تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا سوکه خوراک مو روغتیا ته ګټه کوي؟
- Author, جولیا ګرانچي
- دنده, بيبيسي نړیوال سرویس
که څه هم په داسې حال کې خوراک کېدای شي، چې پام مو ټلویزیون یا موبایل ټیلیفون ته وي، خو ماهرین وايي، سوکه او له توجه سره خوراک په روغتیايي برخه کې یو لوی او ګټور توپیر رامنځته کوي.
د بدن وزن یا چاغښت له کنټروله نیولې بیا د هاضمې او په ټول کې د بدن پر روغتیا د انسانانو د خوراک انداز څرګند اغېز لري.
هاضمه
د برازیل په ساوپالو پوهنتون کې روزل شوي ماهره لایویا هاسیګاوا وايي، ''د خوراک ښه ژوول دا په کوچنیو ټوټو بدلوي او دې سره یې هاضمه اسانه شي. زه تل خپلو ناروغانو ته یوه خبره تکراروم، چې معده غاښونه نه لري، نو کله چې پرېمانه خوراک په یو ځای ورته رسېږي، د هاضمې بهیر سوکه شي او ښه کار نه ورکوي.''
دا زیاتوي د دې تر څنګ د خوراک ژوول په لاړو کې د انزیم په نامه ماده ډېروي، چې ورسره د غذایت جذب هم اسانېږي. که خوراک ښه نه وي ژوول شوی، نه یوازې د معدې لپاره د هاضمې پروسه سوکه او سختېږي، بلکې د معدې یا خېټې د پاړسوب لامل هم کېږي.
هاسیګاوا زیاتوي: ''همدا لامل دی، چې ځینې خلک له خوراک وروسته تر ساعتونو پورې سستي محسوسوي او یا داسې احساس کوي، چې معده یې درنه ده.''
په داسې حال کې چې معلومه نه ده خواړه باید څومره وژوول شي، د خوړو دا ماهره وايي، باید د ژوولو پروسې شمېر ته له پام پرته خواړه تر هغو پورې وژوول شي، چې انسان یې له تېرولو مخکې پوستوالی ښه محسوس کړي.
دا وايي، که یو څوک خواړه خوري او پام یې بل لور وي، د بېلګې په توګه ټلویزیون ته ګوري، په ټیلیفون کې خبرې کوي او یا له بل چا سره غږیږي، ښايي د خوراک ژوولو سم ډول ترې هېر شي او یا یې د خوړو ژوولو بهیر سوکه شي، چې له کبله یې له خوړو سره هوا هم تېرېږي او همدا د ګازو زیاتوالي لامل کېږي.
مړښت او چاغښت
د هاضمې ستونزې تر څنګ یوه بله ستونزه چې له دې کبله معمولا رامنځته کېږي، د وزن زیاتوالی دی.
د نیویارک کارنیل پوهنتون کې د غذایت برخې مشره ساندر کیرستین وايي، چټک خوراک خوړل د دې لامل کېږي، چې زموږ بدن ته ورسره زیاته انرژي ننوځي، یا په بله مانا په یوه دقیقه کې زموږ بدن د عادي معمول خلاف زیاتې کلوریز اخلي، او څېړنې ښيي چې دا بیا د چاغښت لامل کېږي. "
دا زیاتوي په خوله کې تر ډېرو پورې د خوړو پاتې کېدل یو ډول حسي سګنالونه زیاتوي، چې ورسره د هاضمې چټکتیا او هارمونونو خوشي کېدل هم زیاتېږي.
''دماغ د هغو هارمونونو خوشي کولو لپاره څو دقیقې وخت اخلي، چې د مړښت مسوولیت لري. هغه خلک چې په چټکۍ سره خواړه خوري له هغې زیات خواړه خوري، چې دوی ورته اصلاً اړتیا لري، ځکه د دوی بدن دومره وخت نه مومي، چې دوی ته سیګنال ورکړي، چې نور بس دی، ماړه یاست!''
د دې پایله بیا د زیاتو کلوریزو په بڼه راوځي، چې بالاخره په بدن کې زېرمه کېږي.
پر روغتیا اوږدمهاله اغیز
په چټکۍ سره د خوړو خوړل د بدهاضمۍ یا تیزابیت رابرسېره کېدو ستونزه لا زیاتوالی شي.
د غذایت ماهره هاسیګاوا وايي: ''بل خورا مهم عنصر پکې د کولمو پر مایکروبیوټا اغېز دی. کله چې پرېمانه خواړه په یوه ځای کولمو ته رسېږي، دا کولای شي د کولمو بکټریا یا میکروبونو توازن ګډوډ کړي او دا بیا د هاضمې د ټول نظام ګډوډۍ لامل کېدای شي.''
دا وايي، که دا عادت دوام وکړي او په ځانګړې توګه که نور غیر صحي عادتونه هم ورسره مله وي، د چاغښت لامل کېدای شي.
له دې سره بیا دا د شکرې دویم ډول، ځیګر چاغښت، زړه ناروغیو، لوړ فشار او ان د سرطان ځینو ډولونو لامل کېدای شي، چې د کولمو، تریخي او تیونو سرطانونه هم پکې شامل دي.
د سوکه خوراک لارې، چارې
د هغو کسانو لپاره چې غواړي د خوراک عادتونه یې سم شي، د هاسیګاوا لومړنۍ توصیه دا ده، چې د خوړو د ګولو تر منځ باید وقفه راشي. دا وايي:
''د خوراک پر مهال مو باید ګولې پرله پسې نه وي، ځکه دې سره مو په غیرشعوري توګه د خوراک بهیر چټک شي. تر ټولو اسانه لاره یې دا ده، چې ګوله جوړه کړئ، په لوښي کې یې پرېږدئ او د بلې له تېرولو مخکې یې مه اخلئ.''
هاسیګاوا دا هم وايي، چې ''تر څو پورې مو ګوله په خوله کې ښه نرمه شوې نه وي، له تېرولو یې ډډه وکړئ. دا نه یوازې دا ښيي، چې خواړه مو هضم کېدو ته چمتو دي، بلکې د خوراک خوړولو بهیر مو هم سوکه کوي.''
د دې تر څنګ بل لور ته د پام له اړولو ډډه کول هم اړین دي، د خوراک پر مهال ټلویزیون ته کتل یا په موبایل ټیلیفون کې بوختیا په اسانۍ سره له موږ هېرولای شي، چې څومره او څنګه خوراک مو وکړ، برعکس تمرکز راسره د خوراک په ښه ژوولو کې مرسته کولای شي.
هاسیګاوا زیاتوي: ''د خوراک پر مهال له خبرو ډډه وکړئ. خبرې مو پام په بله کولای شي او نه یوازې د خوراک چټکتیا ډېرولای شي، بلکې په بې پامۍ کې د زیات خوراک لامل هم کېدای شي، ځکه نو د خوراک پر مهال لږ خبرې کول د دې لامل کېږي، چې خپل خوراک ته مو پام زیات شي.''