د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير: له افغانستان سره د اړیکو پراختيا زموږ د ملي ګټو پر بنسټ دوام لري

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزير سراج الدين مهر الدين ويلي، هېواد یې د خپلو ملي ګټو د ساتنې پر بنسټ له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخوي.

د تاجکستان د يوه شخصي خبري اژانس "اسياپلس" د راپور له مخې، ښاغلي مهرالدين د تېرې اوونۍ په وروستيو کې د پلازمېنې دوشنبې ښار په يوه خبري ناسته کې وويل، "موږ باور لرو چې هر خپلواک هېواد حق لري د خپلو ملي ګټو له مخې خپله پاليسې پر مخ بوځي. په همدې چوکاټ کې بايد په پام کې ونيول شي چې د ګاونډيو هېوادونو په ګډون ګڼو نورو هېوادونو له افغانستان سره خپله همکاري د خپلو ملي ګټو پر بنسټ جوړه کړې ده".

په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د تاجکستان سياسي اړيکې په دې وروستيو کې تر یوې کچې ښې شوې دي خو د پولې په اوږدو کې بریدونه لا هم له اساسي ننګونو ګڼل کېږي.

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان پولې ته څېرمه په تېرو دوو میاشتو کې د وسله والو بريدونو د زياتوالي په غبرګون کې وويل، د دواړو هېوادونو د قانوني پلي کوونکي بنسټونه په ګډه کار کوي چې د وسله والو ډلو او د نشه يي توکو د قاچاقچيانو له لوري د دغو بريدونو مخه ونيسي.

نوموړي زياته کړه، "د تاجکستان او افغانستان پر پوله د امنيت ټينګښت لا هم حياتي ارزښت لري. په همدې لړ کې د تاجکستان او افغانستان د اړوندو بنسټونو تر منځ لازمې کاري اړيکې ټينګې شوې دي".

د ښاغلي مهرالدین په وینا، دوی له افغانستان سره سرحدي بازارونه بېرته فعال کړي او همدارنګه دې هېواد ته د برېښنا لېږد هم دوام لري. نوموړی زياته کړې، چې د تاجکستان او افغانستان تر منځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ کچه د زياتېدو په حال کې ده او تېر کال له ۱۱۰ ميليونه ډالرو اوښتې وه.

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير همدارنګه ټينګار کړی چې هېواد یې د سيمې د ټولنيزو او اقتصادي ستونزو د حل لپاره له نړيوالو همکاريو هرکلی کوي او له نړيوالې ټولنې غواړي چې افغانستان په سختو بشري شرايطو کې يوازې پرېنږدي.

نوموړي ویلي، "د افغانستان په اړه زموږ دريځ نه دی بدل شوی. موږ غواړو افغانستان د يوه باامنه، باثباته، سوله ييز او سوکاله هېواد په توګه ووينو".

د اسيا پلس خبري اژانس هم راپور ورکړی چې تاجکستان په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې په افغانستان کې له ويجاړونکو زلزلو وروسته له شپږ زره ټنو زياتې بشري مرستې دې هېواد ته استولې دي. خو وسله وال بريدونه او د نشه يي توکو قاچاق لا هم د دواړو هېوادونو تر منځ پر پوله له اصلي ستونزو ګڼل کېږي.

د روان کال د جنورۍ په وروستيو کې د تاجکستان د ملي امنيت دولتي کمېټې د سرحدي ځواکونو له لوري د "پنځو قاچاقچيانو" د ناقانونه تېرېدو د مخنيوي خبر ورکړل شو. د راپورونو له مخې دغو قاچاقچیانو وسله وال مقاومت وکړ چې په ترڅ کې یې دری تنه ووژل شول او دوه نور افغانستان ته وتښتېدل.

د دغه راپور له مخې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۶ او ۳۰ مه د تاجکستان او افغانستان پر پوله د نامعلومو "ترهګرو ډلو" له خوا په دوو جلا بریدونو کې، پنځه چينيايي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.

همدارنګه د تاجکستان د نشه يي توکو د کنټرول ادارې د مشر ظفر صمد په وینا، تېر کال د تاجکستان د امنیتي ځواکونو او افغان قاچاقچیانو تر منځ د تاجکستان او افغانستان پر پوله ۱۷ وسله والې نښتې شوې. دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې شپږ و. د دغو نښتو په پايله کې ۱۰ افغان وګړي او دوه تاجکستاني سرحدي ساتونکي وژل شوي.

سربېره پر دې تېر کال نهه افغانان د نشه يي توکو د قاچاق د هڅې په تور تاجکستان ته د ننوتلو پر مهال نيول شوي. د ښاغلي صمد په وینا په ۲۰۲۵ کال کې د تاجکستان چارواکو د دغو دواړو هېوادونو پر پوله دوه زره او ۷۴۲ کیلوګرامه نشه توي کشف او نيولي دي.

د تېر کال ډسمبر میاشت کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي له خپل تاجکستاني سيال سره په تيليفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو په سرحدي سيمو کې بریدونه وغندل او د سيمې د ثبات لپاره یې د ګډې همکارۍ پر ارزښت ټينګار وکړ.

نوموړي زياته کړه، چې د طالبانو حکومت "په بشپړه توګه د سرحدي امنيت د پياوړتيا، ګډو څېړنو او هر ډول همغږۍ لپاره چمتو دی او د شرخوښو عناصرو پر ضد ګډې کړنې يوه بېړنۍ اړتيا بولي".