تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپايي ټولنې او لویدیځ ژمنه کړې چې 'په هره بیه د اوکرایین ملاتړ کوي'، خو ایا دوی پرخپلو ژمنو ولاړ دي؟
- Author, جیمز لانډیل
- دنده, د بي بي سي د ډپلوماټیکوچارو خبریال
کله چې د روسیې د حکومت مخالف شخصیت الېکسي نوالني کونډې پدې وروستیوکې اروپايي پارلمان ته وینا کوله، یوه جالبه خبره یې وکړه. یولیا نوالنایا د اروپايي پارلمان غړو ته وویل "که په ريښتیا غواړئ پوتین ته ماتې ورکړئ، باید نوښتګر اوسئ، او باید د ستومانۍ خبرې ونه کړئ."
نوښتګري او جالب توب ښايي د ځینو اروپايي سیاستوالو خاصیت نه وي. خو باید بل ډول او نوی فکر وکړي، نه یواځې داچې څنګه د اوکرایین ښه ملاتړ وکړي بلکې پدې اړه هم فکر وکړي چې څنګه پر روسیې فشار واچوي.
پداسې حال کې چې د ډونالډ ټرمپ د احتمالي راتلونکې ولسمشرۍ سیوری غوړېدلی، اوکرایین لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د اوږدې مودې ملاتړ په اړه شکونه پیدا شوي.
اوکرايي لپاره د امریکا د ۶۰ملیارډو ډالرو پوځي مرسته د امریکا د استازو په جرګه کې بنده پاتې ده. اود جګړې په ډګرکې روسي ځواکونه د اوکراييني ځواکونوپرضد چې ترهغوی ښې وسلې نه لري، پرمختګ پیل کړی.
پراوکرایین د روسیې له بشپړیرغل دوه کاله تیریږی، اروپايي حکومتونو ترډیره له اوکرایینه سیاسي ملاتړ ته دوام ورکړی.
جنوري کې اروپايي ټولنې د اوکرایین حکومت عمومي خدمتونولګښت لپاره د ۵۵میلیارډو ډالرو د مرستواوپور ورکولو اعلان وکړ. خو اروپايي ټولنه پدې کې پاتې راغله چې د روانې میاشتې ترپایه اوکرایین ته د توپونو د یومیلیون مرمیو د استولو ژمنه ترسره کړي.
اروپايي ډپلوماتان تراوسه پورې اوکرایین ته د وسلو د نویواضافي ۵ میلیارډو یورو مرستو په اړه چنې وهي. او ناټو وايي سږکال به لا ترا وسه تقریبا ۱۲ اروپايي غړي هیوادونه ونشي کولای خپلې هغه ژمنې ترسره کړي چې باید د خپل ملي ناخالص تولید ۲ سلنه پر دفاعي چارو ولګوي.
پداسې حال کې چې سیاستوال د مرستو په اړه بحث کوي، اوکرایین ځمکې او وینه بایلي
نورې وسلې
پداسې حال کې چې ډپلوماتیک او پوځي انډول بدلیږي، اروپا باید پدې اړه چې څنګه له اوکرایین ملاتړ وکړي اود روسیې د تیري مخه ونیسي، نوښتګر فکر وکړي.
د مهماتو او وسلو زیرمې شته چې اروپايي ټولنه کولایشي اوکرایین یې ته ورکړی. د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیر ډیوېډ کامرون پدې اونۍ کې د بریتانیا سناجرګې ته وویل ملګري هېوادونه کولایشي خپلې هغې وسلې چې له تخنیکي پلوه یې نېټه تېره شوې په ډیرلګښت له کاره ونه غورځوي بلکې اوکرایین ته یې ورکړي.
هغه داهم وویل چې د ختیځې اروپا هېوادونه چې د شوروي د وخت زاړه مهمات لري او د اوکرایین د وسلو لپاره مناسب دي باید فورا اوکرایین ته ورکړي.
خو، اروپايي مشران تراوسه پدې باندې فکر کوي چې کومې وسلې اوکرایین ته ورکړي.
یو وروستی جنجال د جرمني د تاوروس توغوندیو په اړه و. دا توغوندي ۵۰۰کیلومتره واټن ویشتلی شي، دا واټن ترهغه ډېردی چې د بریتانیا د توپان سیوري په نامه توغوندي یې ویشتلی شي.
ډېری متحدین باورلري چې تاوروس توغوندي به اوکرایین ته چانس ورکړي چې د روسیې د لومړۍ لیکې ترشا ژور هدفونه وولي. خود جرمني چانسلر(لومړي وزیر) اندېښمن دی چې کیدایشي دا وسلې د روسیې دننه ښارونو پرضد وکارول شي اود جګړې د پراختیا سبب به شي.
برلین کې د وروستیو مظاهرو په ترڅ کې، اولاف شولتز دهېواد دننه اوبهر تر فشار لاندې دی چې د تاوروس توغوندي دې اوکرایین ته ورکړي.
داسې پلانونه هم شته چې اوکرایین ته د توپونو ګولۍ واستوي چې سخته اړتیا ورته لري. دا اونۍ د چک حکومت ۱۸ اروپايي هېوادونو سره هوکړه کړې چې د ۱،۵ میلیارډو ډالرو په لګښت د ۱۵۵ میلي متره او ۱۲۲ میلي متره د توپونو ۸۰۰،۰۰۰ ګولۍ له اروپايي ټولنې بهرڅخه د اوکرایین لپاره وپېري. دا ځینو هېوادو لکه فرانسې لپاره یو لوی ګام دی خواوکرایین وايي دا شمېر ګولۍ کفایت نه کوي او وايي دوی ۲،۵ میلیونو ګولیو ته اړتیا لري.
