بیروت کې د اسرائیلو له وړاندې خبرداري پرته بمبار کې ۲۲ تنه وژل شوي

د لبنان روغتیا وزارت ویلي،‌ د دغه هېواد د پلازمېنې بیروت په زړه کې پنجشنبه ماښام د اسرائيلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي او ۱۱۷ نور ټپیان دي.

د بي‌بي‌سي خبریالان وايي،‌ په دغو بریدونو کې 'باشوره' سیمه چې بیروت کې د شیعه‌ګانو یوه کوچنۍ ناحیه ده، په نښه شوې او دا چې دوی له دې سیمې د درنو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

امبولانسونو ګڼ شمېر ټپيان بیروت کې د امریکايي‌ پوهنتون روغتون ته لېږدولي‌.‌

ناتایید شوي رپوټونه وايي،‌ په دغو بریدونو کې ظاهرآ‌ 'وفیق صفا' په نښه شوی چې د حزب‌الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله اوښی او د دې ډلې یو جګپوړی امنیتي چارواکی دی.‌

د حزب‌الله اړوند رسنیز دفتر لا په دې تړاو څه نه دي‌ ویلي.‌

بیروت کې دا بریدونه داسې مهال شوې،‌ چې تېرې دوه ورځنې نسبتآ ارامه وې.‌

تر دغو بریدونو وړاندې خبرداری نه و ورکړل شوی. د اسرائیل دفاعي‌ ځواکونو 'ای‌ډي‌اېف' هم تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.‌

دا دوه اوونۍ وړاندې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ د کړکېچ له ډېرېدو را وروسته درېیم ځل شو، چې اسرائیلي ځواکونه د بیروت سویل کې له ضاحیه سیمې بهر بله سیمه په نښه کوي.‌

ضاحیه لبنان کې د حزب‌الله تر ټولو پیاوړی سنګر بلل کېږي او مشر یې حسن نصر‌الله هم په همدې سیمه کې د اسرائیل په هوايي‌ برید کې وژل شوی و.‌

رپوټونه وايي، اسرائيلي‌ ځواکونو د باشوره په دوو ګڼ مېشتو ناحیو "نویره" او "بسطه" کې استوګنیزې ودانۍ هدف ګرځولې.

‌بیروت کې له دغو تازه بریدونه لږ مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د لبنان سویل کې یې دوه اندونیزیایي سوله‌ساتي‌ د اسرائيلي ځواکونو لخوا د دوی پر یوه څارڅلي د ټانک په ډز کې ټپي شوي دي.‌

ملګري‌ ملتونه زیاتوي چې اسرائيلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بیا بیا د دغه سازمان اړوند ځایونه هدف ګرځولي.

یونيفېل یا لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله‌ساتی ماموریت له ۱۹۷۸کال راهیسې د دغه هېواد سویل کې پر خصومتونو د نظر ساتلو او همدا راز ملکي خلکو ته د بشري مرستو د رسېدو ډاډمنولو لپاره فعالیت لري.‌

د دواړو ټپي ‌شویو اندونیزیایي‌ سوله‌ساتو روغتیايي‌ وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی، خو ویل کېږي لا په روغتون کې بستر دي.‌

د اسرائيل پوځ ویلي،‌ سرتېرو یې د دغو سوله ساتو د مورچې له څنګه د ټانګ له ډزو مخکې هلته حاضر پرسونل ته ویلي وو چې "په خوندي ځای" کې پاتې شي.

د یونيفېل یوه ویاند پنجشنبه بي‌بي‌سي ته ویلي، چې د دوی ځواکونه په سیمه کې د اسرائيل د پوځ فعالیت ته په جدي ډول اندېښمن دي.

په یوه بل خبر کې اسرائيلي ځواکونو ویلي، چې حزب‌الله نن (پنجشبنه) له لبنانه ۱۹۰ توغندي پر اسرائيل توغولي دي.