ټرمپ د ځانګړي استازي له ټاکلو وروسته ويلي امریکا باید ګرینلنډ "ترلاسه کړي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ګرينلنډ لپاره د خپل ځانګړي استازي له ټاکلو وروسته ويلي چې غواړي دا ټاپو له خپل هېواد سره يو ځای کړي. د ټرمپ له دې ګام سره د ډنمارک او امریکا تر منځ ګړکېچ نور هم زيات شوی دی.
ښاغلي ټرمپ د جمهوري غوښتونکي والي جېف لنډرې د رول په اړه د بي بي سي پوښتنې په ځواب کې وويل، چې امریکا د "ملي امنيت" لپاره ګرينلنډ ته اړتيا لري او زياته یې کړه چې "بايد موږ یې ترلاسه کړو".
ډونلډ ټرمپ وويل، ښاغل لنډري به د ګرينلنډ د ځانګړي استازي په توګه د دغه چاري "مشری پر غاړه واخلي."
ګرينلنډ چې له شمالي قطب سره نژدې پروت دی د ډنمارک نیمه خپلواکه بهرنۍ سیمه ده.
د امریکا له خوا دغه نوي ګام کوپېنهاګن غوسه کړی. ډنمارکي چارواکو ويلي چې دوی به د "توضيحاتو" لپاره امریکایی سفير احضار کړي.
د ګرينلنډ لومړي وزير ويلي چې ټاپو بايد "خپل راتلونکی په خپله وټاکي او د هغو ځمکنۍ بشپړتيا ته بايد درناوی وشي."
ښاغلي لنډري پر ټولنيزو رسنيو يوه پوسټ کې لیکلي، وياړ لري چې "په رضاکارانه توګه به د ګرینلنډ د امریکا برخې جوړولو لپاره کار کوي".
د روان کال په جنورۍ مياشت کې سپينې ماڼۍ ته له راستنېدو راهيسې، ټرمپ د ګرينلنډ په اړه څو ځله خپله اوږدمهاله علاقه څرګنده کړې او د هغې ستراتيژيک موقعيت او معدني شمتنۍ یې يادې کړې دي.
ډونلډ ټرمپ د ټاپو د کنټرول لپاره د ځواک کارولو شونتيا هم نه ده رد کړې، هغه دريځ چې د ناټو غړی او متحد ډنمارک یې هېښ کړی دی.
ښاغلي ټرمپ ويلي، "موږ بايد دا حل کړو. موږ د ملي امنيت لپاره ګرينلنډ ته اړتيا لرو، نه د کانونو لپاره."
د امریکا ولسمشر په ځانګړې توګه د ګرينلنډ شاوخوا اوبو کې د احتمالي ګواښونو په توګه د چين او روسيې د بېړيو يادونه وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters
ګرينلنډ چې شاوخوا ۵۷ زره نفوس لري له ۱۹۷۹ راهیسې پراخه خپلواکي ورکړل شوې که څه هم پوځي او بهرنۍ پاليسي یې د ډنمارک تر کنټرول لاندې ده.
په داسې حال کې چې د ګرينلنډ اوسېدونکي له ډنمارک څخه د خپلواکۍ اخيستو ملاتړ کوي خو نظر پوښتنې ښيي چې دوی له امریکا سره د يو ځای کېدو په اړه مخالفت لري.
د ډنمارک د بهرنيو چارو وزير لاس لوک راسموسن د ښاغلي لنډري ګومارنې په اړه "ژوره اندېښنه" ښودلې او واشنګټن ته یې خبرداری ورکړی چې د ډنمارک حاکميت ته بايد درناوی وکړي.
نوموړي د ډنمارک يوه ټلويزيوني چېنل ته ويلي، "تر هغه چې موږ له ډنمارک، فارو ټاپوګانو او ګرينلنډ څخه جوړ سلطنت ولرو، موږ نشو کولی هغه اقدامات ومنو چې زموږ ځمکنۍ بشپړتيا ته زيان رسوي."
د ګرينلنډ لومړي وزير ينس فرېډرېک نېلسن هم ويلي چې سيمه د امریکا او نورو هېوادونو سره همکارۍ ته لېواله ده خو يوازې د متقابل درناوي پر بنسټ.
نوموړي وویل، "د ځانګړي استازي ټاکل زموږ لپاره هېڅ شی نه بدلوي. موږ خپل راتلونکی په خپله ټاکو. ګرينلنډ په ګرينلنډيانو پورې اړه لري او ځمکنۍ بشپړتيا ته یې باید درناوی وشي."