تګلارې جوړونکي د نویو لاروچارو په اړه هم فکر کوي چې دفاعي لګښت ډېر کړي. لکه هغه وړاندیز چې وايي د پانګونې اوروپايي بانک باید د دفاعي پروژو تمویلولو بندیز له منځه یوسي.
اروپايي هېوادونو ته دا وړاندیز هم شوی چې د دفاعي وسایلوپېرودلو په اړه یوله بله سره همکاري وکړي او له وسلو جوړونکوشرکتونو څخه په ګډه وسلې وپېري چې بیې یې ټیټې شي. حکومتونه غواړي دفاعي شرکتونو ته د اوږدې مودې قراردادونه ورکړي چې د لوړخطردرلودونکوصنایعو تولید پیاوړی کړي. خو په یوه ورځ هرڅه نشي ترسره کیدای. وخت غواړي.
اوکرایین لپاره پوځي ملاتړ
اېسټونیا د ناټو له ټولو غړو هېوادونو غواړي ژمنه وکړي اوکرایین ته د خپل ملي ناخالص تولید ۰،۲۵ سلنه د پوځي ملاتړ لپاره چمتو کړي.
که دا کار وکړي، دا به په کال کې ۱۲۰ میلیارډه یورو چمتو کړي. ځینو متحدینو ددې نظريې په هکله خواخوږي ښودلې خولا تراوسه یې پراخ ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.
ځینې اروپايي تګلارې جوړونکي پدې پلانونو هم بوخت دي چې اوکرایین ته په پور باندې وسلې ورکړي، لکه هغسې چې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال متحدینو شوروي اتحاد ته ورکړل. خو دا نظریه تراوسه په لومړیو پړاوونو کې ده.
روسي شتمنۍ
ترډېره پردې باندې فکرکیږي چې څنګه د روسيې له هغو تقریبا ۳۰۰ میلیارډه یوروکنګل شویو شتمنیوڅخه کار واخلي چې لویدیځو مالي موسسو کنګل کړيدي.
ښايي مستقیما اوکرایین ته ددې پېسو ورکول غیرقانوني وي اوکیدایشي په نورو هېوادونو کې اروپايي شتمنۍ له ګواښ سره مخ کړي.
خو اروپايي ټولنه پردې فکر کوي چې ددې پېسو له ګټې څخه د اوکرایین پوځي ملاتړ لپاره کارواخلي. او بریتانیا هم پر یو بل وړاندیز باندې فکر کوي چې له دې پېسوڅخه دې د اوکرایین لپاره د جګړې د زیان د تاوان ورکولو د ضمانت په توګه کار واخیستل شي.
هدف دادی چې د اوکرایین لپاره پېسې راټولې شي خو په عین حال کې د روسېې پراقتصاد یو سټراتیژیک ګوزار هم وشي.
د ولادېمیرپوتین ترمشرۍ لاندې د روسیې اقتصاد وکولای شول د لویدیځوبندنیزونو پروړاندې ځان وساتی.
نوځکه ځینې اروپايي تګلارې جوړونکي په نوښتګرډول فکر کوي. خو ترینګلتیا لا پاتې ده. د ختیځې اروپا ډېری هېوادونه د خپلو لویدیځو ملګرو په پرتله د لانورو پوځې زېرمو چمتو کولو ژمنې کوي. ځینې بې احتیاطه جرمني پوځي مامورینو، د پوځي رازونو افشا کولو له امله خپل متحدین په غوسه کړي.
او د فرانسې ولسمشر ايمانویل مکرون هم ځینې کسان په غوسه کړي، وايي لویدیځ باید اوکرایین ته خپل پوځیان ولیږي، خو د ډېرو تحلیلګرو له نظره دداسې یو کار په اړه چې احتمال یې نه دی موجود جنجال کولوته اړتیا نشته. احتمالا د اروپايي پلازمېنو ترمنځ ستراختلاف د روسیې لخوا د اوږدې مودې ننګونې په اړه دي.
د اروپايي شورا د بهرنیو اړیکو یوې څېړندویه ادارې د یوې وروستۍ سروې له مخې، پداسې حال کې چې ډېری اروپایان د اوکرایین ملاتړکوي، یواځې له ۱۰څخه یو کس فکر کوي چې اوکرایین به دا جګړه وګټي.
ځینې تحلیلګر وايي دا ځکه چې اروپايي حکومتونه د روسیې لخوا د پراخې ننګونې پراهمیت نه دي پوهیدلي. د بریتانیا یوڅېړنیز مرکز، چاټم هاوس، یوه مشره سلاکاره، کېیرجیلز، وايي "داسې نه ښکاري چې لوړپوړي سیاسي چارواکي به د ګواښ د کچې په اړه پوهیدلي وي او یا به یې هڅه کړې وي چې عاموخلکوته یې توضیح کړي."
نومړی دا هم وايي ' که د مصیبت د مخنیوي لپاره اقدام ډېرځنډېږي، دا به د یوې جنايي بې پروايي له امله وي.'
نو ایا اروپا به دغه ننګونې ته ځان چمتو کړي؟ ښايي دا اونۍ پدې هکله یوه وړه نښه موجوده وه.
د ډېرې مودې راهیسې پر فرانسې نیوکې کېدې چې د اوکرایین کافي پوځي ملاتړ نه کوي. خو ولسمشر مکرون- چې یو ځل یې ویلی وو روسیه باید سپکه نه کړل شي- د بریالیتوب په اړه ډاډمن ښکارېده. هغه وویل " یقینا چې موږ د اروپا لپاره د داسې یوې شېبې په درشل کې یو چې هغې کې به اړینه وي چې ونه ډار شو."