امریکایي ولسمشر ټرمپ د بيبيسي خلاف د قانوني اقدام ګواښ کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینو امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بيبيسي په وړاندې د یو میلیارد ډالرو د دعوې ګواښ کړی دی.
بلخوا خپله د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بيبيسي د دوو مشرانو تر استعفا وروسته د خواله رسنۍ یوه پیغام کې ولیکل، د بيبيسي دا چارواکي يا خو خپله روان دي او يا هم له دندو لېرې کېږي، "ځکه هغوی زما د جنورۍ د شپږمې ډېره ښه کامله وینا 'جعل' کړې وه."
نوموړي زیاته کړې، "دوی ډېر جعلکار دي چې هڅه یې وکړه د ولسمشرۍ ټاکنو تله خپل لور ته درنه کړي. دا ډېموکراسي لپاره څومره بده پېښه ده".
ښاغلي ترمپ له ټېلېګراف ورځپاڼې له دې کبله مننه کړې چې د ده په وینا دغه خبریالان یې افشا کړل.
بيبيسي په یوه خپاره شوي مستند کې د امریکایي ولسمشر د خبرو د ایډیټ د څرنګوالي په تړاو "قضاوت کې د تېروتنې" له کبله بخښنه وغوښته

د عکس سرچینه، Getty Images
د بيبيسي د مدیره پلاوي مشر سمیر شاه پر دې شبکه یوه خپاره شوي مستند کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خبرو د ایډیټ د څرنګوالي په تړاو "قضاوت کې د تېروتنې" له کبله بخښنه وغوښته.
د بيبيسي عمومي رییس تېم ډیوي او د خبرونو څانګې مشرې دېبورا ترېنس د یکشنبې ماښام وروسته تر هغې استعفا اعلان کړه، چې د ټرمپ په اړه د پانوراما پر مستند فلم د نیوکو یادداښت رسنیز شو.
ټېلېګراف ورځپاڼې تېره ورځ د بيبيسي داسې يادښت افشا کړ چې په کې ویل شوي وو د پانوراما مستند د امریکايي ولسمشر د وينا دوې جلا برخې سره يو ځای شوې دي.
د "ټرمپ: دویم چانس؟" په نوم د پانوراما مستند فلم امریکا کې له تېرو ولسمشریزو ټاکنو یوه اونۍ مخکې خپور شوی و.
اوس بيبيسي نیوز ته معلومه شوې چې ډونلډ ټرمپ بيبيسي ته په یوه استولي لیک کې د قضايي اقدام ګواښ کړی دی.
بيبيسي منلې چې د ښاغلي ټرمپ لیک یې ترلاسه کړی او ځواب به ورکړي.
د بيبيسي د مدیره پلاوي مشر سمیر شاه ویلي، دی دا موضوع ارزوي چې ایا شخصآ له ولسمشر ټرمپ بخښنه وغواړي که څنګه.
دېبورا ترنېس د بيبيسي خبر څانګې له مشرۍ تر استعفا وروسته ټینګار کړی چې دا شبکه له سازماني نظره جانبدارانه عمل نه کوي.
هغې وویل ځکه استعفا کوي چې د دې کار مسؤلیت یې پر غاړه درلود.
بيبيسي د پانوراما مستند کې د ډونلډ ټرمپ د خبرو د ایډیټ څرنګوالي له امله له نیوکو سره مخامخ شوې.
منتقدان وايي په دې مستند فلم د ټرمپ خبرې داسې ایډیټ شوې، چې تصور کېږي نوموړی خلک د امریکا د کانګرس پر ودانۍ برید ته هڅوي.
د ټرمپ د مستند فلم اېډېټ له کبله د بيبيسي عمومي مشر او د خبري څانګې مسئولې استعفا وکړه

