"مېړه مې جبري عسکري خدمت ته واستول شو، بیا ووژل شو"

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, برمي څانګه
- دنده, بي بي سي
چاو سو (مستعار نوم) داسې فکر نه و کړی، چې په یو څو میاشتو کې به یې ژوند کې دومره لوی بدلون راځي. دا په ۲۵ کلنۍ کې کونډه شوه او درې یتیمان ور پاتې شول.
د چاو سو مېړه چې د کورنۍ یوازینی ګټیالی و، جبري عسکري خدمت ته نیول شوی و او د جګړې لومړۍ کرښې ته استول شوی و.
چاو سو د مېړه په هکله وايي، ''موږ تل بیوزلان وو، خو له هغه سره مو د ژوند، ستړې ستونځې په خوښۍ ګاللې.''
په تېره فبرورۍ کې د میانمار پوځي حکومت، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې واک ترلاسه کړی، په دې هېواد کې عسکري خدمت جبري کړ. له ۱۸ تر ۳۵ کلنۍ پورې نارینه او له ۱۸ تر ۲۷ کلنۍ پورې ښځینه مکلفې دي، چې دوه کاله عسکري خدمت وکړي.
له ډېرو مخالفتونو او د ماهرینو له خبرداري سره سره چې وايي، له جبري عسکري سره به کورنۍ جګړه نوره هم توده شي، پوځي حکومت خپل پلان عملي کړ او په تېر اپریل کې یې د سرتېرو لومړنۍ ډله روزنې ته واستوله.
د چاو سو مېړه او یو بل سړي هغه لومړني کسان وو، چې د دوی له کلي د عسکري خدمت لپاره واخیستل شول. په داسې حال کې چې ځینې نور کسان وتښتېدل، د دې مېړه روزنې ته واستول شو. دا وايي، دا وروستی ځل و، چې مېړه یې ولید.

د عکس سرچینه، Reuters
د یادونې ده، چې د ۲۰۲۱ له کودتا وروسته چې پایله کې یې پوځیانو د انګ سان سوچي جمهوري حکومت نسکور کړ، د پوځي واکمنۍ پر ضد بېلابېلو ډلو وسله واله جګړه پیل کړې ده او بالاخره په هېواد کې یوه پراخه کورنۍ جګړه پیل شوه. تېر کال په دې جګړه کې هغه مهال یو بل پړاو راغی، چې د پوځي حکومت وسله والو مخالفانو د هېواد له دريو پر دوو برخو ولکه ترلاسه کړه.
د سویلي اسیا په دې هېواد کې پوځیانو تر لسیزو حکومت کړی، توکمیز تاوتریخوالی هم پکې شته او اوس د پوځي حکومت وسله والو مخالفینو جګړې ته ډېر زور ورکړی. ملګري ملتونه وايي، د پوځي کودتا له پیله راهیسې په میانمار کې لږ تر لږه پنځوس زره کسان وژل شوي دي او له درې میلیونو تنو ډېر کسان له کور- کلي تېښتې ته اړ شوي دي.
اعصاب مې له لاسه ورکړي وو
په تېره جولای میاشت کې د چاو سو مېړه دې ته زنګ وهلی و. ده ورته ویلي و، چې کارین ایالت کې په دنده ګومارل شوی دی. دغه ایالت کې د پوځي حکومت او لږکۍ وسله والو تر منځ جګړې خورا زور اخیستی و. چاو سو وايي: ''ده راته ویل، چې د دوو اونیو لپاره د جګړې لومړنۍ کرښې ته استول کېږي او کله چې بېرته د پوځ مرکز ته راوګرځي، بیا به زنګ راته ووهي. دا د هغه لومړی او وروستی پیغام و، چې ما ته ورسېد.''
د جولای په وروستیو کې بیا یوه پوځي افسر دې ته زنګ وهلی و او د مېړه له مرګه یې خبره کړې وه. چاو سو وايي، ''په بشپړه توګه مې پر اعصابو کنټرول له لاسه ورکړی و، پوځي افسر هڅه کوله په خبرو سره یو څه حوصله راکړي، خو سملاسي پوه شوم، چې ژوند کې مې نور هېڅ نه دي پاتې.''

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډېرو نورو په څېر له چاو سو سره هم د مېړه د معاش ژمنه شوې وه، خو دا وايي، په کلي کې یې له یوه ځايي چارواکي یې ایله ۷۰ زره کیاټ (نژدې ۲۱ ډالر) هغه مهال تر لاسه کړل، چې مېړه یې لومړی ځل عسکري خدمت ته استول کېده.
له هغه وروسته میاشتې ووتې، خو له دې سره هېڅ مالي مرسته نه ده شوې. د میانمار پوځ وايي، جبري عسکري خدمت ته استول شوي پوځيان د نورو غوندې د معاش او امتیازاتو مستحق دي. د پوځ ویاند تورن جنرال زاو مین تون بیا په دې هکله له بي بي سي سره خبرو کې وویل، ''کېدای شي په داسې صورت کې د مالي امتیازاتو ورکړه کې ځنډ راشي، چې اړین اسناد چمتو نه وي.''
په میانمار کې داسې ډېر کېږي، چې جبري عسکرۍ ته استول شوي سرتېري له چمتووالي او روزنې پرته د جګړې ډګر ته استول کېږي. ان د دې سرتېرو کورنیو ته هم بشپړ معلومات نه ورکول کېږي، چې چېرې په دنده ګومارل شوي دي.
سویې سویې ایې چې ۶۰ کلنه کونډه ده، د خپل زوی په هکله هېڅ معلومات نه لري، چې شپږ میاشتې مخکې په دنده ګومارل شوی و. دا وايي، زوی یې د پوځي خدمت هېڅ لېوالتیا نه درلوده، خو یوازې غوښتل یې له کورنۍ سره مالي مرسته وکړي. اوس، چې دا ناروغه هم ده، له ستړیو- ستونزو سره لاس او ګرېوان ده او د کور چلولو لپاره پر کشره لور تکیه کوي.
دا وايي: ''یوازې دومره غواړم چې د زوی مخ ووینم، د دې وضعیت د ګاللو توان نه لرم.''
له پوځه مې لا سخته کرکه وشوه

