تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران مذهبي مشر وايي، پر اسرائیل توغندیز برید "قانوني" او "د اسرائیلي جرمونو لږ تر لږه سزا وه"
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي نژدې پنځه کاله وروسته لومړی ځل د تهران په امام خمیني مصلی جومات کې د جمعې له لمانځه مخکې خطبه کې پر اسرائیل د خپل هېواد د توغندیزو بریدونو دفاع کړې.
نوموړي د خپلو خبرو په لومړۍ برخه کې چې په فارسي ژبه یې کولې، د ټولې نړۍ د مسلمانانو په 'یوالي' او د قران کریم د اصولو پر مراعتولو ټینګار وکړ.
ښاغلي خامنه يي وویل، د ایران دښمنان هماغه دي، چې د فلسطین، لبنان او د نورو مسلمانو هېوادونو دښمنان دي. ښاغلي خامنه يي پر اسرائیل د ایراني برید دفاع وکړه او دا یې په بشپړه توګه ''قانوني'' چاره وبلله.
نوموړي زیاته کړه، څه چې دوی وکړل دا د هغو ''حیرانوونکو جرمونو'' بدل کې لږ تر لږه سزا وه، چې اسرائیل وکړل.
نوموړي اسرائیل د یوه ''وینه زبېښونکي رژیم'' په توګه یاد کړ او امریکا یې په سیمه کې د یوه ''لیوني سپي'' په توګه وباله.
ښاغلی خامنه يي وايي، د ایران اسلامي جمهوریت به د اسرائیل پر ضد ''له ټول زور او زړورتیا'' سره خپل ''ټول مسوولیت ترسره کړي.''
خامنه يي غواړي زور، یوموټیوالی او زغم وښيي
د بي بي سي خبریالان شایان سرداريزاده او غونچه حبیبي ازاد په خپله شننه کې وايي، د خامنه يي وینا د څلور کاله مخکینۍ خطبې وینا ته ورته وه، چې د جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته یې وکړه او هغه مهال له امریکا سره د مخامخ جګړې وېره رامنځته شوې وه.
خامنه یي شخصاً د تهران په منځ کې د وینا کولو له لارې غوښتل په بهرنۍ نړۍ ته خپل زور څرګند کړي او خپل هېوادوالو ته زغم وښيي.
دغه راز نوموړي غوښتل هغه رپوټونه رد کړي، چې ګواکې د اسماعیل هنیه او حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته دی ډارېږي او په عام محضر کې نه څرګندېږي.
د خامنه يي خطبه دغه راز له نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزیشکیان او د ایراني حکومتي ادارې له لوړپوړو چارواکو سره د همغږۍ څرګندولو یوه هڅه هم ده، چې ټول همالته وو.
پر ښاغلي پزشکیان دا وروستیو کې سخت دریځو له دې کبله نیوکې وکړې، چې ویلي یې و، کېدای شي یو وخت د ایران او اسرائیل تر منځ دښمني پای ومومي.
د ایران مذهبي مشر دا څرګندونې پر اسرائیل د حماس د هغه برید له لومړۍ کلیزې درې ورځې مخکې کوي، چې له کبله یې اوسنۍ سیمه ییزه شخړه پیل شوه.
دغه راز د نوموړي دا څرګندونې له هغه درې ورځې وروسته مخې ته راځي چې اسرائیلي ځواکونو په بیروت کې د حزب الله مشر حسن نصرالله، د سپاه پاسدران ځواکونو یو قوماندان عباس نیلفروشان او په تېره جولای کې په تهران کې د حماس سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه ووژل او په ځواب کې یې ایران پر اسرائیل د توغندیو ګوزارونه وکړل.
خامنه يي له دې مخکې وروستی ځل په ۲۰۲۰ کال کې د ایران سپاه پاسداران ځواک د قوماندان جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د جمعې خطبه ویلې وه.