د بي بي سي عمومي مشر ټېم ډېوي او د خبرونو د څانګې مسئولې ډېبورا ټرنېس له خپلې دندې وروسته له هغه استعفا کړې چې د پاناراما مستند کې د ډونلډ ټرمپ د وينا اېډېټ کېدو له امله پرې د لېدونکو د تېر ايستل کېدو یا ناسم مفهوم اخيستو له کبله نيوکې زياتې شوې وې.
ټېم ډېوي چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې یې دا دنده پر مخ بېوله د دې ادارې اړوند د يو لړ لانجونو او د پرېتوب تورونو له کبله تر فشار لاندې و.
د بریتانيا ټېلېګراف ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د بي بي سي داسې يادښت افشا کړ چې په کې ویل شوي وو د پاناراما مستند د امریکايي ولسمشر د وينا دوې بېلابېلې برخې سره يو ځای کړې چې داسې ښکاري لکه ټرمپ چې په څرګند ډول د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه د کپيټول هېل د تاوتریخوالي ملاتړ کړی او خپل پلويان د کانګرېس پر ودانۍ بريد کولو ته هڅوي.
په يادښت کې راغلي چې بي بي سي د اسرائیلو حماس جګړې، د ټرانسجډر مسئلو او د ټرمپ د وينا په پوښښ کې د بي بي سي له اصولو سرغړونه کړې ده.
د بریتانيا سياسي مشرانو هيله څرګنده کړې چې دا استعفاوې به د بدلون لامل وګرځي. د امریکا ولسمشر هم د دغو استعفاو هرکلی کړی دی.
دا د بي بي سي په تاريخ کې يو بې ساری ګام بلل کېږي، تر دې وړاندې هېڅکله هم د بي بي سي عمومي مشر او د خبرونو د څانګې مسئول په يوه ورځ استعفاوې نه وې کړې.
ټېم ډېوې د يکشنبې په ماښام د خپلې استعفا د اعلان پر مهال وويل، "د ټولو عامه ادارو په څېر بي بي سي هم له نیمګرتیا خالي نه ده، موږ تل بايد روڼتيا او حساب ورکولو ته تيار وو"
نوموړی وايي،"که څه هم دا يوازينی دلیل نه دی خو د بي بي سي په اړه روان بحث په طبيعي توګه زما د پرېکړې يوه برخه جوړوي."
"په عمومي توګه بي بي سي ښه کار کوي خو ځينې تېروتنې شوې او د عمومي مشر په توګه زه بايد وروستی مسوليت پر غاړه واخلم."
اغلې ټرنېس هم د يکشنبې ماښام په خپل بيان کې وويل، د پاناراما لانجه "هغه پړاو ته رسېدلې چې اوس د بي بي سي حيثيت ته زيان رسوي" او زياته کړې یې ده "مسووليت زما پر اوږو دی."

د عکس سرچینه، Jeff Overs / BBC
نوموړې، ويلي، "په عامه ژوند کې مشران بايد پوره حساب ورکوونکي وي، له همدې کبله زه له خپلې دندې ګوښه کېږم، که څه هم تېروتنې شوې دي خو زه غواړم په بشپړه توګه روښانه کړم، وروستي تورونه چې ګواکې بي بي سي خبري څانګه په بنسټيز ډول بې پرې نه ده، ناسم دي"
ټرنېس له تېرو دريو کلونو راهیسې د خبري څانګې اجرائیوي مشره ده.
هغه داخلي يادښت چې ټېلېګراف ورځپاڼې خپور کړې همدارانګه دا اندېښنه راپورته کړې چې بي بي سي عربي څانګې د اسرائیلو او غزې د جګړې په اړه د بې پرېتوب په برخه کې د "سيستماتیکو ستونزو" د حل لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی.
د ټرمپ وينا چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه یې په واشنګټن ډي سي کې کړې وه ويل شوي وو، "موږ به کپيټول ته ولاړ شو، هلته به موږ خپل زړور سناتوران او استازي وهڅوو" خو د پاناراما په اېډېټ شوي بڼه کې داسې راغلي وو: "موږ به کپيټول ته ولاړ شو... زه به له تاسو سره یم او موږ به وجنګېږو. موږ به سخت وجنګېږو".
د خبرو هغه دوې برخې چې سره نښلول شوې وې، په اصل کې له يوه او بل څخه ۵۰ دقيقې لرې وې.
د بي بي سي د داخلي يادښت خپرېدو د دې ادارې اړوند پراخې نيوکې راپارولې دي.
ټرمپ د يکشنبې په ورځ د بي بي سي د دوو مشرانو د استعفا په اړه وويل، د بي بي سي لوړپوړي چارواکي يا خو خپله روان دي او يا هم له دندو لرې کېږي، "ځکه هغوی زما د جنورۍ د شپږمې ډېره (ښه) وینا 'جعل' کړې وه."
نوموړي ليکلي، "دوی ډېر جعلکار دي چې هڅه یې وکړه د ولسمشرۍ د ټاکنو تله خپل لور ته درنه کړي. دا د ډېموکراسي لپاره څومره بده پېښه ده".