د عکس سرچینه، Kan Htoo Lwin Facebook
په میانمار کې ډېرو ځوانانو د جبري عسکرۍ له دې پلان سره سخت مخالفت کړی دی.
د میانمار سوداګریز مرکز ینګون ۲۰ کلن اوسېدونکی کان هتو لوین له ۳۰ نورو کسانو سره یو ځای درې میاشتې مخکې د جبري عسکري خدمت لپاره استول شو و. دی وايي، روزنه یې ډېره سخته وه او دوی ته ویل کېدل که هر څوک وتښتي کور به یې وسوځول شي.
دی وايي، ''له روزنې وروسته مې له پوځه کرکه نوره هم زیاته شوه.''
ده له دوو نورو ملګرو سره هغه مهال د تېښتې فرصت وموند، چې د هېواد په ختیځ کې یې د جګړې لومړۍ کرښې ته روان کاروان په نیمه لار کې د یو څه ځنډ لپاره تم شو. دی له جبري پوځي دندې د تېښتې کیسه داسې کوي، ''کله چې تیاره شوه موږ وتښتېدو. دوی د امنیتي وضعیت ارزونه کوله او موږ د شپې تر ناوخته پورې و نه ودرېدو. وروسته بیا یو ځای کې تم شو او خوب مو وکړ.''
وروسته دې درې ځوانانو د لارۍ له چلوونکي مرسته غوښتي او په سویلي شان ایالت کې د اونګ بان ښارګوټي ته رسېدلي وو. په دې سیمه کې بیا کان هتو د خلکو دفاع په نامه یوې وسله والې ډلې سره یو ځای شو او نور ملګري یې بل لور ته تللي. دوی اوس پټ ژوند کوي. کان هتو وايي، د امنیت خوندیتوب له کبله نه غواړي وښيي، چې دوی اوس چېرې دي او څنګه ژوند کوي؟
د پي ډي ایف په ګډون وسله والې ډلې د هغو ځوانانو له ګډون سره سترې کېږي، چې له پوځي واکمنو سره مخالفت کوي او وسلې ته لاس کوي.
ځوانان تایلنډ ته تښتي

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې د جبري عسکري خدمت ډېر تمرکز پر نارینه وو دی، ښځې هم له همدې کبله اغېزمنې شوې دي.
د یانګون ۲۰ کلنې زو زو ارمان درلود، چې د چینايي ژبې ژباړنه شي، خو د پي ډي ایف په چوکاټ کې د ځانګړو عملیاتو له څانګې (اېس او ایف) سره له یو ځای کېدو وروسته ترې خپل ارمان نیمګړی پاتې شوی. دې بي بي سي ته وویل، ''اوس مې هدف دا دی، چې دا پوځي دیکتاتوري ختمه کړم او د خپل کول خلکو لپاره سوله او امنیت راولم.''
په داسې حال کې چې زو زو په هېواد کې پاتې شو، ځینې نور بیا له هېواده تښتېدلي دي. انجینر مین مین د جبري عسکري خدمت له پیلېدو وروسته تایلنډ ته تښتېدلی.
دی د تعلیمي ویزې له مخې هلته اوسي، خو شکایت کوي، چې په بنکاک کې له خپلو زدکړو سره سمه دنده نه شي موندلای.
د مین مین په څېر ډېری ځوانان چې تایلنډ ته تللي د ټیټ عاید بدل کې مزدورۍ کوي او د تایلنډ چارواکي هم له غیر قانوني کډوالو سره سختي کوي، تر دې چې که ونیول شي بېرته یې خپل هېواد ته شړي.
مین مین وايي، اندېښنه یې دا ده، چې د ویزې مودې له پای ته رسېدو وروسته به اړ شي، چې په تایلنډ کې په نا قانونه بڼه پاتې شي. دا ۲۸ کلن محصل وايي، ''زه لګښتونو ته وارخطا یم. فکر کوم، له دې پرته بله چاره نه شته، چې د لاس مزدوري وکړم.'' دی وايي په تایلنډ کې لومړیتوب د همدې هېواد خلکو ته ورکول کېږي او سوداګر او صنعت کار د کډوالو مزدورانو حقونه تر پښو لاندې کوي. دی زیاتوي، ''د میانمار انجینران مې ولیدل چې د ۱۲۰۰۰ تهايي بهاټ ( ۳۵۵ ډالر) بدل کې کار کوي، چې همدومره معاش کډوالو مزدورانو ته هم ورکول کېږي.''
هلته په میانمار کې بیا چاو سو په خپل کلي کې مزدوري کوي او په سختۍ سره دومره څه مومي چې دا او ماشومان یې پرې ژوندي پاتې شي. دا وايي، ''سخته ده چې نور خلک پوه کړم، چې موږ له څه ډول یو وضعیته تېرېږو.''
بل لور سویې سویې هیله منه ده، چې یوه ورځ به خپل زوی بیا وویني.
دې په داسې حال کې چې اوښکې یې له سترګو روانې وې، وویل، ''[زوی مې] د دې لپاره له پوځ سره یو ځای شو، چې مور ته ډوډۍ پیدا کړي، پښېمانه یم، کاش مې نه وای پرېښودلای.''
د هغو کسانو خوندیتوب لپاره چې له موږ سره یې همکاري کړې، نومونه بدل شوي دي.











