوتین په جګړه کې له پوځي لیکو د تېښتې بیه

- Author, نینا نزارووا
- دنده, بيبيسي روسي څانګه
د بي بي سي روسۍ څانګې د یوې څېړنې په ترڅ کې په روسي محکمو کې د هغو پوځیانو ثبتې شوې قضیې کتلې دي چې له خپلو پوځي ډلګيو تښتېدلي او یا له رخصتۍ بېرته کور ته نه دي ستانه شوي. ډېری دغه سرتېري له خپلو خپلوانو سره پټېږي. هغوی هم چې دوی ته پنا ورکوي لوی خطر مني.
د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۲۳مې پر سهار د روسیې په سویل، د ستاوروپول سیمې په یوه کلي کې د دیمتري سېلګېنېنکو په نوم یوه ځوان خپله ملګرې پر موټرسایکل سپره او سيمهييزې ادارې ته ورسوله چې د خپلو بېلونو پیسې پرې کړي.
دغه سرتېری شپږ میاشتې مخکې، هغه مهال چې روسي ولسمشر ولایدیمیر پوتین د اوکرايين په جګړه کې د برخې اخیستو لپاره د پرسونل راټولول پيل کړل، ور وبلل شو.
د هماغه کال په مارچ میاشت کې د ناروغۍ له امله تر لس ورځنۍ رخصتۍ وروسته باید بېرته د جګړې لومړۍ کرښې ته ورګرځېدلی وای.
خو سېلګېنېنکو بېرته خپلې پوځي ډلګۍ ته ورستون نه شو او اوس د روسیې د "مطلوبو" کسانو په نوملړ کې دی.
یو ورځ خپل کلي ته پر لار د ده یوه پخواني ټولګيوال 'انډرې سوورشېنوف' ولید. انډرې له ښوونځي تر فراغت وروسته د پولیس دنده پيل کړې وه.
ښاغلي سوورشېنوف نظامي ځواکونو ته خبر ورکړ. ډېر وخت نه و تېر چې د ملګري په ګډون یې درې سرتېري ورغلل او دی یې ونیو. دی هغه وخت د هماغه دفتر مخې ته، خپلې ملګرې ته، په تمه و.
ښاغلي سېلګېنېنکو خپلې مور او ناسکه پلار ته حال ورکړ. هغوی ځانونه کلي ته ورسول او مداخله یې وکړه.
د دې پېښې کیسه پولیس په یوه او د سېلګېنېنکو کورنۍ یې په بله بڼه کوي.
د پولیسو په رسمي خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ښاغلي سېلګېنېنکو ناسکه پلار الکساندر ګراچوف د ښاغلي سوورشېنوف په لاسونو کې شته ولچک ونيول او چیغې یې کړې چې، "د هغه پر ځای ما ونیسئ."
په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې ګراچوف سوورشېنوف ټېله کړ، پر ځمکه یې وغورځاوه او د هغه په وهلو یې پيل وکړ.
خو د سېلګېنېنکو کورنۍ بیا دا کیسه په بله بڼه کوي او وايي، په اصل کې سوورشېنوف د سېلګېنېنکو ناسکه پلار ټېله کړ، پر ځمکه یې وغورځاوه او هله یې د وهلو پيل پرې وکړ چې ترې ویې غوښتل د زوی د نيولو امر یې وروښيي.
دغه دواړه کسان روغتون ته یووړل شول او په پای کې ګراچوف پر پولیسو د برید او وهلو په تور رسمآ پړ شو.
د لاس چنګاو پر مهال سېلګېنېنکو وتوانېد چې د خپل مور او پلار ګاډي ته وخېژي او له هغه ځایه په موټر کې په تېښته بریالی شي.
دې پېښې پر خواله رسنیو د سيمې د خلکو ترمنځ تاوده بحثونه پارولي دي.
د ښاغلي سېلګېنېنکو کورنۍ وايي زوی یې له سره په اردو کې د شاملېدو نه و. دوی زیاتوي چې په سمه توګه د هغه طبي معاینه هم نه وه شوې چې هغه ریښتیا هم د دغه خدمت لپاره مناسب دی او که نه. وايي ان پر کورونا وېروس د هغه د اخته کېدو ازموینه هم مثبته راختلې وه خو بیا هم د جګړې لومړۍ کرښې ته لېږل شوی و.
د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې ښاغلی سېلګېنېنکو یخ وهلی و او د ارام سپارښتنه ورته شوې وه. کور ته له رسېدو دوې ورځې وروسته یې د معدې عملیات وکړ.
