ټرمپ وايي د پانوراما ایډیټ له کبله به د بي‌بي‌سي خلاف قانوني ګام واخلي

بی بي سي او ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images/BBC

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، په پام کې لري د (پانوراما) خپرونې لخوا د هغه د وینا د ایډیټ څرنګوالي له کبله د بي‌بي‌سي پر وړاندې قانوني ګام واخلي.

دا تر هغې وروسته ده چې بي‌بي‌سي له دې کبله بخښنه وغوښته خو د تاوان له ورکولو یې انکار وکړ.

ټرمپ د جمعې ماښام د ولسمشرۍ په ایر فورس ون الوتکه کې خبریالانو سره خبرو کې وویل: "موږ به احتمالآ راتلونکې اوونۍ کې څه وخت د دوی پر وړاندې د ۱ میلیارد او ۵ میلیارد ډالرو ترمنځ دعوی اقامه کړو."

بي‌بي‌سي د پنجشنبې پر ورځ وویل د ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د ۶مې د وینا ایډیټ په غیر ارادي ډول "دا ناسم تاثر ورکړی چې ګوندې ولسمشر ټرمپ د تاوتریخجن عمل مستقیمه غوښتنه کړې وه." بي‌بي‌سي زیاته کړې وه چې دا به بیا نه خپریږي.

بي‌بي‌سي که څه هم له ولسمشر ټرمپ بخښنه وغوښته خو ویې ویل چې مالي تاوان نه ورکوي.

بي‌بي‌سي دا بیان تر هغې وروسته خپور کړ چې د ټرمپ وکیلانو ګواښ وکړ چې که دغه شرکت خپله تېروتنه ونه مني، بخښنه ونه غواړي او هغه ته خساره ورنه کړي، نو د یو میلیارد ډالرو تاوان غوښتنه به وکړي.

ټرمپ خبریالانو ته د قانوني اقدام د پلان په تړاو وویل: "فکر کوم باید دا کار وکړم." هغه زیاته کړه "دوی دوکه وکړه. زما له خولې راوتلي ټکي یې بدل کړل. "

نوموړي وویل، د بریتانیا لومړي وزیر سر کیېر سټارمر سره یې دا موضوع نه ده راپورته کړې، خو دا چې ښاغلي سټارمر له ده سره د خبرو غوښتنه کړې وه.

ټرمپ وویل، د اونۍ پای کې به سټارمر ته زنګ ووهي.

د عامه محکمې د ثبت شویو اسنادو لټون تایید کړ، چې د جمعې تر ماښامه په فدرالي او یا د فلوریډا په ایالتي محکمه کې داسې څه دعوی نه ده ثبت شوې.

ټرمپ د شنبې پر ورځ یوه جلا خپره شوې مرکه کې چې په ایرفورس ون الوتکه کې د نوموړي له څرګندونو مخکې ثبت شوې، وویل، دی "مکلفیت" لري چې پر بي‌بي‌سي دعوی وکړي. هغه زیاته کړه: "که دا کار ونه کړئ، نو له نورو خلکو سره یې د تکرارېدو مخه نه نیسئ."

هغه دا ایډیټ "ناوړه" او د پخوانۍ مرستیالې ولسمشرې کمالا هرېس له مورده هم "بدتر" وباله.

د نوموړي اشاره د ۲۰۲۴ کال ټاکنو پر مهال له اغلې هرېس سره په ۶۰ دقیقو پروګرام کې د مرکې پر سر له سي‌بي‌اېس امریکایي رسنۍ سره د ده شخړې ته وه.‌

د متحدو ایالتونو لپاراماونټ ګلوبل رسنیز شرکت د روان کال جولای کې ومنله، چې د دې مرکې پر سر د قانوني شخړې حل لپاره ۱۶ میلیون ډالر ورکړي.

