ولې د بيبيسي دوو مشرانو پر یوه وخت استعفاوې وکړې او د ټرمپ مستند کې د اېډېت موضوع څه وه؟

د عکس سرچینه، Reuters
پر بيبيسي له هغه وروسته فشارونه خورا ډېر شول چې معلومه شوه د پنورما په نامه یوه پروګرام کې یې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وینا داسې اېډېټ شوې وه چې لیدونکو ترې ناسم مفهوم اخیسته.
د بيبيسي عمومي مشر ټېم ډېوي او د خبر برخې مسوولې مدیرې دېبرا ټرنېس له خپلو دندو استعفا کړې ده.
پر بيبيسي د پنورما پروګرام په یوه مستند کې د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وینا داسې اېډېټ کولو تورونو له کبله فشار زیات شوی و، چې ګواکې ده خلک هڅول چې د امریکا په واشنګټن ډيسي کې پر کانګرس ودانۍ برید وکړي.
د بيبيسي همکارانو ته په یوه برېښنالیک کې ښاغلي ډېوي او اغلې ټرنېس ومنله، چې تېروتنې شوې وې.
ټېم ډېوي او دېبرا ټرنېس څوک دي؟
ټېم ډېوي د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر کې د بيبيسي د عمومي مشر په توګه ګومارل شوی و. دی د بيبيسي ادارې د بېلابېلو څانګو، خپرونو، عملیاتو او تخلیقي چارو مسوولیت پر غاړه لري.
نوموړی بيبيسي کې نوې څېره نه وه، بلکې د عمومي مشر په توګه له ګومارل کېدو مخکې یې اووه کاله د بيبيسي سټوډیوګانو چارو اجرائیوي مشر په توګه دنده درلوده. له بيبيسي سره له دندې مخکې ښاغلي ډېوي د پروکټر انډ ګمبل او پيپسيکو شرکتونو لپاره کار کړې و.
دېبرا ټرنېس له ۲۰۲۲ کال راهیسې په بيبيسي کې د خبري څانګې د اجرائیوي مشرې دنده درلوده او د بيبيسي خبري پوښښ د څار مسوولیت یې درلود. شاوخوا شپږو زرو کسانو یې تر لاس لاندې کار کاوه چې له ۴۰ په ډېرو ژبو د نړۍ نژدې نیم میلیارد خلکو ته خبري خدمتونه وړاندې کوي.
دې مخکې له ایټياېن سره د اجرائیوي مشرې په توګه کار کړی او له ۲۰۱۳ کال وروسته یې له اېنبيسي ادارې سره د مشرې په توګه دنده درلوده.
ټیم ډېوي د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر کې د بي بي سي عمومي مشر په توګه په دنده ګومارل شوی و. دی د بي بي سي ادارې خدمتونو څارنې چارو مسوول او اداري، عملیاتو او تخلیقي چارو مسوولیت پر غاړه لري.
نوموړی د بي بي سي لپاره نوې څېره نه وه، بلکې د عمومي مشر په توګه له ګومارل کېدو مخکې یې اووه کاله د بي بي سي سټوډیوګانو چارو اجرائیوي مشر په توګه دنده درلوده. له بي بي سي سره له دندې مخکې ښاغلي ډېوي د پروکټر اینډ ګمبل او پيپسي کو شرکتونو لپاره کار کاوه.
ولې دوی استعفاوې وکړې؟
دوی له هغه وروسته له دندو لاس پر سر شول، چې د پنوراما پروګرام د یوه مستند فلم په هکله ناندرۍ ډېرې شوې. د فلم سرلیک و ټرمپ: ''دویم فرصت؟''
دغه فلم د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو یوه اونۍ مخکې خپور شو.
اغلې ټرنېس په یوه بیان کې ویلي: '' د ولسمشر ټرمپ په هکله د پنوراما ناندرۍ داسې یوه پړاو ته رسېدلې، چې بيبيسي ته زیان رسوي. داسې یوې ادارې ته چې زه ورسره مینه لرم.''
نوموړې زیاتوي: ''د بيبيسي خبري او تازه حالاتو برخې د اجرائیوي مشرې په حیث زه مسوولیت منم او پرېکړه مې وکړه، چې تېره شپه عمومي مشر ته استعفا وړاندې کړم."