کورنۍ یې استدلال کوي چې دیمتري سېلګېنېنکو نور هېڅ د نظامي خدماتو لپاره جوړ نه و او باید نظامي طبي کمیسیون یې ارزونه کړې وای.
خو پر خواله رسنیو راپورته شوي بحث کې ټولو هم د دوی له دلیلونو سره چندان خواخوږي څرګنده نه کړه نو ځکه یې کورنۍ اړ شوه چې له خپلو ګاونډيانو داسې یوه زړه نرموونکې غوښتنه وکړي:
"تاسې دلته زموږ په کلي کې په ارامه ژوند کوئ خو له ډلې مو کوم څوک موږ سره د پیاتیګورسک، بودیوننوفسک یا روستوف روغتون ته راتلای شي چې وګوري هلته څومره ژوبل سرتېري پراته دي؟... مخکې له دې چې تاسې د نورو په اړه قضاوت وکړئ، لږ د دې مور او زوی له زړونو ځان خبر کړئ چې له وړاندې یې ډېر کړاوونه ګاللي دي… تاسې سره مو خپل مېړونه او زامن په څنګ کې دي او درته په کار ده دا دعا وکړئ چې خدای دې زموږ غوندې حالت په تاسې نه راولي."
د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې الکساندر ګراچوف پر نظامي کسانو پر برید مجرم وپېژندل شو او ۱۵۰ زره روبل چې ۱۵۰۰ ډالر کېږي جریمه شو.
دیمیتري سېلګېنېنکو خپلې پوځي ډلګۍ ته نه دی ورستون شوی او ځای ځایګی یې هم نه دی معلوم چې اوس چېرې دی.
په دې مسئله کې ښکېلو کسانو کې هېچا نه غوښتل چې له بيبيسي سره خبرې وکړي.
"له موږ ټول نارينه اخیستل شوي دي"

د سټاوروپول سیمې له دې کلي سلګونه میله لرې د روسیې د یوې بلې سيمې بوریاتیا په یوه محکمه کې دوه نورې قضیې قاضي ته وړاندې شوې دي.
د ویتالي پيتروف په نوم یو سرتېری چې له خپلې پوځي ډلګۍ پټ شوی و په محکمه کې ولاړ دی. تر څنګ یې خواښې لیدیا تساریګورودسیوا هم په دې تور محاکمه کېږي چې هڅه یې کوله د هغو محلي پولیسو مخه ونیسي چې د ده په نیولو پسې ورغلي وو.
بيبيسي د محکمې له اسنادو او په قضیه کې د ښکېلو کسانو له اعترافونو او شواهدو معلومات راټول کړي خو د امنیتي دلایلو له کبله د کسانو نومونه نه په ډاګه کوي.
۳۳ کلن ویتالي پیتروف د شارالداي کلي اوسېدونکی او د دوو ماشومانو پلار دی. دی په ۲۰۲۲ کال کې اوکرایین ته د جګړې لپاره لېږل شوی و.
دا سیمه د روسیې یوه له بې وزلو هغو ده. د ۲۰۲۲ کال په مني کې د ټول هېواد په کچه همدلته پوځي تحرکات ډېر وو او د بيبيسي او د میډیازونا خپلواکې روسۍ خبري رسنۍ د یوې څېړنې له مخې، تر ټولو ډېره مرګ ژوبله هم همدې سيمه کې اوښتې وه.
د ۲۰۲۳ کال په جون کې پیتروف له یوه نظامي روغتونه په داسې حال کې وتښتېد چې تر دې وړاندې هم ناسوب پاتې شوی و او په جبري ډول خپل پوځي ټولګي ته لېږل شوی و.
د هغه خواښې وايي چې زوم یې پوځي خدمت لپاره مناسب حالت کې نه و او له سردردۍ ځورېده.
هغې محکمې ته دا هم وویل چې پيتروف په خپله نظامي قطعه کې له تاوتريخوالي سره مخ او ځورول شوی و.
خو پوځي څارنوالانو ویل چې پيتروف په اصل کې هڅه کوله د جګړې لومړۍ کرښې ته له لېږل کېدو پټ شي.
د ۲۰۲۳ کال په دوبي او مني کې پیتروف د خپلې خواښې په کور کې پټ شوی و.
