د اندونیزیا ولسمشر د لور له شان او شوکته ډک دودیز واده

د اندونیزیا د ولسمشر جوکو ویدودو د یوازینۍ لور واده له ځايي لرغوني دود، دستور سره سم تر سره شوی.

د اندونیزیا د ولسمشر لور واده

د عکس سرچینه، BBC/Fajar Sodiq

د عکس تشریح، د کهیانګ آیو له شان او شوکته ډک واده مراسیم جوانایس دود دستور سره سم تر سر ه شو او د ټلویزیونو له لارې یې ټول هېواد ننداره کوله.
د اندونیزیا د ولسمشر لور واده

د عکس سرچینه، BBC/Fajar Sodiq

د عکس تشریح، واده ته نژدې ۸۰۰۰ رسمي میلمانه بلل شوي، چې یو شمېر سیاستوال هم په کې شامل وو، خو نړیوال مشهور شخصیتونه په کې نه دي لیدل شوي.
د اندونیزیا د ولسمشر لور واده

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د واده له شپې مخکې د ناوې کورنۍ یو شمېر جوانیس دودونه تر سره کړل.
د اندونیزیا د ولسمشر لور واده

د عکس سرچینه، BBC/Fajar Sodiq

د عکس تشریح، د واده مراسم د ولسمشر پلرنۍ سیمه مرکزي جاوا کې تر سره شول.
د اندونیزیا د ولسمشر لور واده

د عکس سرچینه، BBC/Fajar Sodiq

د عکس تشریح، زوم محمد بوبي عفیف ناسوتیون چې د ځمکو پېر او پلور سوداګر دی، باتاک توکمه دی.
د اندونیزیا د ولسمشر لور واده

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ۲۶ کلنه ناوې کهاهیانګ آیو د ولسمشر یوازینۍ لور ده، چې یو مشر او یو کشر ورور لري.
د اندونیزیا د ولسمشر لور واده

د عکس سرچینه، BBC/Fajar Sodiq

د عکس تشریح، د واده ګډونوالو هم د هېواد د بېلا بېلو توکمونو ځانګړي کالي اغوستي وو.
د اندونیزیا د ولسمشر لور واده

د عکس سرچینه، BBC/Fajar Sodiq

د عکس تشریح، رپوټونو کې ویل شوي ولسمشر ۵۰ بایسکل رکشې هم کرایه کړې وې، چې د ټولنې ټولو قشرونو اړوند خلک واده کې ګډون وکړي او یا یو څه ګټه ترې تر لاسه کړي.
جوکو ویدودو

د عکس سرچینه، BBC/Fajar Sodiq

د عکس تشریح، جوکو ویدودو لومړی د سولو سیمې ښاروال و، وروسته د جکارتا والي شو او وروسته ۲۰۱۴ کال کې ولسمشر وټاکل شو. نوموړی چې معمولاً د جوکوي په لنډ نامه یادېږي اندونیزیایانو کې پام وړ محبوبیت لري.