د بيبيسي د لویو مدیرانو استعفاوې: دغه بنسټ څنګه اداره کېږي؟

د عکس سرچینه، EPA
بيبيسي ته وروستی جنجال، د "پنوراما" په یوه مستند کې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرو د ایډیټ له امله پیدا شوی دی چې د دغې شبکې د عمومي مشر ټیم ډېوي او د خبر څانګې د اجرائیوي مشرې دېبرا ټرنېس د استعفاوو لامل شوی او بيبيسي یې د نړیوالو خبرونو سرټکی کړ.
خو بيبيسي څنګه اداره کېږي؟

بيبيسي څه ډول اداري جوړښت لري؟
د دغه جوړښت په سر کې یو مشرتابه پلاوی یا بورډ دی.
دا مدیره پلاوی د چارو د ټولیز مدیریت او لویو موخو ته د رسېدو مسؤلیت لري.
دا پلاوی، چې ۱۲ اجرائیوي او نور غړي لري، د بيبيسي د خپلواکۍ او له هغې د دفاع دنده لري چې عامو ګټو ته په کتو پرېکړې کوي.
دغه مدېره پلاوی د بيبيسي د ټولو فعالیتونو مسؤلیت لري، د هغو عمومي چوپړونو په ګډون چې پر سیمه ییزې بودیجې تمویلېږي. د دغه پلاوي غړي په بریتانیا او نړۍ کې سوداګریزو فعالیتونو ته ځواب ویونکي دي.
اوس مهال د دغه مدیره پلاوي مشر سمیر شاه دې.
د پلاوي مشر او هغه غړي چې اجرائیه واک نه لري د بریتانیا (انګلنډ، سکاتلنډ، ویلز او شمالي ایرلنډ) له خلکو جوړ وي، چې د پاچا لخوا د وزیرانو د وړاندېز پر بنسټ ټاکل کېږي. د دغه مدیره پلاوي نور غړي (د انتصاباتي او حکمراني کمېټې) له خوا غوره کېږي.

د بيبيسي عمومي مشر
له مشرتابه بورډ یا مدیره پلاوي وروسته د بيبيسي عمومي مشر دی. ټیم ډېوي، چې روانه اونۍ یې استعفاء وکړه، د بيبيسي ۱۷م عمومي مشر و، چې له۲۰۲۰م کال راهیسې له ۲۲،۵۰۰ ډېرو کسانو د نوموړي تر مدیریت لاندې کار کاوه.
په بيبيسي کې د ټېم ډیوي کلنۍ تنخوا ۶۹۰,۰۰۰ امریکايي ډالره وه.
د بيبيسي عمومي مشر د دې ادارې د مشرۍ اصلي مسؤلیت لري. د هغه تر لاس لاندې د ۱۴ خبرې او غیر خبرې برخو مدیران کار کوي. د دې ترڅنګ د بيبيسي عمومي مشر د هغې اجرائیوي کمېټې مشري کوي، چې ۱۱ غړي لري. دغه اجرائیوي کمېټه د هغه لارښود پر بنسټ کار کوي، چې د بيبيسي مدیره پلاوي تصویب کړی دی. همدارنګه د بيبيسي د ټولو اجرائیوي څانګو مسؤلیت یې هم عمومي مشر ته ور په غاړه دی.
د بيبيسي عمومي مشر د مدیره پلاوي له لوري ټاکل کېږي. دغه پلاوی د بيبیسي د منشور له مخې دغې دندې ته نوماندان غوره کوي او بیا یې یو ټاکې.
د بيبيسي منشور رسمي سند دی، چې د بریتاینا دولت لخوا صادرېږي. په دغه منشور کې ماموریت، د هغه جوړښت، دندې او د بيبيسي د خپلواکه پاته کېدو اصول بیان شوي دي.
د اوسني منشور عملي کېدل له ۲۰۱۷م کال د جنورۍ له لومړنۍ ورځې پیل شوی او د ۲۰۲۷م کال ډیسمبر تر ۳۱مې پورې به دوام وکړي.
د خبري څانګې مشر
د بيبيسي د اجرائیوي مشر له مهمو مسؤلیتونو یو دا دی چې خبري څانګه وڅاري. د دغې څانګې مشره، چې روانه اونۍ یې استعفاء وکړ، دېبرا ټرنېس نومېده. د هغې تر لاس لاندې کابو شپږ زرو کسانو، چې په ۴۰ ژبو په نړیواله کچه د نژدې نیم میلیارډ لیدونکو لپاره خپرونې او خبرونو چمتو کوي، کار کاوه.
د خبرې څانګې مشر د ۹ خبري او نورو څانګو مسؤلیت لري. د دغو مسؤلیتونو له ډلې یو هم د بيبيسي د "پنوراما" په نوم خپرونې چمتو کول دي، چې "ټرمپ او دویم چانس؟" په نوم جنجالي مستند یې خپور کړی و.

د بيبيسي نړیواله څانګه
د "بيبيسي نړیواله څانګه"د خبري څانګې له خوا مدیریت کېږي، چې راډیويي، ټلوېزیوني او انلاین خپرونې په انګریزۍ ژبه نړیوالو ته وړاندې کوي. د دغې څانګې نورې برخې محتوا ته په پام سره په شپږو جغرافیوي سیمو ویشل شوې دي، چې په ۴۰ ژبو خپرونې کوي.
دا شپږ جغرافیوي موقعیتونه له منځنۍ اسیا او شمالي افریقا، سویلي اسیا، اقیانوس، افریقا، اروپا او امریکا څخه عبارت دي، چې هر یو یې د یوه سیمه ییز مشر لخوا اداره کېږي.
په هرې سیمې کې څو هېوادونه او ژبې شاملې دي.
د بيبيسي د افغانستان او پاکستان څانګو خپرونې د سویلي اسیا برخې پورې اړوند دي او د ایران لپاره د بيبيسي خپرونې بیا په منځنۍ اسیا پورې مربوطېږي.
دا چې د بيبيسي اوسنی منشور به تر راتلوونکو دوو کلونو پورې بیا له سره کتل کېږي او اوس چې د دغه ادارې دوو لویو مشرانو یو ځای استعفاوې ورکړې، نو د منشور په دغه بیا کتنه کې به د مدیریت جوړښت، د هغه ځواب ویل او د دغه بنسټ په رهبرۍ کې د روڼتیا اړوند مسایل کېدلی شي د بحثونو اصلي ټکي وي.










