له ایران سره د کړکېچ ډېرېدل: امریکا ولې عراق کې د خپل سفارت کارمنان کموي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا حکومتي سرچینو ویلي، له بغداده به د امریکا د سفارت نا ضروري کارمنان او د هغوی کورنۍ د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي له امله وایستل شي.
چارواکو دا نه دي ویلي چې د دې ایستلو د پرېکړې مشخص لامل څه و، خو د بيبيسی امریکایي شریکې رسنۍ سيبياېس د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ امریکایي چارواکو ته ویل شوي وو چې اسرائیل چمتو دی پر ایران برید وکړي.
چارواکو ویلي، دا د هغو دلایلو یوه برخه ده چې له امله یې امریکا ځینو امریکایانو ته سپارښتنه کړې چې له سیمې ووځي او امریکا دا هم اټکل کړی چې ایران به ښایي د عراق دننه پر ځینو امریکایي اهدافو په برید کولو غچ واخلي.
په ورته وخت کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا خبرېاترې په دې وروستیو ورځو کې درېدلي ښکاري.
چارواکو سيبياېس ته ویلي، د امریکا د منځني ختیځ استازی سټیف وټکاف لا هم پلان لري چې د یکشنبې په ورځ له ایراني چارواکو سره د خبرو شپږم پړاو پیل کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي بيبيسي ته ویلي: "موږ د خپلو ټولو سفارتونو لپاره د کارکوونکو د شتون ارزونه په دوامداره توګه کوو.
"د وروستۍ ارزونې پر بنسټ مو پرېکړه وکړه چې په عراق کې د خپلې ماموریت ساحه کمه کړو."

د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د کنېډي سنټر په یوه وینا کې د ایران په اړه خبرې وکړې او خبریالانو ته یې وویل چې امریکایانو ته سپارښتنه شوې له سیمې ووځي، "ځکه چې دا ښایي یوه خطرناکه سیمه شي او ګورو چې څه پېښېږي".
ټرمپ یوځل بیا دا هم وویل چې امریکا نهغواړي ایران اټومي وسله جوړه کړي: "موږ به اجازه ورنه کړو چې دا کار وشي."
ولسمشر هیله لرله چې یوه هوکړه ترلاسه کړي چې تهران له اټومي وسلې جوړولو منع کړي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل، هغه ورځ تر بلې لږ ډاډمنېږي چې ایران به د یورانیمو بډایه کول بند کړي.
همداراز، هغه د همدې اونۍ په پيل کې له د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره یو ۴۰ دقیقهيي اوږد او "تود" ټیلیفوني تماس درلود، چې نتنیاهو له ډېر وخت راهیسې پر ایران د نظامي اقدام ملاتړ کوي، نه د ډیپلوماټیک حل لارې.
د ایران غچ
د اټومي خبرو اترو په حساسو شېبو کې دا لا روښانه نه ده چې د امریکا اعلان تر کومه حده د ریښتینې اندېښنې پر ځای یوازې یو ډول نښه یا پیغام دی.
خو د ایران د دفاع وزیر عزیز ناصرزاده ویلي، که خبرې ناکامې شي او ټرمپ پر اسلامي جمهوریت پوځي بریدونه وکړي، نو ایران به په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو غچ واخلي.

د عکس سرچینه، Reuters
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېت هم د منځني ختیځ له یو شمېر هېوادونو لکه کویت او بحرین څخه د امریکایي پوځیانو د کورنیو د غیراجباري وتلو منظوري ورکړې ده.
د چهارشنبې په ورځ د امریکا د کانګرس یوې کمېټې ته د خپل راپور پر مهال، د دفاع وزارت ویلي داسې "ډېر شواهد" شته چې ښيي ایران پر هغه لور روان دی چې پایله یې ښایي د اټومي وسلې په څېر څه وي.
خو ایران بیا وايي چې د یورانیمو غني کول یې یوازې د ملکي انرژۍ د تولید لپاره دي او هېڅ نیت نهلري چې اټومبم جوړ کړي.
همداراز د چهارشنبې په ورځ، د برتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو ادارې - چې د شاهي سمندري ځواک برخه ده - خبرداری ورکړ چې د منځني ختیځ د نظامي کړکېچ له زیاتېدو سره، ښایي د سمندري ترانسپورت پر خوندیتوب اغېز وشي.
د امریکا دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي سرتېري په عراق کې مېشت دي.
"نړیواله بېثباتي"

د امریکا د وتلو خبر له خپرېدو سره، د تیلو بیه تر ۴ سلنه زیاته شوه، ځکه تمه وه چې په سیمه کې د ناامنیو له امله ښایي د تېلو رسونې کې ستونزې راشي.
د برینټ خام تېلو راتلونکې بیې درې ډالره لوړې شوې او هر بیرل یې ۶۹،۱۸ ډالرو ته رسېدلی دی.
د بریتانیا د سمندري سفرونو ادارې هم خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د کړکېچونو زیاتوالی ممکن د نظامي فعالیتونو زیاتوالي لامل شي، چې دا به د حیاتي اوبو لارو پر سمندري تګ راتګ ناوړه اغېز ولري.
یادې ادارې بېړیو ته سپارښتنه کړې چې د خلیج، د عمان خلیج او د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو پر مهال احتیاط وکړي، چې دا ټولې سیمې له ایران سره پر پوله پرتې دي.
په مصر کې د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتي بهیر ملاتړ څرګند کړی او د دواړو خواوو د سیاسي خبرو اترو د دوام ستاینه یې کړې ده.
دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د مصر د بهرنیو چارو وزارت له خوا په هغه بیان کې شوې چې د بدر عبدالعاطي او د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعيدي او د ایران د مرستیال وزیر عباس عراقچي ترمنځ د اوسلو د فورم په څنډه کې له لیدنې وروسته خپور شو.
مصري وزیر ټینګار کړی چې د منځني ختیځ د تاوتریخوالي کمول او د کړکېچونو مخنیوی د مصر لپاره لومړیتوب لري او څرګنده کړې یې ده چې د سیمهییزو ستونزو لپاره پوځي حللاره هېڅ ځای نه لري.











