د کرېکټ اسیا جام؛ د لاهور میدان، کډوال نندارچیان او د افغان نیمګړی ارمان

د عکس سرچینه، Hussain Hamdard fb
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي، لندن
له نیپال وروسته افغانستان هم پرون (سې شنبې) د ۲۰۲۳م کال اسیايي اتلولیو ووت خو په ټوله کې د سږ کال دغو سیالیو کې د افغان لوبډلې حضور د پخوا پرتله ډېر بدل و.
شاوخوا دوه لسیزې کېږي چې افغانستان د کرېکټ د نړۍ برخه ګرځیدلې، داسې چې د هر کال په تېریدو ورته که فرصتونه ډېر او تر نویو میدانونو رسېدلي همداسې ورته د خلکو هېلې پراخې او مینه وال یې ډېر شوي دي.
د ډېرو په اند افغانستان ته کرېکټ افغان کډوالو راوړی خو له دومره اوږدو کالونو وروسته هم کله په لومړي ځل افغان کډوال او افغان لوبډله د پاکستان په یوه میدان کې د یوې موخې لپاره سږ کال په اسیا جام کې راغونډ شول.
افغانستان د سیټمبر په دریمه خپله لومړۍ لوبه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وکړه، دا هم د ۲۰۲۳م کال اسیا جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه وه او هم په لاهور کې.

د عکس سرچینه، pcb
د پاکستان کرېکټ بورډ د دغې لوبې له پیله مخکې ولیکل "افغانستان نن په پاکستان کې د خپل لوبیز ژوند لومړۍ رسمي لوبه کوي."
د لوبې له خپل ارزښته ور ها خوا دغې لوبې افغانانو په ځانګړي ډول افغان کډوالو ته هم ډېر څه لرل ډېرو هغو کډوالو ته هم چې افغانستان یې لا په سترګو نه دی لیدلی.
څو افغان کډوالو د لوبو له ډګره بي بي سي ته وویل "اول ځل دی چې په دومره لویه کچه له نږدې خپل بیرغ رپوي او ملي سرود ته ودرېدل."
په لاهور کې د بنګله دېش او بیا ورپسې د شري لنکا خلاف لوبو کتلو ته زرګونه افغان نندارچیان چې یو شمېر ښځې ، تنکي ځوانان او وړې نجونې هم پکې وې راغلي وو دوی له لوبغاړو سره په ګډه لاهور کې ملي سرود ته ودرېدل او په لوړو اواز یې 'الله اکبر' زمزمه کړ.
د دوی له منځه یې حسېن همدرد، ایوب خاورین او څو نور ملګري یي په ګډه د پښتونخوا له مانسهرې تر لاهوره تللي وو. "مونږ خپل کار روزګار بند کړ او اراده مو وکړه چې افغان لوبغاړي له نږدې وونیو، بیرغ ورپوو او د وطن مینه ماته کړو."

د عکس سرچینه، Hussain Hamdard FB
له پاکستانه چې میلیونونه افغان کډوال په کې مېشت دي، تر ډېره د کډوالو د زورولو او ورسره د ناسم چلند رپوټونه ورکول کېږي.
۳۸ کلن حسېن همدرد بي بي سي ته وویل "دا لومړی ځل و چې د پاکستاني پولیسو مخ کې یې د وطن بیرغ په ویاړ لېږداوه او د افغانستان زنده باد نارې یې وهلې."
څو نورو نندارچیانو هم بي بي سي ته وویل "اول ځل یې داسې احساس کاوه چې د کرېکټ له برکته یې په پنجاب کې درناوی کېږي."
د قذافي په سټوډیوم کې چې افغان لوبغاړو د بنګله دېش او بیا د شري لنکا خلاف لوبې کولې، هر څه وه د لوبې په پیل کې د افغانستان ملي سرود او د الله اکبر نارې، په میدان کې څلوریزې، شپږیزې، د لوبغاړو د خوشحالۍ او خفګان نندارې، وطني او کرېکټ ته ویل شوې پښتو او دري سندرې، بیرغونه، شعارونه، اتڼونه او بالاخره په یوه کمسارې لوبه کې له اسیا جام څخه د وتلو د خواشینۍ ډکې شېبې.

د عکس سرچینه، social media
د افغانستان له لغمانه دغې لوبې ته ورغلي یوه بل مینه وال عزیز امین بي بي سي ته وویل "په لوبه کې ګټه او ماته وي خو مهمه دا ده چې افغانستان اوس د نړۍ د مهمو لوبډلو سره تر پایه مقابله کوي."

