د اوکرایین ولسمشر وایي، روسیه سوله نه غواړي‌ خو ولې؟

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي

د عکس سرچینه، Reuters

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکی وايي، د روسيې له خوا پر کيېف د تېرې شپې بريدونه ښيي چې مسکو "سوله نه غواړي".

نوموړي دا څرګندونې فلورېډا ته د سفر پر مهال وکړې. دی به هلته د يکشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ګوري او ټاکل شوې دواړه مشران به د سولې ۲۰ ماده ييز پلان چې وړاندې اوکراييني او امریکايي استازي پرې سلا شوي خبرې وکړي.

ځايي چارواکي وايي، د اوکرايين پر لازمېنه کېيف د روسیې لس ساعته ډرون او توغنديونو بريدونو کې دوه کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.

د اوکرايين د پراختيا وزير اوليکسي کولېبا وايي، د انرژۍ پر تاسيساتو د بریدونو له کبله په کېيف او شاوخوا سيمو کې د استوګنې ۴۰ سلنه ودانۍ له برېښنا او تودوخې بې برخې شوې دي.

د روسيې د دفاع وزارت وايي، د اوږده واټن ويشتونکو کره وسلو یې د انرژۍ تاسيسات په نښه کړي او ادعا یې کړې چې دا تاسيسات "د اوکراييني وسله والو ځواکونو او د اوکرايين د پوځي صنعتي کمپلېکس" په ګټه کارول کېدل.

زېلېنسکي پر ټېلېګرام ليکلي چې روسيې نژدې ۵۰۰ بې پيلوټه او ۴۰ توغندي د کېيف پر لور توغولي او د ده په ټکو د انرژۍ او ملکي بنسټونه یې په نښه کړي دي.

انځورونه ښيي چې له بريدونو وروسته په لوړ پوړيزه ودانيو کې سوري جوړ شوي او کورونو اور اخيستی دی.

د بي بي سي خبريالې اناستاسيا ګريبانوا د کور اپارتمان هم لګېدلی چې له کبله یې د لوړو پوړونو ځينو کورونو کې اور اخيستی. د برید پر مهال ګريبانوا د وادنۍ په لېفټ کې وه او کوم زيان ورته نه دی رسېدلی.

د اوکرايين د بېړنيو چارو دولتي اداره وايي، د ختيځ دارنېتسکي سيمې د متقاعدينو له يوې ودانۍ ۶۸ تنه ايستل شوي دي.

زېلېنسکي پر ټېلېګرام لیکلي، "روسي استازي اوږدې خبرې کوي خو په حقيقت کې دا [توغندي او ډرونونه] دي چې د هغوی پر ځای غږېږي" او زياته یې کړه چې د روسیې ولسمشر ولادمير پوتين نه غواړي جګړه پايته ورسوي.

نوموړي ليکلي، "دغه ناروا کړنې یوازې په پياوړو ګامونو سره ځوابېدلی شي. امریکا دا فرصت لري، اروپا دا فرصت لري او زموږ ډېر متحدين دا فرصت لري" او له متحدينو یې وغوښتل چې د روسيې د یرغل پر وړاندې خپل ځواک وښيي.

د ویډیو تشریح، په کېیف کې له شپې تر سهار پورې د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېدل

د روسيې د دفاع وزارت وايي د دوی هوايي دفاع سيستمونو د روسیې په بېلابېلو سيمو کې نژدې ۲۰۰ اوکراييني بې پيلوټه الوتکې چې اته یې مسکو ته داخلې شوې وې، رانسکورې کړې او له منځه وړې دي.

زېلېنسکي د شنبې په ورځ په لنډه توګه د کاناډا له لومړي وزير مارک کارني سره وليدل.

زېلېنسکي د خبرو پر مهال وويل چې پر کېيف وروستي هوایي بريدونه "زموږ د سولې هڅو په بدل کې د روسيې ځواب" دی او دا په ريښتيا ښيي چې پوتين سوله نه غواړي".

کارني اوکرايين ته د شاوخوا ۱.۸ ميليارده ډالرو اقتصادي مرستې ژمنه وکړه خو دا یې هم ومنله چې "تلپاتې سولې لپاره د روسیې همغږي اړينه ده."

وروسته بيا زېلېنسکی له اروپايي مشرانو سره ټليفوني خبرې وکړې چې له ټرمپ سره د خپلې ليدنې مخکې د ډېپلوماټیکو "لومړيتوبونو" په اړه بحث وکړي او ویې ويل چې د پلان پر مخ بېولو لپاره "پياوړو دريځونو ته اړتيا ده".

د اوکرايين لپاره امنيتي تضمینونه او ځمکني امتیازونه ښايي يو ځل بيا د خبرو برخه وي، هغه مسئلې چې روسيه پرې جوړجاړي ته لېواله نه ښکاري.

د روسيې د دولتي تاس خبري اژانس له مخې د شنبې په ورځ د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د مسکو د جګړې قوماندې او کنټرول له يوه مرکز څخه ليدنه وکړه.

د دولتي رسنيو د څرګندونو له مخې پوتين چې پوځي جامې یې په تن وې وويل، که کېيف نه غواړي شخړه په سوله ييز ډول حل کړي، روسيه چمتو ده چې خپلې موخې په پوځي توګه لاس ته راوړي.