د افریقا ګانا کې له ۱۲ کلنې نجلۍ سره د ۶۳ کلن پادري واده د خلکو غوسه پارولې

افریقا

د عکس سرچینه، Getty Images

د افریقا په ګانا هېواد کې له یوې ۱۲ کلنې نجلۍ سره د یوه ۶۳ کلن مخور پادري واده د دغه هېواد د خلکو غوسه راپارولې ده.

پادري نیوومو بورچیتي د شنبې په ورځ په دودیزو مراسمو کې له یوې پېغلوټې نجلۍ سره واده وکړ.

پر واده له سختو نیوکو وروسته، د دوی د ټولنې مشرانو ویلي، دا نیوکې د هغو کسانو له خوا کېږي، چې د دوی په دود نه پوهېږي.

په ګانا کې د واده لپاره قانوني عمر لږ تر لږه ۱۸ کاله دی، خو په کم عمر کې د ودونو قضیې هم شته.

د 'نجونې نه ناوې' په نوم یوه نړیواله غیر دولتي موسسه چې د ماشومانو د ودونو پر ضد کمپاین کوي، ویلي، په ګانا کې ۱۹ سلنه نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کوي. په داسې حال کې چې پنځه سلنه نجونې تر پنځلس کلنۍ مخکې واده کوي.

د پادري د واده د مراسمو ویډیوګانې او عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه شریک شوي چې زیاتره خلکو یې په اړه غوسه ښوولې ده. په دې غونډه کې د دغې ټولنې لسګونه کسانو ګډون کړی وو.

د مراسمو په بهیر کې، په محلي ژبه مېرمنو سندرې ویلي او ځوانې ناوې ته یې ویل چې خپل مېړه ته په زړه پورې جامې ولري.

دا هم اورېدل شوي چې ځوانې ناوې ته مشوره ورکوي، د یوې میرمنې په توګه د خپلو دندو ترسره کولو ته چمتو وي او هغې ته له ډالۍ شويو عطرو کار واخلي چې د خپل مېړه جنسي جذبه زیاته کړي.

یوې دولس کلنې نجلۍ ته دا ډول خبرو خلک قهرولي دي، ځکه دوی وايي، دا واده یوازې سمبولیک نه، بلکې د عادي واده په بڼه و.

افریقا

د عکس سرچینه، Getty Images

نیوکه کوونکو له چارواکو غوښتي، واده لغوه کړي او له پادري پوښتنې ګروېږنې وکړي.

نجلۍ او پادري دواړه له یوې ځايي ټولنې (ننګوا) سره تړاو لري. د ټولنې مشرانو د دوی له واده سره د خلکو مخالفت غندلی او ویلي یې دي، دا نیوکه د ناپوهۍ له امله کېږي.

د همدې ټولنې یوه ځايي مشر د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ادعا وکړه چې د پادري د مېرمنې په توګه د نجلۍ واده "په بشپړه توګه دودیز او رسمي" دی.

هغه زياته کړې، ''نجلۍ شپږ کاله وړاندې د پادري د مېرمنې کېدو لپاره مراسم پيل کړي وو، چې دغې چارې د هغې د زده کړې مخه ونه نيوله او زده کړو يې دوام درلود.''

زوم پادري د یو روحاني مشر په توګه، د څړځایونو د ټولنې د لوړ رتبه دودیزو مشرانو له ډلې دی.

دوی د خپلې ټولنې په استازیتوب قرباني کوي، د ټولنې د ساتنې لپاره دعا کوي، دودیز دودونه پالي او د دودیزو مراسمو په ترڅ کې د چارو مشري کوي.

حکومت تر اوسه د دغه جنجالي واده په اړه غبرګون نه دی ښوولی.

د ګانا قانون دودیز ودونه په رسمیت پېژني، خو د دود په پلمه د ماشومانو ودونو ته اجازه نه ورکوي.