حمزه هوتک: په اسیا جام سیالیو کې افغان لوبډله تر پایلوبې رسېدلی شي

    • Author, ندیم اشرف
    • دنده, بي بي سي

د اسیا جام سیالیو په لومړي پړاو کې د افغان لوبډلې دوه مهې لوبې له پیاوړو سیالانو سره پاتې دي. راتلونکې لوبه به یې د سه شنبې په ورځ د سیپټمبر پر ۱۶مه له بنګله‌دېشۍ لوبډلې سره وي.

له همدې ګروپه به دوه لوبډلې بل پړاو ته لاره پیدا کوي. په دې معنی چې افغان لوبډله باید له بنګله‌دېش او سریلنکا دواړو او یا یې له یوه لوبه وګټي چې بل پړاو ته یې لارموندنه اسانه شي.

د افغان لوبډلې لوبغاړی امیرحمزه هوتک باوري دی چې افغان لوبډله له همدې پړاه تېرېدای شي او تر نیمه پایلوبې یې د رسېدو امکان شته، خو زیاتوي چې باید لوبډله له فشاره ځان وساتي.

هغه وايي، "زما په نظر که افغان لوبډله له فشاره ځان وساتي، په پوره باور سره د لوبې ډګر ته ښکته شي او یو موټی وي، نو تر پایلوبې رسېدلی شي."

له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د لوبلړۍ او په اسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې پر ۱۱ کسیزه جوړښت د کرېکټ یو شمېر مبصرانو ځینې نیوکې وکړې. ښاغلی هوتک وايي چې راتلونکو لوبو لپاره د ۱۱ کسیزې لوبډلې ټاکل د بریا لپاره لومړی مهم ګام دی. "روزونکی او لوبډلمشر باید تر ټولو پیاوړې ۱۱ کسیزه لوبډله وټاکي. د دې تر څنګ د پيل توپوهونکو ته پکار ده چې د لوبډلې لپاره ښه پیل ورکړي."

د رحمن الله ګربز په ګډون د افغان لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو په تړاو د دوی د "فوم" خبره کېږي وروستیو لوبو کې ښه نه دي ځلېدلي. ښاغلی هوتک هیله لري چې دا لوبغاړي دغو لوبو کې بېرته "فوم" ته راشي.

د افغان لوبډلې په جوړښت کې ورو توپ ویشتونکي اغېزمن رول لري. حمزه هوتک وايي همدا د افغان لوبډلې پياوړی ټکی دی او باید د مخالفو لوبډلو په وړاندې له همدې قوي نقطې کار واخلي.

حمزه هوتک، د افغان لوبډلې د تاریخي بریاوو برخه

د ۲۰۱۴ کال په اسیا جام سیالیو کې افغانستان د لومړي ځل لپاره په یو ورځنیو لوبو کې د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد بنګله‌دېش ته ماته ورکړه. یو کال وروسته یې په لومړي ځل د ای‌سي‌سي له بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد زمبابوې د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله. د افغانستان په همدې دواړو تاریخي بریاوو کې امیرحمزه هوتک د لوبډلې برخه و.

دغه ۳۴ کلن افغان لوبغاړی اوسمهال په یوه داسې هېواد کې دی چې کرېکټ پکې د غوړېدو په حال کې دی. د امریکا کرېکټ وروسته له هغه مشهور شو چې د ۲۰۲۴ شل اوریزه نړیوال جام کوربتوب یې وکړ او په همدې سیالیو کې یې پاکستان ته ماته ورکړه.

د امریکا په نوي غوړېدلي کرېکټ کې د هغه بوختیا د دې لامل شوې چې د خپل کرېکټ په تړاو یې ذهنیت بدل شي.

"هڅه کوم چې د خپل کرېکټ تجربې دلته له نویو ځوانانو سره شریکې کړم او خپل کرېکټ ته هم دوام ورکړم. د کرېکټ بې‌سارې مینې له امله ښايي زما ذهن بدل شي او همدلته پاتې شم."

