ميانمار کې د سېلابونو له امله ۲۲۰ تنه مړه شوي

ميانمار کې سېلابونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د میانمار پوځي حکومت دغه هېواد کې د یاګي په نوم توپان پایله کې د سېلابونو او ځمکښوېدنې پېښو کې د قربانیانو شمېر اعلان کړی. حکومت یوه بیان کې د ۲۲۰ مړینه او له ۷۰ د زیاتو کسانو د لادرکه کېدو پخلی کړی دی.

دې توپان د روانې سپتمبر میاشتې له لومړیو د ویتنام شمال، لاووس، تایلنډ او میانمار سخت وځپل، له امله یې د رسمي شمېرو له امله میانمار او شاوخوا هېوادونو کې څه د پاسه ۵۰۰ تنه مړه شوي دي.

میانمار تر ټولو ډېر ځپل شوی او په ځینو سیمو کې بشپړ کلي ویجاړ شوي دي. کرنې ته هم پراخ زیان اوښتی چې د خلکو د ورځني ژوند مهمه سرچینه بلل کېږي.

دې ویجاړۍ ته په کتو ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دې جګړه ځپلي هېواد کې له نیم ملیون زیات کسان خوړو، د څښاک اوبو، جامو او پناه ځای ته بېړني اړتیا لري.

ملګرو ملتونو ویلي دې توپان میانمار کې د پلازمینې په ګډون نهه ولایتونو او سیمې ځپلې دي.

میانمار کې سېلاب ځپلی کلیوال چې له کلي وتلی او له نورو خلکو سره یې یوه عبادت ځای ته پناه وړې وايي سېلاب هر څه له دوی واخيستل.

نوموړی وايي، "موږ ډېر څه له لاسه ورکړل. کورونه او جامې مو جګړه کې له لاسه ورکړې او اوس سېلاب له موږ هر څه واخيستل. سېلاب کې کبان هم نه نیول کېږي نو ځکه خواړه هم په اسانۍ نه شو پيدا کولی. موږ د سېلاب له امله کورونو کې نه شو پاتې کېدای. کلیوالو د عبادتځای له مسؤولینو مرسته وغوښته او موږ دلته راغلو. سرپناه مو پیدا کړې خو خواړه کم دي ، څوک مرسته هم نه را سره کوي."

سېلابونه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په چک جمهوريت کې سېلابونه

له بلې خوا له څو ورځو راهیسې د اروپا ختیځ او مرکزي څو هېوادونه هم د بوریس په نوم توپان له امله راوتلو سېلابونو ځپلي دي.

له دې ډلې سلواکیا او هنګري کې د سېلابونو خبرداری ورکړل شوی او ایټالیا کې هم د ډېر ورښت وړاندوینه شوې ده. چک او پولنډ هغه نورو اروپايي هېوادونه دي چې سېلابونو ځپلي.

د پولنډ ګوشوازې ښار تر نورو ډېر ځپل شوی. ختیځه اروپا کې د بي بي سي خبریاله سارا رینسفورډ وايي له سېلاب وروسته د دې ښار واټونه او کوڅې له خټو ډکې شوي او یو لوی پول هم نړېدلې دی.

د ژغورنې عملیاتو لپاره له پوځه مرسته غوښتل شوې او ۵۵۰۰ سوه سرتېرې ځپل شویو سیمو ته استول شوي دوی د ۱۹ چورلکو پر مټ د ژغورنې عملیاتو کې برخه لري. په لادیک زودروج ښار ګوټي کې د اوبو یو بند هم نړېدلی.

د دې سرتېرو له ډلې یوازې ورتسلاو کې زر تنه سرتېري د ژغورنې عملیاتو کې ښکېل دي. دا ښار تر نورو ډېر ځپل شوی. لومړی وزیر ډونلډ ټوسک هم دې ښار ته چې شاوخوا شپږ لکه تنه په کې ژوند کوي رسېدلی او هملته یې د کړکېچ د ادارې د لوړې کچ غونډه يې را بللې ده.

نوموړي ویلي د ژغورنې عملیاتو لپاره څه د پاسه یو میلیارد یورو ته اړتیا. هغه ټينګار کړی چې ښه به وي د اروپايي کمیسیون مشره اورسولا ون ډېر لېين له سېلاب ځپلو سیمو لیدنه وکړي.

د پولنډ پولیسو په سېلاب ځپلو سیمو کې د اکتوبر تر شپاړلسمې بېړنی حالت اعلان کړی. اروپا یې هېوادونو کې د راوتلو سېلابونو له امله تر اوسه د اتلسو تنو د مړینې رپوټونه ورکړل شوي دي.