ولسمشر د "ځان لمدولو" د وېډیو له کبله شپږ خبریالان نیولي

په سوېلي سودان کې شپږ خبریالان د هغې وېډیو تر خپرولو وروسته نیول شوي، چې د خبري رسنیو د حقوقي ډلو په وینا، په مراسمو کې ولسمشر سلوا کېیر "خپل ځان لومد" کړی دی.‌

دا وېډیو په دیسمبر کې پر خواله رسنیو ډېره لاس په لاس شوې ده چې سلوا کېیر پکې ولاړ دی او متیازو یې پښو ته سر کړی او دی بیا لاندې پښو ته وګوري.

د ولسمشر د ځان لمدولو پرمهال د هېواد ملي سرود هم غږول کېږي.

دا خبریالان چې د حکومتي راډیو کارمنان دي، روانه اونۍ نیول شوي دي.

د خبریالانو د حقونو د ملاتړ ډلې د دوی د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

په سوېلي سودان کې د خبریالانو د اتحادیې مشر پتریک اویټ رویټرز ته ویلي پر خبریالانو "شک شوی چې ګنې ولسمشر د ځان لمدولو پرمهال عکاسي شوی او دوی ښه پوهېدل".‌

د سوېلي سودان راډیو ویلي، دا وېډیو کلیپ لا نه دی خپور شوی.

خو پر خواله رسنیو بیا دا کلیپ ډېر لاس په لاس شوی دی.

د سوېلي سودان د اطلاعاتو وزیر مایلک ماکوي امریکا غږ ته ویلي، خلک باید د خبریالانو د نیولو لامل پوهېدو ته انتظار شي.

تر ډېره حقوقي ډلو د سوېلي سودان پر چارواکو له خبریالانو سره د زور زیاتي او ګواښلو اعاوې کړې دي.

سلوا کېیر په ۲۰۱۱ کال په افریقا کې د نوي رامنځ ته شوي هېواد (سوېلي سودان) ولسمشر شو.

خو دا هېواد له هماغه وخت راهیسې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی چې د وحشیانه جګړو،‌ سیاسي بې ثباتۍ او طبیعي پېښو او لوږې له کبله یې وګړي له لویو ستونزو سره مخامخ دي.