دا زیاتوي: ''په داسې حال کې چې تېروتنې شوې، زه غواړم په پرېکنده توګه ووایم، چې هغه وروستي تورونه چې ګواکې بيبيسي د یوې ادارې په توګه بې پرې نه ده، ناسم دي.''
ښاغلي ډېوي که څه هم د پنوراما مستند یادونه نه ده کړې، خو په خپل بیان کې وايي: ''په داسې حال کې چې یوازینی لامل یې نه دی، خو د بيبيسي نیوز په هکله ورستی بحث په څرګنده توګه زما د پرېکړې یو لامل دی. په ټوله کې بيبيسي ښه کار کوي، خو ځینې تېروتنې شوې او د عمومي مشر په توګه یې بالاخره باید زه مسوولیت ومنم.''
د ټرمپ مستند په هکله تورونه څه وو؟
تېره اونۍ بریتانیا مېشتې ټېلېګراف ورځپاڼې یو ځانګړی رپوټ خپور کړ، چې په وینا یې د بيبيسي د یوه افشا شوي داخلي یادښت پر بنسټ یې لیکلی دی.
دغه یادښت د مایکل پرېسکاټ له لوري ټېلېګراف ته ورکړل شوی وو. ښاغلی پرېسکاټ د بيبيسي د محتوا مدیریت معیارونو کمېټې بهرنی سلاکار و او د ۲۰۲۵ کال په جون کې یې دنده پرېښوده.
په یادښت کې راغلي چې د پنوراما یو ساعته مستند فلم کې د ډونلډ ټرمپ د خبرو ځینې برخې داسې اېډېټ او یو ځای شوې وې، چې ښوودل یې ښاغلی ټرمپ د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې برالا خلک د امریکا پر کانګرس ودانۍ یرغل ته هڅول.
ښاغلي ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه واشنګټن کې وویل: ''موږ به د کېپټل پر لور لاړ شو او موږ به خپلو زړورو سناتورانو، د کانګرېس نارینه او ښځینه غړو ته مبارکي ورکړو."
خو د پنوراما په اېډېټ شوې بڼه کې نوموړی ښکاري چې وايي: ''موږ به د کېپټل پر لور لاړ شو... او زه به هلته له تاسې سره یم. او جنګېږو به. تر وروستۍ سلګۍ به جنګېږو.''
د اېډېټ شویو خبرو د دوو برخو ترمنځ ۵۰ دقیقې واټن موجود و.
د ''تر وروستۍ سلګۍ جنګ'' جمله د مستند له هغې برخې اخیستل شوې، چې ښاغلی ټرمپ د امریکا ټاکنو کې د ''درغلیو'' څرنګوالي په هکله غږېږي.
نوموړي په ټوله کې ۲۰ ځله د (فائټ) یا (فائټېنګ) اصطلاح کارولې، چې د جنګ/جګړې یا مبارزې په معنی ده.
د ټېلېګراف ورځپاڼې د رپوټ له مخې، په افشا شوي یادښت کې ویل شوي چې د پنوراما له دې تحریفه به له مخاطبینو سره پوښتنه پیدا شي چې "ولې باید پر بيبيسي باور وشي، او ریښه به یې چېرې رسېږي؟"
په یاد یادښت کې راغلي کله چې دا موضوع له مدیرانو سره شریکه شوه نو هغوی رد کړه چې ګواکې "له معیارونو سرغړونه" شوې ده.
په همدې وروستیو اوونیو کې بيبيسي د څو بېلابېلو مسئلو له امله تر نیوکو لاندې راغله.
د ټېلېګراف د راپور له مخې، ښاغلي پرېسکاټ دا اندېښنه هم څرګنده کړې وه چې د بيبيسي عربي څانګې د غزې جګړې د پوښښ پر مهال د اسرائیلو ضد تمایل د ''سیسټماټیکې ستونزې'' د حل لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی.
راپور کې دغه راز ویل شوي چې ښاغلي پرېسکاټ د نرـښځو یا هغو کسانو سره چې جنسیت بدلوي د تړلیو مسایلو په اړه د بيبيسي خبري پوښښ پر څرنګوالي هم اندېښنې څرګندې کړې دي.
