د ډونلډ ټرمپ روغتیا په اړه اندېښنې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مکس متزا
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، روغتیا یې بشپړه ښه ده. د نوموړي په خبره، هره ورځ د ډاکترانو د سپارښتنې نه په زیاته کچه سپرین خوري، د لاسونو په شنو خاپونو میک اپ وهي، خو منظم تمرین ته یې زړه نه کېږي ځکه ستړی کونکی ورته ښکاري.
نوموړي د وال سټریټ ژورنال سره په یوه اوږده مرکه کې ویلي، چې تېر کال اکټوبر کې یې د بدن بشپړ «ام ار ای» کړی و، خو تر دې مخکې یې خبریالانو ته په ناسم ډول ویلي و چې د «ام ار ای سي ټي سکن» معاینه یې کړې ده.
۷۹ کلن ټرمپ د امریکا په تاریخ کې د عمر له اړخه تر ټولو نورو پخوانیو ولسمشرانو مشر هغه دی چې لوړه یې کړې، او له همدې امله یې د عمر او روغتیا موضوع تر جدي څار لاندې دی.
ښاغلي ټرمپ دا خبره رد کړې چې ګواګې اورېدولو کې ستونزه لري یا هم د سپینې ماڼۍ په غونډو کې ویده شوی دی.
ورځپاڼه زیاتوي چې نوموړی د خپلې روغتیا په اړه چې پر عامه بحثونو بدل شوی، ناخوښ ښکاري.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی ټرمپ وایي، هره ورځ له هغې اندازې نه زیات سپرین خوري کوم چې ډاکترانو ورته سپارښتنه کړې، سره له دې چې دا چاره د نوموړي په خبره د بدن پر پوستکي یې شنې نښې پرېږدي.
ټرمپ وویل، "ډاکتران وایي چې سپرین د وینې د نرۍ کولو لپاره ښه دی، زه نه غواړم چې زما له زړه څخه ټينګه وینه تويه شي."
ویل کېږي نوموړی هره ورځ ۳۲۵ میلي ګرامه سپرین خوري، دا په داسې حال کې ده چې ډاکتران یوازې ۸۱ میلي ګرامو سپارښتنه کوي.
هغه وویل، "زه یو څه افراطي یم، ډاکتران سپارښتنه کوي چې خوراک کم کړم، خو زه له دومره کلونو وروسته نه غواړم خپله تګلاره بدله کړم."

د عکس سرچینه، Getty Images
داکټران وایي، د زړه د حملې او فلج خطر لوړېږي، د سپرینو کم خوراک د ویني د لخته یا ټینګېدو مخنیوی کوي، خو دوی دا خبرداری هم ورکوي چې د عمر له لوړېدو سره د سپرینو له ډېرې استفادې څخه د خونریزي امکان هم شته، دوئ وایي د سپرینو ورځنۍ استفاده باید له ۷۵ څخه تر ۳۲۵ میلي ګرامه پوري وي.
د امریکا ولسمشر هغه معاینه هم یاده کړه چې په والټر ریډ ملي پوځي روغتون کې یې کړې وه چې مخکې یې «ام ار ای» بللې وه.
نوموړي وویل، دا « ام ار ای» نه و، بلکې له هغې ساده معاینه وه او یواځې یو سکن و.
شان باربېلا د سمندري ځواکونو کپتان او د ولسمشر ټرمپ ډاکتر په لیکلي بیان کې ویلي چې ولسمشر د زړه او رګونو د احتمالي ستونزو د بشپړ ردولو لپاره "سي ټي سکن" کړی و، او پایلو هېڅ غیرعادي حالت نه دی ښودلی.
تر هغه وروسته چې ډاکترانو ته د ټرمپ د رګونو مزمنه ناروغي څرګنده شوه چې دا په مشرانو کې عامه ناروغي ده، هغه ته یې د فشار لرونکو جرابو د اغوستلو سپارښتنه وکړه، خو هغه یې له اغوستلو ډډه وکړه.
ټرمپ وویل، "زما نه خوښېدې چې جرابې واغوندم، خو اوس له میز څخه ډېر ځله پاڅېږم چې له امله یې د پښو پړسوب کم شوی دی، خو له ګلف پرته نور منظم تمرین نه کوم."
هغه وویل، "دا زما کار نه دی، نه مې خوښېږي چې څوک ساعتونه د منډې په ماشین تېزې منډې ووهي."
ټرمپ ټينګار وکړ چې په عامو غونډو کې نه دی ویده شوی، یواځې کله ناکله سترګې د ارام لپاره پټوي، او د هغو شنو نښو لپاره چې کله نا کله یې په انځورونو کې پر پوستکي ښکاري اوس له ځان سره میک اپ ګرځوي.
هغه وویل چې یو داسي میک اپ لري چې په لسو ثانیو کې لګېږي.
ټرمپ وايي، د اورېدو ستونزه نه لري.
"کله چې داسې انځور وینئ چې زه په کې ویده ښکارم هغه زما د سترګو د رپېدلو یوه شېبه وي، دوئ د هغې شېبې عکس اخلي."
باربابېلا وال سټریټ ته ویلي، ټرمپ د اعلی قومندان د دندې د ترسره کولو لپاره بشپړ چمتو دی، ځکه روغتیایي حالت یې دومره جدي نه دی.
د ټرمپ مخکینی سیال، دموکرات ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو له سیالیو څخه وروسته له هغه ووت چې له ټرمپ سره په مناظرو کې د هغه د عمر او ذهني چمتوالي په اړه ګڼې پوښتنې را پورته شوې.