هغه به ډېره ورځ په نږدې ځنګل کې تېروله: په زڼغوزیو (جلغوزیو)، مرخېړیو او بېرو پسې به ګرځېده او د شپې به کله کله خوب لپاره کور ته تلو.
ګریګوري سویردلین د 'رن ټو د فورېسټ' یا 'ځنګل ته وتښته' په نوم د یوې نادولتي موسسې سره کار او له هغو سرتېرو سره مرسته کوي چې غواړي له هېواده وتښتي.
د ده د اټکل له مخې، له پوځي لیکو تښتېدلي شاوخوا ۳۰ سلنه سرتېري په روسيه کې پټېږي او نور یې بهر ته ځي. د میډیازونا رسنۍ په وینا، د روسیې په محکمو کې تر ۱۳ زره ډېرې قضیې د هغو سرتېرو په اړه دي چې له پوځي لیکو تښتي یا بېرته نه ورستنېږي.

د ۲۰۲۳ کال په دسمبر کې ځينې وسلهوال پولیس د شپې د هغه کور ته د پیتروف په نیولو پسې ورغلي وو. خو دا چې هغه شېبه هلته څه پېښ شول، په اړه یې بیا هم دوه ډوله کیسه کېږی.
د پيتروف خواښې تساریګورودتسیوا وايي چې پولیسو يې د کور دروازه ماته کړه، ورننوتل، دا او د دې دوه وړې لمسۍ یې څنګ ته ټېله کړې او بیا یې د زوم په موندلو پسې د کور لوښي لټ په لټ واړول او د خونو د منځ یا فرش تختې یې هم په تبرونو ماتې او په بل مخ راواړولې.
هغه دا هم وايي چې پولیسو هغې ته نه هم خپل پېژندکارتونه او نه هم د هغې د زوم د نیولو امر ورښکاره کړ. خو د محکمې د اسنادو له مخې پولیسو دا ادعا رد کړې ده. دوی همدا راز ویلي چې نه یې کوم ځای پلټلی او نه یې هم کوم څه له خپله ځایه خوځولي دي.
خو د پيترو کورنۍ او پولیس دواړه وايي چې هغه په ځمکتل کې له خپل پټنځي راووت او لوڼو یې ور منډې کړې.
د محکمې په اسنادو کې کورنۍ او پولیس دواړه د پيتروف د نیولو پر مهال له یوه بل سره د تاوتریخوالي کولو تور پورې کوي.
هغه له کوره په راکاږلو سره را وایستل شو او د هغه د وړو لوڼو په وینا، پولیسو یې پلار په هغه وسله وواهه چې سړي ته برېښنايي کرنټ یا شاک ورکوي.
د قضیې مشر جنايي پلټونکی په داسې حال کې روغتون ته لېږدول شوی و چې د شخړې پر مهال په خوټېدلو اوبو سوځېدلی و.
پيتروف او خواښې یې دواړه محاکمه شول.
پیتروف له اجازې پرته له پوځي لیکو د غیر حاضرۍ له کبله په شپږ کاله بند محکوم شو. خواښې ته یې د دوه کلن بند سزا واورول شوه او په جوش کړو اوبو سوځول شوي افسر ته د ۱۰۰ زره روبل تاوان ورکولو امر ورته وشو.
له دې پېښې یوې خبرې سرچينې بيبيسي ته وویل چې د ویتالي پیتروف مېرمن اوس خوشاله ده چې مېړه یې زندان کې دی او د جګړې په لومړۍ کرښه کې نه دی.
سرچينې همدا راز ویلي چې جګړې په کلیوالو سیمو کې مېشتو خلکو ته سخت زیان اړولی دی.
په وینا یې، "موږ نه زموږ د کلي ټول نارینه اخیستل شوي دي، هېڅوک نه شته چې سخت کارونه راته وکړي، څاروي وساتي او ژمي ته چمتوالی ونیسي او توکي برابر کړي. هلته یو ماشوم ناروغ دی او دلته بل له مرګه وېرېږي. ما ته په دې خبرې بښنه کوئ چې وایم، اوس ټول کلی یوازې ښځو ته پاتې دی."
سرچینه زیاتوي چې ډېری ځایی سړي احساس کوي چې د "نه منلو حالت" کې ژوند کوي. که زړه یې وي او که نه، جګړې ته لېږل کېږي او کورنۍ یې په خپلو کورونو کې د سختيو ګاللو ته یوازې پاتې کېږي.
د تېښتې اووه کاله

یوه بله قضیه چې بيبيسي کتلې، د یوه محکوم شوي سرتېري ده.
