د طالبانو مشر د اختر په پیغام کې د یووالي پر ساتلو ټینګار کړی

د عکس سرچینه، AFGHAN ISLAMIC PRESS
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې، "یووالی او اتحاد" د بریالیتوب راز بللی او زیاته یې کړې ده، چې افغانانو ډېر کلونه په مخالفت او جګړه کې تېر کړي او اوس یې وخت دی چې خپل یووالی پیاوړی کړي.
ښاغلي اخوندزاده پر افغانستان د طالبانو بیا ولکه "د یووالي او اتفاق لپاره ښه فرصت" بللی او له دې فرصت یې د ښې ګټې اخیستنې غوښتنه کړې ده او زیاتوي، باید هغه "نوره هم ټینګه او ډاډمنه کړو."
پیغام زیاتوي، "د دښمنانو دسیسو ته مو باید پام وي او په هر ډګر کې له خپل اسلامي نظام او شرعي حاکمیته په کلکه دفاع کوو او د همدې نظام تر سیوري لاندې به افغانان متحد وساتو."
هبتالله اخوندزاده په داسې حال کې د یووالي خبره کوي چې په وروستیو کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو خبرونه خپاره شوي دي.
له هغې ډلې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، څه موده وړاندې له افغانستان وتلی و او د رپوټونو له مخې افغانستان ته له ستنېدو وروسته هم څه وخت کېږي چې په کورنیو چارو وزارت کې خپل دفتر ته نه دی تللی، که څه هم طالبان د هغه او د ډلې د مشر ترمنځ هر ډول اختلاف ردوي.
دغه راز د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزی، چې څو ځله یې د نجونو د زدهکړې په اړه د طالبانو د چارواکو پر چلند نیوکه کړې، د رپوټونو له مخې د نیول کېدو له ویرې له افغانستانه وتلی دی.
ویل کېږي، د هغه د نیولو خبره یاده شوې وه خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بيبيسي سره په یوه مرکه کې ویلي و: "د هغه د کورنۍ یوه برخه په دوبۍ کې ده او دوبۍ ته وروستی سفر یې د استراحت او کورنۍ د لیدو لپاره و."
ښاغلی ستانکزی تر اوسه له دې سفره نه دی ستون شوی او په عام محضر کې هم نه دی راڅرګند شوی.
د طالبانو مشر د خپل اختریز پیغام په یوه بله برخه کې له خلکو او طالبانو غوښتي، چې د فساد د مخنیوي لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدو له محتسبانو سره دوامداره همکاري وکړي.
هغه د "ځوانانو د عقایدو د سمون او له بدیو د مخنیوي" غوښتنه کړې ده او زیاته یې کړه چې "ټولې تعلیمي څانګې باید د عقایدو او کړنو سمولو، له شرعي قانون سره سم نصاب تنظیمولو، او ځوانانو ته د سالمې زده کړې چمتو کولو ته جدي پام وکړي."
په پیغام کې، د طالبانو مشر له خلکو غوښتي چې د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو په اړه پر رپوټونو باور و نه کړي، او دا یې "د متعصبو کړیو او استخباراتي سازمانونو تبلیغات" ګڼلي چې هڅه کوي خلک نهیلي کړي.
مخکې له دې، د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیواېفپي) رپوټ ورکړی و، چې افغانستان په تېرو ۲۵ کلونو کې د قحطۍ له لوړ خطر سره مخ دی.
د طالبانو د مشر په اختریز پیغام کې تر شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې نجونو ته د زدهکړو په اړه څه نه دي ویل شوي.
په افغانستان کې نوی ښوونیز کال تېره اونۍ پیل شو، خو یوازې تر شپږم ټولګي نجونې کولی شي زدهکړې وکړي.