او د پنجشنبې پر ورځ بيبيسي د بې پرېتوب اړوند نژدې ۲۰ شکایتونه ومنل. دا د خپرونو وړاندې کوونکې مارټین کراکسل په اړه و. هغې د سږکال په لومړیو کې د یوه خبر په متن کې چې دې په ژوندۍ بڼه لوست بدلون راوست. متن کې د "حامله کسانو" یادونه شوې وه چې مارټين حامله ښځو ته واړاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
ولې ډېوي اوس استعفا وکړه؟
ټېم ډېوي د بيبيسي د مشر په توګه په خپلو پنځو کلونو کې له ډېرو رسوایو او کړکېچونو تېر شوی. د ګري لېنېکر لانجه، د ګلسټنبري په جشن کې د باب وېلن اجرا، د ''غزه: د جګړې له زونه څنګه ژوندی وتل'' مستند فلم، او د یو شمېر نامتو وړاندې کوونکو سرغړونې په کې شاملې وې.
ځینې رسنیو هغه ته د "تېفلان ټېم" لقب ورکاوه ځکه چې په وینا یې له هرې ستونزې سره یې مقابله کوله.
هغه هڅه کوله له دې وروستۍ لانجې سره هم مقابله وکړي. خو دې موضوع زور واخیست.
دا پېښه بيبيسي لپاره په حساسو حالاتو کې راځي، ځکه چې حکومت د دې ادارې شاهي منشور (Royal Charter) له سره ارزوي. دا هغه سند دی چې بيبيسي ته د شتون قانوني حق ورکوي. د اوسني منشور موده په ۲۰۲۷ کال کې پای ته رسېږي.
ښاغلي ډېوي په خپل بیان کې ویلي: ''تاسې به پوښتنه کوئ چې ولې اوس؟ ولې دا شېبه؟''
نوموړی وايي، چې دی په بشپړ ډول د بيبيسي کس دی، له دې ادارې سره ژوره مینه لري او بریا یې غواړي.
نوموړی زیاتوي: ''همدا لامل دی، چې غواړم نوي عمومي مشر لپاره تر ټولو مناسب شرایط او فضا رامنځته کړم، چې د بيبيسي د راتلونکي شاهي منشور په جوړولو کې مثبت رول ولري. هیله لرم چې له دې وروسته یو معقول، ارام او منطقي عام بحث رامنځته شي، چې د بيبيسي راتلونکی په سمه توګه ترسیم شي.''
ده زیاته کړه: ''دا فرصت برابروي چې نوی عمومي مشر د نوي منشور په جوړېدو کې مرسته وکړي. زه باور لرم چې موږ په پیاوړي وضعیت کې یو چې پرمختګونه رامنځته کړو.''
نوی عمومي مشر به څنګه ټاکل کېږي؟
د بيبيسي عمومي مشر د بيبيسي د بورډ لخوا ټاکل کېږي. بورډ مسوولیت لري چې ډاډ ترلاسه کړي بيبيسي خپله موخه او عامه دنده په سمه توګه ترسره کوي.
د بيبيسي بورډ مشري سمیر شاه کوي، او دا بورډ له ۱۰ غیراجرائيوي غړو او څلورو اجرائیوي غړو (چې عمومي مشر هم پکې شامل دی) جوړ شوی دی.
کله چې ټېم ډېوي په ۲۰۲۰ کال کې وټاکل شو، د ټاکنې بهیر یې د بيبيسي د نوماندۍ کمېټې لخوا پرمخ وړل شوی و.
د عمومي مشر ټاکنه د بيبيسي د شاهي منشور له مخې کېږي.
د ډېوي ځایناستی به د بيبيسي د ۱۰۳ کلن تاریخ په اوږدو کې ۱۸م عمومي مشر وي.
د هغو کسانو په لست کې چې دې دندې لپاره د امکان وړ نوماندان بلل شوي، یوه شارلټ مور ده. دا په بيبيسي کې د محتوا پخوانۍ عمومي افسره چې ده له خبرونو پرته د ټولو خپرونو مسؤوله وه. دې د The Traitors، The Wheel، او Happy Valley په څېر مشهورو خپرونو څارنه کړې.
بل کس جې هنټ دی، چې د برېتانوي ټلویزیون له تر ټولو زیاتو تجربه لرونکو اجرائیوي چارواکو بلل کېږي.
جېمز هارډېنګ چې د بيبيسي د خبرونو پخوانی مشر و او له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۸ کال پورې پر دې دنده پاتې شوی دی.