د رومن یودوکیموف په نوم یو سرتېری د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د روسیې - منګولیا پولې ته څېرمه په یوه کلي کې د خپل پوځي ټولي د پرېښودو په تور په اووه کاله بند محکوم شوی.
دغه ۳۴ کلن سړی پخوا دوه ځله د غلا په تور محکوم شوی و او د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې پوځي خدمت ته وربلل شوی و چې د ټول هېواد په کچه د پوتین په نظامي خوځښت کې برخه واخلي.
یودوکیموف یوازې یوه میاشت په اردو کې تېره کړه او وروسته پرته له رخصتۍ کور ته ستون او غیر حاضر شو. یوه موده دی هم په ځنګل کې پټ و او د کورنۍ غړو یې د خسرګنۍ کور په ځمکتل کې تر هغه خوندي وساته چې یوه ورځ پوځي چارواکو وموند، ویې نیوه او زندان ته یې ولېږه.
خو د یوه مجرم په توګه په زندان کې د سزا ګاللو پر ځای هغه ته د اوکرايين په جګړه کې د برخه اخیستلو فرصت ورکړل شو. یودوکیموف شپږ میاشتې د یوه عاجل یا بېړني سرتېري په توګه جګړه وکړه، ژوندی پاتې شو او د هغه وخت د مقرراتو له مخې یې مسولیت بدل او د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې له عسکرۍ دورې خلاص او کور ته ولېږل شو.
د هغه کورنۍ وايي، د جګړې په لومړۍ کرښه کې د شپږو میاشتو تېرولو د هغه پر روان ناوړه اغېز کړی او خپل پخواني ژوند ته نه شي ورګرځېدلی. هغه اوس خپل ډېر وخت په هغه ځنګل کې تېروي چې مخکې له پولیسو پکې پټ شوی و.
خو د دې له کبله چې دی د یوه بېړني سرتېري په توګه په ۲۰۲۳ کې له زندانه پوځي لیکو ته استخدام شوی او سزا یې بښل شوې وه؛ هېڅ داسې اسناد ورسره نه شته چې ثابته کړي ده په ریښتیا هم په اردو کې برخه اخیستې او جګړه کړې او د دندې پر مهال ټپي شوی و.
ډیری هغه سرتېري چې له زندانونو د پوځ په لیکو کې ګمارل شوي وو او په جګړه کې يې برخه اخیستې، اوس هڅه کوي چې د روسیې دفاع وزارت محکمې ته راکش کړي چې د دوی کړی خدمت په رسمیت وپېژني.
خو یودوکیموف ته د څلور ساعته لرې د جلب او جذب دفتر ته ورتګ او پکې د دې ستونزې حلول لوی سرخوږی دی.
د هغه خور بيبيسي ته وویل، "کله چې زه د هغه لیدو ته ورغلم نو تر یو څه څښلو وروسته یې راته وویل چې ښايي زه د یوه قراردادي سرتېري په توګه ګومارل کېدو ته غاړه کېږدم."
د یودوکیموف خور زیاتوي، "زه به هغه داسې کولو ته پرې نږدم او هغه هم زما پرېښودو ته اندېښمن دی. ځکه چې هغه پوهېږي چې زه څومره ورته اندېښمنه یم. خو هغه غواړي بېرته خپلو سرتېرو ملګرو ته ورشي، ځکه چې له هغوی یې ځينې مري او دی زړه ورته خوري. دا ټول رنځ ده ته هلته په پوځي لیکو کې د پاتې کېدو له امله پيدا شوی دی."
دا ټولې د هغو قضیو یوه وړه برخه ده چې اوس د روسیې محکمو ته ورځي.
رسمي شمېرې ښیي چې په ۲۰۲۴ کې هره میاشت شاوخوا ۸۰۰ سرتېري له پوځي لیکو پټېدو، د امرونو په پلي کولو کې پاتې راتلو او یا هم د خپلو پوځي ډلګیو پر پرېښود محکوم پېژندل شوي دي.
میډیازونا وايي چې دا د تېر کال پرتله دوه برابره لوړه شمېره ښيي او تر جګړې د مخکې مهال په نسبت د ورته پېښو لس چنده ډېروالی په ډګه کوي.
په دې اړه کومه رسمي احصایه نه شته چې د کورنيو څومره غړي له تښتېدلو سرتېرو سره د مرستې له کبله تورن او محکوم شوي دي.











