تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ: غوښتل مې بګرام هوايي اډه کې پاتې شو
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونلډ ټرامپ د جمهوري غوښتونکو ملي کانګرس ته وینا کې خپله نوماندۍ ومنله.
نوموړی د ګڼو نورو مسایلو ترڅنګ پر افغانستان هم تم شو او له دغه هېواده د وتلو څرنګوالی یې د امریکا د تاریخ تر ټولو ستر ذلت وبلله.
هغه د تخلیې پروګرام پر مهال د کابل نړیوال هوايي ډګر سره مرګوني برید ته په اشارې وویل، چې ۱۳ امریکايي سرتېري هېڅ په هېڅه ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول.
ښاغلي ټرمپ وویل، دا په داسې حال کې ده چې د ده د ولسمشرۍ وروستۍ ۱۸ میاشتې په افغانستان کې پر امریکايي سرتېرو ان یو برید هم نه و شوی.
هغه یو ځل بیا هغه کیسه هم تکرار کړه چې ملا عبدالغني برادر ته يې ویلي وو چې که پر ځواکونو یې برید وشو داسې ګوزار به پرې وکړي چې مخکې پر چا نه وي شوی.
ډونلډ ټرمپ وویل له دوی په افغانستان کې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې شول.
هغه زیاته کړې چې افغانستان اوس د وسلو پر ستر پلورونکي هېواد بدل شوی او دا چې ګواکې هغه وسلې پلوري چې له هلته پاتې شوې دي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت مخکې دا په وار وار رد کړې چې ګوندې واک ته له رسېدو وروسته یې له افغانستانه وسلې بهر ته قاچاق شوې.
د ډونلډ ټرمپ په وینا له افغانستانه د دوی بې پلانه او په بیړه وتلو روسیه زړوره کړه چې پر اوکرایین برید وکړي.
نوموړي وویل، ده له افغانستان وتلو ته ډېر ښه او اغېزناک پلان درلود او لومړی یې سرتېري نه ایستل.
هغه زیاته کړه چې غوښتل یې بګرام هوايي اډه وساتي، خو د بایډن د ادارې له کبله دا کار هم ونه و.
ډونلډ ټرمپ وویل، دا هوايي اډه یې د افغانستان لپاره نه بلکې د چین لپاره په کار وه، ځکه له چین سره یې د ده په وینا یوازې یو ساعت واټن درلود.
خو نوموړي ادعا وکړه چې د دوی ځای اوس چینایانو نیولی دی.
د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته جمهوریپال نوماند خپله وینا کې د افغانستان یا بل کوم هېواد د نوم له اخیستلو پرته ګواښ وکړ هر هېواد چې امریکايي اتباع بندي کړي وي، ښه به دا وي چې سپینې ماڼۍ ته د ده له رسېدو مخکې یې خوشې کړي، کنه وروسته به ستره بیه پرې کړي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم څه موده مخکې منلې وه، چې دوه امریکايي اتباع ورسره بندیان دي.
ډونلډ ټرمپ نور څه وویل؟
د ډونلډ ټرمپ په اړه رایې وروسته له هغې مثبتې خوا ته تللې چې د شنبې پر ورځ يې د وژلو ناکامه هڅه وشوه او د تېرې جون میاشتې په پای کې ورسره په مناظره کې ولسمشر جو بایډن هم کمزوری راڅرګند شوی و.
ښاغلي ټرمپ په رسمي ډول د جمهوري غوښتونکي ګوند لخوا د ولسمشرۍ د نوماندۍ له منلو وروسته د هغه د ترور د ناکامې هڅې کیسه وکړه او ويې ویل چې خدای یې په لوري و او که په هغې مرمۍ لګېدلی وای، نن به له خپلو خلکو سره نه و.
هغه له دغې پېښې وروسته له ده سره د ډېرېدونکي ملاتړ یادونه هم وکړه.
نوموړي ژمنه وکړه چې په دې سیالۍ کې له هر ډول ننګونو سره مخ کېدو ته چمتو دی.
هغه د فلوریډا په یوه محکمه کې د ده خلاف د محرمو اسنادو اړوند قضيې ختمېدل هم ځان لپاره یوه بریا وبلله او ويې ویل چې که دیموکرات سیالان يې غواړي چې هېواد سره یو موټی کړي نو دغه راز قضیې دې ودروي.
ډونلډ ټرمپ خپلو خبرو کې په وار وار متحدو ایالتونو ته له ناقانونه لارو د کډوالو د ورتګ پر مخنیوي او په دې موخه له مکسیکو سره پر پوله د دیوال پر درولو ټينګار وکړ.
نوموړي وویل ناقانونه کډوال جرمونه ترسره کوي او د بېکارۍ کچې د لوړېدو لامل ګرځي.
هغه همدا راز وویل که دی ولسمشر وای، نو په اوکرایین او غزه کې روانې جګړې به نه وای پیل شوې او دا چې ایران به هم دومره پیاوړی نه و، چې اوس دی.
بلخوا راتلونکو ټاکنو کې د هغه دیموکرات سیال، اوسني ولسمشر جو بایډن بیا خپل کمپاین درولی او دا اوس په کور کې له کورونا د رغېدو لپاره قرنطین دی.
پر هغه له دې سیالۍ د وتلو لپاره فشارونه هم مخ په ډېرېدو دي.
بلخوا ډونالډ ټرامپ بیا د جون په وروستیو کې له جو بایډن سره په تلویزیوني مناظره کې له ظاهري برلاسۍ، همدا څو ورځې مخکې د هغه د وژلو تر ناکامې هڅې په ډېرېدونکي ډول د ولسمشریزو ټاکنو د منډو ترړو بهیر کې حضور لري.
د جمهوري غوښتونکو د ملي کانګرس دې غونډې ته د هغو سرتېرو خپلوانو هم د ټرامپ په پلوۍ خبرې وکړې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال وژل شوي وو.
همدا راز د سپورت او هنر له ډګره ځینو پېژندل شویو څېرو هم په کې حضور درلود.
د جمهوري غوښتونکو ګوند هڅه کوي چې ټرامپ د یووالي څېره وښیي.
خو د نوموړي دیموکراتو سیالانو د هغه دا ځانګړنه ننګولې ده.
اوسنۍ مرستیالې ولسمشرې کماله هارېس ویلي چې په یووالي کې داسې اجنډا نه ځايږي، چې ګڼ شمېر امریکایان له لومړنیو آزادیو، فرصتونو او عزت څخه بې برخې کړي.
د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د دیموکرات ګوند نوماند اوسنی ولسمشر جو بایډن دا اوس په خپل کور کې قرنطین او له کورونا د رغېدو په حال کې دی.
هغه خپلې ټاکنیزې منډې ترړې هم درولې.
امریکايي رسنۍ وايي پخواني ولسمشر باراک اوباما او د استازو جرګې پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي هم د یو شمېر نورو مخکښو دیموکراتانو هغه غوښتنه بدرګه کړې چې له بایډنه يې غوښتي وو له نوماندۍ تېر شي.
فکر کېږي چې یو اتیا کلن جو بایډن هم چې اوس په سیالۍ کې د پاتې کېدو یا له نوماندۍ د وتلو په اړه فکر کوي.
تازه يې ویلي چې لا هم سیالي کولی شي خو که ډاکتر مشوره ورکړي نو بیا له سیالۍ پر وتلو هم فکر کولی شي.