د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختيځ ته رسېدلی، د امریکايي بمونو جوپه اسرائیل ته رسېدلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو یکشنبه په خپل لومړني سفر کې اسرائیلو ته رسېدلی.‌

تمه کېږي هغه به له اسرائیلي مشرانو سره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د غزې د کنټرول وړاندیز په تړاو بحث وکړي. بله خوا، له دې سفر سره هم‌مهاله د اسرائیلو دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، تېره شپه له امریکا اسرائیلو ته د درنو بمونو جوپه رسېدلې ده.

دغه وزارت ویلي: "د درنو هوايي بمونو یوه بسته چې په وروستیو کې د امریکا حکومت لخوا لېږل شوې وه، اسرائیلو ترلاسه کړه او د شپې مهال هلته ورسېده".

د ټرمپ ادارې په دې وروستیو کې اسرائیلو ته د MK مارک ۸۴ بمونو د رسولو امر وکړ.

د روبيو سفر - چې تمه کېږي وروسته سعودي عربستان او اماراتو ته هم ولاړ شي - د غزې د اوربند د توافق په ترڅ کې د اسرائیلي او فلسطیني بندیانو له شپږمې تبادلې وروسته پیل شو.

تېره ورځ، حماس درې اسرائیلي برمته شوي کسان، ‌چې د امریکا، روسیې او ارجنټاین تابعیتونه یې لرل،‌ خوشي کړل، چې بیا وروسته اسرائیلو له ۳۰۰ ډېر فلسطیني بندیان له خپلو زندانونو خلاص کړل.‌

اېم‌کې مارک ۸۴ څه ډول بمونه دي؟

اېم‌کې مارک ۸۴ یو ډول درانه بمونه دي چې د امریکا د وسله‌والو ځواکونو له خوا کارول کېږي. شاوخوا ۹۰۰ کیلوګرامه وزن لري، اوږدوالی یې ۳،۹۲ مترو ته رسېږي او له اېف، ۱۵، اېف ۱۶ او اېف ۳۵ جنګي الوتکو غورځول کېږي.

د چاودنې پرمهال دغه بمونه لوی تخریب رامنځ ته کوي او پراخ حرارتي اغېز لري چې د زغره‌والو اهدافو او زېرمو له منځه وړلو لپاره ډېر اغېزناک تامېدای شي.

اروپايي مشران د اوکرايین په اړه بېړنۍ غونډه کوي

اروپايي مشران په داسې حال کې د اوکرايين د مسئلې په اړه په يوه بېړنۍ سرمشريزه کې راټولېږي چې له روسيې سره د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خبرو اترو په اړه اندېښنې مخ په زياتېدو دي.

رويټرز خبري اژانس د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر د یوه چارواکي او څلورو اروپايي ډيپلوماتانو له خولې خبر ورکړی چې فرانسه له خپلو متحدينو سره د غير رسمي سرمشريزې د ترسره کولو لپاره په خبرو اترو بوخته ده. دا غونډه ښايي د دوشنبې په ورځ ترسره شي.

د بريتانیا لومړي وزير کېير سټارمر چې تمه کېږي د پاريس په سرمشريزه کې به ګډون وکړی ويلي، دا د اروپا د امنيت لپاره يوه مهمه شېبه ده او ښکاره ده چې دا لویه وچه بايد په ناټو کې پياوړی رول ولوبوي.

د اوکرايين لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي د شنبې په ورځ په ميونيخ کې وويل چې که څه هم امریکا به د اوکرايين او روسيې د خبرو اترو په اړه له اروپايي مشرانو سره مشوره وکړي خو دوی به په مستقیم ډول په دې پروسه کې ښکېل نه وي.

بل پلو په همدې مهال د امریکا د کانګرېس يوه غړي ويلي چې د سپينې ماڼۍ لوړپوړي چارواکي به په راتلونکو ورځو کې په سعودي کې د روسيې او اوکرايين له مرکچيانو سره وګوري.

ټاکل شوې وه چې مارکو روبيو د امریکا د بهرنيو چارو د وزير په توګه منځني ختيځ ته د خپل لومړني سفر په توګه سعودي ته ولاړ شي. د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازی سټیف ویټکاف به هم په دې سفر کې ورسره مل وي.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي کیت کلوګ د دې په غبرګون کې چې دا ښايي به اوکرايين او د اروپايي ټولنې د اندېښنو لامل شي، ويلي، مخکينۍ خبرې د دې له کبله ناکامې شوې چې ډېر اړخونه په کې ښکېل وو.

داسې انګېرل کېږي چې د بريتانیا د لومړي وزير کېیر سټارمر رول به د اوکرايين د سولې خبرو په اړه د امريکا او اروپا د دريځونو متحد کول وي.

د بريتانيا لومړی وزير به د روانې میاشتې په پای کې په سپینه ماڼۍ کې د اروپايي مشرانو د نظرونو په اړه له ډونلډ ټرمپ سره خبرې وکړي.

تمه کېږي چې د اروپايي مشرانو ترمنځ بله غونډه، چې د اوکرایین ولسمشر ولودمير زیلېنسکي به هم په کې ګډون وکړي، د سټارمر د واشنګټن له سفر وروسته ترسره شي.

کېير سټار ويلي، "د دې ډاډ لپاره چې امریکا او اروپا له يو بل سره ودرېږي هڅې به وکړي" او زياته کړې يې ده چې دوی د دې اجازه نه ورکوي چې په يووالي کې درځ راشي او پام له "بهرنيو دوښمنانو" واوړي.

نوموړي ويلي، "لکه څنګه چې موږ د اوکرایین د راتلونکي د خوندي کولو لپاره کار کوو او د روسیې له خوا موږ ته ګواښ متوجه دی، دا روښانه ده چې اروپا باید په ناټو کې لوی رول ولوبوي."

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر راډوسلاو سیکورسکي هم ويلي چې د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون د اروپايي مشرانو د سرمشریزې غوښتنه کړې ده، هغه خبره چې د فرانسې ولسمشر تر اوسه په رسمي ډول نه ده اعلان کړې.