په افغانستان کې د طالبانو لخوا نیول شوې بریتانوۍ جوړې زوی له امریکا مرسته غوښتې

۷۹ کلن پیټر رېنولډس او ۷۵ کلنه مېرمن یې باربي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه افغانستان کې نیول شوي.

د عکس سرچینه، Handout

د عکس تشریح، ۷۹ کلن پیټر رېنولډس او ۷۵ کلنه مېرمن یې باربي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه افغانستان کې نیول شوي.

د هغې برېتانوۍ جوړې زوی چې نهه اوونۍ مخکې طالبانو نیولي وو، له امریکا متحدو ایالتونو غوښتي چې په خلاصون کې یې مرسته وکړي.

۷۹ کلن پیټر رېنولډس او ۷۵ کلنه مېرمن یې باربي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټې بامیان ولایت کې خپل کور ته د ستنېدو پر مهال نیول شوي وو. له هغه وروسته چې له دې جوړې سره نیول شوی امریکایۍ پايهال تېره اونۍ خوشې شوه، د برېتانوۍ جوړې زوی جوناتن له سپینې ماڼۍ غوښتي چې په دې موضوع کې مداخله وکړي.

نوموي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، مور او پلار یې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې مېشت وو، تعلیمې پروژې یې چلولې او نیول کېدل یې د ټولې کورنۍ لپاره ''درونکې او ستومانه کوونکې'' پېښه ده.

جوناتن وايي: ''هر هغه څوک چې هغه قلف پرانیستلای شي او دوی ترې بهر را ایستلای شي، که هغه طالبان وي، که بریتانیا حکومت وي او که امریکا حکومت- غوښتنه به مو ترې دا ده چې لطفا سملاسي دا چاره وکړئ، همدا اوس! او که کولای شئ، چې پر هغو خلکو فشار زیات کړئ، چې دغه کیلي ورسره ده، لطفا همدا اوس دا چاره وکړئ.''

د سږ کال له جنورۍ راهیسې طالبانو د اغلې هال په ګډون څلور امریکایان خوشي کړي دي او طالب چارواکو کابل کې د نوموړې د خوشي کېدو پرمهال دا د ټرمپ ادارې لپاره د ''نېک نیتۍ'' یوه چاره بللې وه.

له هغه وروسته رېنولډس هم وهڅېد، چې د سپینې ماڼۍ مخې ته تېره اوونۍ په یوه ثبت شوي ویډیويي پیغام کې له ولسمشر ټرمپ نه د پیټر او باربي د خلاصون لړ کې د مرستې غوښتنه وکړي. رېنولډس چې د امریکا تابعیت لري، له بي بي سي سره خبرو کې وویل، پلار، مور یې رسماً په هېڅ جرم نه دي تورن شوي.

دی وايي: ''دوی محکمې ته ځي او راځي. دوی ځوریږي، ځکه هېڅ تور نه شته او هر ځل دوی ته ویل کېږي: هو، دوی بې ګناه دي، دا یوازې رسمیات دي، موږ یوه تېروتنه کړې.''

له دې بریتانوۍ جوړې سره یو افغان ژباړن هم نیول شوی.

دی وايي، باوري دی، چې سره له دې چې افغانستان کې ښځو ته د کار اجازه نه شته، مور یې ''د یوې ښځې لپاره داسې سند ترلاسه کړی، چې نه یوازې ښځو بلکې نارینه وو ته هم روزنه ورکولای شي. دوی له هغه هېواد سره خورا ډېره مینه لري.''

جوناتن رینولډس وايي، د مور، پلار نیول کېدل یې درونکې پېښه ده.
د عکس تشریح، جوناتن رینولډس وايي، د مور، پلار نیول کېدل یې 'درونکې' پېښه ده.

ښاغلی رېنولډس وايي، مور، پلار یې په ۱۹۷۰ کال کې کابل کې واده کړی او وروسته د افغانستان تابعیت ورکړل شوی. د ده په خبره په توقیف کې د پیټر روغتیايي وضعیت خراب شوی دی. دی وايي، په زندان کې د یوه داسې ټیلیفون له لارې له مور، پلار سره خبرې کوي، چې فیس یې اخیستل کېږي او د نوموړي دا خبرې ''خورا دردونکې'' وبللې.

دی وايي: د یوه داسې مور، پلار په هکله فکر کوو، چې لمسیان لري، کړوسیان لري او زما د اولادونو نیکونه دي، داسې فکر کوو، چې ایا و به یې وینو؟ موږ غواړو ویې وینو، په غېږ کې یې ونیسو.''

دی وايي، د مور، پلار خوشي کېدو موضوع ځکه ''پېچلې'' ده، چې دوی غواړي په افغانستان کې پاتې شي او خپلو تعلیمي پروژو ته دوام ورکړي. دی زیاتوي: ''دوی غواړي له زندانه خوشي شي، خو دوی د دې لپاره خوشي کېدل غواړي چې په افغانستان کې پاتې شي او هماغه څه وکړي، چې دوی کول، کوم چې یوازې د هغه کرکټر، زغم، لید او باور خبرې کوي چې دوی یې لري."

د نوموړي په وینا د بریتانیا حکومت رویه ورسره ''ملاتړ کوونکې'' وه او د امریکا بهرنیو چارو وزارت سره خبرو کې یې وموندله چې ''هڅول'' کېږي.

د یادونې ده، چې طالبانو په فبرورۍ کې بي بي سي ته ویلي و، چې هوډ لري هر څومره ژر چې کېږي، دا جوړه خوشې کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بریتانیا په کابل کې خپل سفارت بند کړ. د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د دې معنی دا ده، چې په افغانستان کې له بریتانوي وګړو سره د مرستې په لړ کې د دوی وړتیا ''خورا محدوده ده.''