د عکس سرچینه، aziz amin
هغه او ملګرو یې ۳ ورځې په لاهور کې تېرې کړي وې چې د افغانستان دواړه لوبې له نږدې وګوري خو اخر لکه د نورو میلیونونو مینه والو زړه ماتې بېرته کورو ته تللي. دی وايي له پر له پسې ماتو وروسته د کرېکټ مینه وال خفه دي خو زیاتوي "په خپلو اتلانو باور لري چې په نړیوال جام کې په په پياوړې ارادې سره لوبیږي."
افغان لوبډله څنګه له اسیا جامه ووته؟

د عکس سرچینه، aziz amin
په دغه جام کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ۸۹ په نسبتا لوړ توپير بنګله دېش ته وبایلله په دغې لوبه کې افغان لوبغاړو ته د ۳۳۵ منډو هدف ورکړل شوی و چې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۴۴م اوور کې د ۲۴۵ منډو له جوړولو وروسته اوټ شول.
دویمه لوبه هم د سپتمبر پنځمه (سې شنبې ورځ) له شري لنکا سره وه هغه لوبه چې افغانستان نه یوازې وبایلله بلکې ورسره یې په اسیا جام کې سفر ختم او د ملیونونو مینه والو د بري ارمان هم نیمګړۍ پاتې شو.
په دغې برخلیک ټاکونکي لوبه کې چې افغانستان ته د ۲۹۲ منډو کوم هدف ورکړل شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان لوبغاړو هڅه کوله چې دا هدف په د ۳۸م اوور په لومړي بال پوره کړي تر څو شري لنکا ته د لوړ توپیر ماتې ورکولو سره د اسیا جام بل پړاو ته ووځي.
افغانستان نږدې دغه هدف ته رسیدلی و او د ټولو لیدونکو او نندارچیانو ولولې د بریا وې خو په وروستیو څو بالونو کې لوبه بدله شوه، داسې چې نه یوازې افغانستان د سر په سر دوه وېکټو له لاسه ورکولو سره پخپل پلان کې کامیاب نشو بلکې لوبه یې هم د دوه منډو په توپیر وبایلله.
د کریکټ اسیايي شورا ته شکایت لیک

د عکس سرچینه، acb
د شري لنکا خلاف دغې لوبه کې افغانستان ۲۸۹ منډې جوړې کړې او یو وروستۍ لوبغاړی یې لا پاتې وه خو په ویشتنځای کې ولاړو افغان لوبغاړو راشد خان او فاروقي فکر کاوه چې اوبه له وړخه تېرې دي او نور د لوبې ګټل هم افغانستان بل پړاو ته نشي رسولی.
بل خوا په تلویزیون د دغې لوبې تبصره کونکو بیا بیا ویل "چې افغانستان ان پنځه نور بالونه لري چې که له یوې شپږیزې سره منډې ۲۹۵ یا له هغې لوړې کړي د افغانستان د رنځونو اوسط تر شري لنکا لوړیږي او بل پړاو ته وځي."
وروسته د افغانستان مشر روزونکي ومنله چې "دوی ته له دغې سناریو څه نه و ویل شوي."
دې یو ناڅاپه حالت د افغانستان د کرېکټ بورډ په لوړرتبه چارواکو هم سختو نیوکو ته لار پرانېستې او تر ډېره دوی ګرم بلل کیږي چې ولې یې د لوبې د دغې وضعیت تحلیل نه و کړی.

د عکس سرچینه، Asghar Afghan FB
له پراخو نیوکو او تحلیلونو وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند ویلي چې د افغانستان کرکټ بورډ د قضیې د څېړنې غوښتنه کړې او همدارنګه یې ناغیړي (غفلت) کوونکو ته د مجازاتو غوښتنه کړې.
سید نسیم سادات بي بي سي ته وویل "د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان او سریلانکا تر منځ لوبې د پرونۍ وروستۍ سیناریو څېړنه کوي او په دې اړوند یې د کرکټ اسیایي شورا ته د یو برېښنالیک له لارې په رسمي بڼه خپل شکایت ثبت کړی او له هغوی یې غوښتي چې د افغانستان کرکټ بورډ ته وضاحت ورکړي چې ولې دوی ته نیمګړي معلومات ورکړل شوي وو چې افغانستان ملي لوبډله باید ټاکلی هدف په ۳۷.۱ اورونو کې پوره کوي، په داسې حال کې کله چې د سیالۍ ۳۷ اور پای ته رسیږي، د تبصره کوونکو له خولې د بل پړاو ته تګ لپاره نوي اصول وړاندې کېږي."

د عکس سرچینه، acb
که هر څنګه وي افغانستان یو ځل بیا په پرلپسې ماتو له یوې مهمې لوبلړۍ ووت خو هغه څه چې دا ځل نوې وه د شري لنکا خلاف د افغان لوبغاړو کمسارې ښه لوبه چې پاکستان کې مېشت افغان کډوال او بل هر چېرې به یې د کرېکټ مینه وال تر ډېره یاد ساتي.
د کرېکټ نړیوالې شورا دا د اسیا جام د "عمرونو عمرونو" لوبه بللې.