د عکس سرچینه، BBC/Patrick Olner
د بي بي سي دغو دواړو مشرانو په داسې حال کې استعفا کړې چې ټاکل شوې د بي بي سي رئيس سمير شاه د دوشنبې په ورځ د پارلمان يوې کمېټې ته وينا وکړي او د ډونلډ ټرمپ د وينا د اېډېټ کېدو د بڼې له کبله بښنه وغواړي.
ښاغلي شاه د يکشنبې په ورځ د استعفاو په تړاو وويل، دا د بي بي سي لپاره "دردونکې ورځ" ده او ټينګار یې وکړ چې ډېوي "زما او د بي بي سي د بورډ له بشپړ ملاتړه برخمن و".
نوموړي زياته کړې، "خو زه درک کوم چې پر هغه شخصا او د مسلک له پلوه تل فشار و، چې بالاخره یې دې پرېکړې ته اړ کړ. ټول بورډ د هغه د پرېکړې او دلايلو درناوی کوي".
د بي بي سي افشا شوی يادښت د مايکل پرېسکاټ له خوا ليکل شوی و. دی د بي بي سي د اېډېټوريال معيارونو کمېټې پخوانی خپلواک بهرنی مشاور و چې په جون مياشت کې یې خپله دنده پراېښې وه.
په دې يادښت کې هغه د ټرانسجېنډر مسايلو د پوښښ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې وه.
په یادښت کې راغلي وو چې د مسايلو د رامنځته کېدو په صورت کې د بي بي سي د چارواکو له خوا د "ګام نه پورته کولو" له کبله یې د "نهيلۍ" احساس کړی دی.
په تېرو مياشتو کې بي بي سي له دې امله هم له نیوکو سره مخامخ وه چې د غزې په اړه د يوه مستند د وړاندې کوونکې په اړه یې نه وو ويلي چې هغه د حماس د يوه چارواکي زوی و.
همدا ډول د ګلاسټنبري په يوه خپرونه کې سندرغاړي باب وېلن د اسرائیلی دفاعی ځواکونو پر ضد د "مرګ" شعار ورکړی و چې په کې د بي بي سي د اېډټوريال لارښود له اصولو سرغړونه بلل شوې وه.

د عکس سرچینه، BBC/Jeff Overs
ټېم ډېوي چې له تېرو شلو کلونو راهيسې د بي بي سي لپاره کار کړی ټينګار کوي چې "زموږ ژورناليزم او د منځپانګې کيفيت لا هم د سرو زرو د معيار په توګه ستايل کېږي" او دا چې دغه اداره "په لويه کچه مهربانه، زغم لرونکې او پلټونکي ده".
د بريتانيا د کلتور وزیرې ليزا ننډی له ټېم ډېوي مننه کړې او ويلي یې دي چې "هغه د بدلون د دورې پر مهال د بي بي سي مشري کړې ده."
نوموړې زياته کړه، "بي بي سي زموږ له مهمو ملي بنسټونو يوه ده... اوس تر هر وخت ډېر د باور وړ خبرونو او د لوړ کيفيت پروګرامونو اړتيا زموږ ډېموکراتيک، فرهنګي ژوند او په نړۍ کې زموږ د ځای لپاره بنسټيزه ده."
د بریتانيا د محافظه کار ګوند مشرې کېمي بنډویچ د ټېم ډېوې او ټرنېس استعفاوې "پر ځای" پرېکړه بللې خو زياته کړې یې ده چې "د جدي ناکاميو يوه اوږده لړۍ شته چې يوازې په دوو استعفاو نشي پټېدای".
د لېبرل ډېموکراټ ګوند مشر سر اېډ ډېوي ويلي، "دا استعفاوې باید د بي بي سي لپاره د نوي پړاو د پرانیستو یو فرصت وي" او زياته کړې یې ده چې "بي بي سي بې عيبه نه ده خو لا هم له هغو څو ادارو ده چې زموږ د بریتانوي ارزښتونو او د ټرمپ ډوله پوپولېسټ سياست ترمنځ ولاړه ده".
د بریتانيا ريفارم يوکې ګوند مشر نايجل فراج ويلي، دا استعفاوې بايد "د بنسټيز بدلون پیل" وګرځي او له حکومته یې غوښتي چې داسې مشر وټاکې چې "د شرکتونو او د هغوی د کلتور د بدلولو تجربه ولري."
بي بي سي د خپل شاهي منشور له مخې د عمومي مشر د ټاکلو واک لري.








