د میانمار پاڅون
د میانمار پاڅون
د میانمار (برما) خلک له لسیزو راهیسې له پوځي واکمنۍ د خپلې ازادې لپاره مبارزه کوي. د دیموکراسۍ پر لور د میانمار سفر درې کاله مخکې د یوې پوځي کودتا له امله لنډ شو. په ټاکنو کې له خنډ سره مخامخ نوی نسل سړکونو ته د اعتراض لپاره راووت او له تاوتریخوالي سره مخامخ شول.
ډېری یې ځنګلونو ته وتښتېدل او وسلې یې راواخیستې. د بيبيسي خبریال کونټن سمروېل دغه هېواد ته ورغلی او یوه میاشت په ختیځ کې تېره کړې او له انقلابي ځواکونو سره ځنګله د هغوی اډو او لومړیو کرښو ته ورغلی دی.