دی لا هم تمه لري چې بېرته افغان لوبډلې ته راوګرځي. "زه د ځینو ستونزو له امله اړ شوم چې امریکا ته راشم. کرېکټ بورډ زما قرارداد ختم کړ او څو ځله الف لوبډلې ته غوره نه شوم."

حمزه هوتک اوسمهال امریکا کې د خپل کرېکټ تر څنګ نوي ځوانان هم روزي. "په کلیفورنیا ایالت کې له افغان ځوانانو لوبډلې سره لوبېږم او په همدې اکاډمۍ کې نور لوبغاړي هم روزم. د ماینر لیګ په نوم د امریکا د دویمې درجې د کرېکټ سیالۍ هم کوم او له نورو لوبغاړو سره د نړیوال کرېکټ خپلې له یوې لسیزې ډېرې تجربې شریکوم."

د امریکا شل اوریزه تجارتي سیالۍ یا مېجر لیګ اوس د نړۍ په کچه له مشهورو سیالیو دي. د نړۍ ګڼ شمېر نوم وتي ستوري دغه لیګ کې لوبېږي. حمزه هوتک وايي، ده ته هم په همدې سیالیو کې "د لوبېدو موکه" په لاس ورغلې وه، خو په وینا یې "د یو شمېر اسنادو نه لرلو" له امله دا سیالۍ ورنه پاتې شوې.

دی وايي خپل مسلکي کرېکټ ته دوام ورکوي او په ورته وخت کې هڅه کوي چې په امریکا کې د کرېکټ د ودې لپاره له خپلو وړتیاوو کار واخلي. هغه زیاتوي "امریکا کې د کرېکټ ودې لپاره نړیوال لوبغاړي باید په لیګونو او کلب لوبو کې ولوبېږي چې له نویو لوبغاړو سره تجربې شریکې کړي."

په امریکا کې د کرېکټ د پیاوړتیا، په تېره د ملي لوبډلې د بریالیتوب لپاره د پياوړي کورني کرېکټ شتون اړین دی. اوس مهال په دغه هېواد کې د کرېکټ اکاډمۍ او کلبونه ډېر شوي دي. وخت ناوخته د نورو هېوادونو لوبغاړي هم ورځي او په کورني کرېکټ کې یې لوبې کوي.

ښاغلی هوتک باوري دی چې په امریکا کې د کرېکټ روان حالت ته په کتو، دا هېواد راتلونکو څو کلونو کې د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو غړیتبوب ترلاسه کولی شي.

"امریکا لوی هېواد دی او کرېکټ یې د ښه‌والي په لور روان دی. خو د کورني کرېکټ د پیاوړتیا لپاره یې منظم پلان ته اړتیا ده. ویشتنځایونه یې باید معیاري وي او دغه راز له کورني کرېکټ باید لوبغاړي راپیدا کړي. د امریکا کرېکټ بورډ باید د الف او ځوانانو په لوبډلو کار وکړي، ځکه همدا د ملي لوبډلې د ملات د تیر حیثیت لري."

حمزه هوتک د افغانستان لپاره په ۴ ټسټ، ۳۱ یو ورځنیو او ۳۳ پنځوس اوریزو لوبو کې لوبېدلی دی چې ټولې یې ۸۸ ویکټې اخیستې دي. دی په ګڼو فرسټ کلاس او لیسټ اې سیالیو کې هم لوبېدلی دی او ښه ځلېدلی. د دغه چپ لاسي ورو توپ اچوونکي توپویشتنه خورا اقتصادي ده.

حمزه هوتک په کرېکټ کې د افغانستان لپاره خپل لومړنی سفر په ۲۰۰۸ کال کې له ۱۵ کلنو د کم عمره ځوانانو لوبډلې په جوړښت کې پیل کړ، وروسته د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړی شو او په ۲۰۱۳ کې یې ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړه چې لومړنۍ سیالي یې د سکاټلنډ پر وړاندې ترسره کړه.

دی د ابوظبۍ او زمبابوې د لس اوریزه لیګ تر څنګ د بنګله دېش او کاناډا په شل اوریزه سوداګریزو لوبو کې هم لوبېدلی.