ټرمپ

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، ټرمپ ویلي تر اوسه د بریتانیا لومړي وزیر د پانوراما د ایډیټ د څرنګوالي پر موضوع نه دی غږېدلی

د ټرمپ د وینا د ایډیټ څرنګوالي پر سر لانجه د دې لامل شوه چې د بي‌بي‌سي عمومي رییس تېم ډیوي او د خبرونو مشره دېبورا تورنېس استعفاء وکړي.

بي‌بي‌سي پنجشنبه ماښام د اصلاحاتو او وضاحتونو برخه کې ولیکل چې د ټرمپ د وینا د ایډیټ پر څرنګوالي له نیوکو وروسته د پانوراما پر پروګرام بیاکتنه شوې.

"موږ دا منو چې زموږ ایډیټ په غیر ارادي ډول دا تاثر رامنځته کړ چې موږ په وینا کې له بېلابېلو ټکو د اقتباساتو پر ځای د وینا یوه دوامداره برخه ښیو، او دې دا ناسم تصور ورکړی چې ګوندې ولسمشر ټرمپ په مستقیم ډول د تاوتریخجن عمل غوښتنه کړې وه."

بي‌بي‌سي روانه اوونۍ وویل، وکیلانو یې د ټرمپ قانوني ټیم ته لیک استولی دی.

د بي‌بي‌سي یوې ویاندې زیاته کړې چې د بي‌بي‌سي سرپرست سمیر شاه هم په جلا ډول سپینې ماڼۍ ته یو شخصي لیک استولی او ولسمشر ترمپ ته یې واضح کړې چې دی او بي‌بي‌سي د نوموړي د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د ۶مې وینا د ایډیټ پر څرنګوالي خواشیني دي.

هغې ویلي: "بي‌بي‌سي که څه هم په رښتیني توګه د ویډیويي کلیپ د ایډیټولو پر طریقې پښېمانه ده، خو موږ له دې سره په کلکه مخالف یو چې د افترا دعوی لپاره دې بنسټ موجود وي.‌"

بي‌بي‌سي
د عکس تشریح، د بي‌بي‌سي عمومي رییس تېم ډیوې تېره اوونۍ د پانوراما د اېډیټ پر سر د لانجې له کبله استعفا وکړه

بي‌بي‌سي د ټرمپ قانوني ټیم ته استولي لیک کې د دې پنځه مهم دلیلونه وړاندې کړي چې ولې یې فکر نه کاوه چې د ځواب ویلو مکلفیت لري.

لومړی، بي‌بي‌سي حق نه درلود چې د پانوراما خپرونې دا برخه پر خپلو امریکایي چینلونو خپور کړي، او نه یې هم خپور کړی دی.

کله چې دغه مستند د بي‌بي‌سي پر آی پلیېر(خپرنیز اپ) د لاسرسي وړ شو، یوازې بریتانیا کې تر لیدونکو پورې محدود و.

دویم، دا چې دغه مستند فلم ټرمپ ته څه زیان نه دی رسولی، ځکه هغه یې له خپرېدو لږ وروسته بیا ولسمشر وټاکل شو.

درېیم، وویل شوي چې دا کلېپ بې‌لارې کولو لپاره نه و طراحي شوی، بلکې یوازې د یوې اوږدې وینا لنډولو لپاره شوی، او دا چې ایډیټ یې د بدنیتۍ له مخې نه و شوی.

څلورم، ټاکلې نه وه چې دا کلېپ دې په یوازې او جلا توګه پام کې ونیول شي. بلکې دا د یو ساعت اوږد پروګرام دننه، چې د ټرمپ په ملاتړ هم ډیرې غږونه پکې وو، ۱۲ ثانیې وې.

په پای کې، په متحدو ایالتونو کې د افترا قوانینو له مخې، د عامه اندېښنې او سیاسي ویناوو د موضوع په تړاو نظر په کلکه خوندي دی.

د بي‌بي‌سي بخښنه تر هغې څو ساعته وروسته راغله، چې ټېلېګراف ورځپاڼې لخوا دویم ورته ایډیټ شوی کلیپ، چې ۲۰۲۲ کال د بي بي سي په نیوز نایټ خپرونه کې خپور شوی و، افشا شو.