د وړیا عمرې په پلمه د زړو ښځو تېر ایستل؛ څنګه سعودي عربستان کې په ۲۵ کلن بند محکومې شوې؟

    • Author, احتشام شامي
    • دنده, خبریال

هغه ورځ زیارت بي‌بي او انور بي‌بي ډېرې خوشاله وې، ځکه چې دا دواړه زړې کلیوالې ښځې عمرې ته روانې وې. دا د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۳۰ نېټه وه او د پاکستان د پنجاب د جړانواله کلي اوسېدونکې دا سپين‌سرې له خپل خپلوان نیئر عباس سره یوه بل نژدې کلي ته لاړې. هلته له دوی درو واړو سره د جومات امام محمد ریاض او د هغه ښځه هم د عمرې په سفر کې یو ځای شول.

ادعا کېږي چې دوی پنځو واړو ته د صدام حسین شاه په نوم یوه ځايي شتمن د عمرې بندوبست کړی و چې د سفر د لګښتونو ترڅنګ یې پنځو واړو ته د اسلام اباد هوايي ډګره ته د رسولو لارې چارې هم برابرې کړې وې.

خو له پاکستانه تر تګ یوه اوونۍ وروسته د دوی کورنیو ته خبر ورکړل شو چې هغه پنځه واړه په سعودي عربستان کې نیول شوي دي.

د دوی د کورنیو اندېښنه هله لا زیاته شوه چې شاوخوا پنځه میاشتې وروسته یعني د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر اوومه نېټه خبر شول چې د سعودي عربستان یوې محکمې دغه پنځه کسان چې درې پکې زړې ښځې دي، د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور په ۲۵-۲۵ کاله بند محکوم کړي دي.

کیسه څه وه؟

بي‌بي‌سي په دې اړه د زیارت بي‌بي‌ له زوی ابرار حسین او له اړوند چارواکو معلومات اخیستي او ښکاري چې دغه ساده کسان څنګه د عمرې په پلمه تېر ایستل شوي او تر الوتنې لږ وړاندې څنګه په زور داسې سامان ورکړل شوی و چې نشه‌يي توکي پکې پټ شوي وو.

خو دا هر څه سعودي عربستان ته له تګه مخکې څنګه وشول؟ او اوس د زیارت ‌بي‌بي او انور بي‌بي‌ په ګډون دغه پنځه واړه چېرې دي؟ د دې پوښتنو ځوابولو لپاره موږ د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر میاشتې ۳۰ نېټې ته بېرته ورګرځو؛ هغه ورځ چې دوی د عمرې په سفر له خپلو کلو او کورونو روان شول.

هغه ورځ ابرابر حسین غوښتل چې خپله مور په خپله د اسلام اباد هوايي ډګر ته ورسوي خو د صدام حسین شاه په نوم یې هغه سړي مخالفت کړی و چې د ده مور او څلورو نورو ورسره مل کسانو ته یې د عمرې د سفر بندوبست کړی و.

عمرې ته تلونکو ته "ډالۍ" او د هغوی "خدمت"

د زیارت‌ بي‌بي زوی ابرار حسین ادعا کوي چې صدام حسین ورته وویل چې دی "د ثواب په نیت هغوی عمرې ته لېږي نو اسلام اباد کې به هم هېڅ ډول تکلیف سره مخ نه شي."

ابرار وايي چې کله یې د صدام حسین د ډاډګېرنې دا خبره واورېدله نو له دې تېر شو چې خپله مور په خپله هوايي ډګر ته ورسوي.

صدام حسین شاه د کلي یو غټ ځمکوال او شتمن و او خلک وايي چې هر کال به یې څلور-پنځه تنه "د ثواب په نیت" عمرې ته لېږل.

ابرار وايي چې بیا د اسرار الله په نوم یو کس د هغه د مور په ګډون پنځه واړه د عمرې مسافر په موټر کې کېنول، اسلام اباد ته روان شول او هلته یې په یوه هوټل کې ځای ورته نیولی و چې شپه پکې وکړي. دوی ټولو خپلو کورونو ته زنګ کړی و او ورته ویلي یې وو چې په خیر اسلام اباد ته رسېدلي دي او سبا ته یې د سعودي عربستان جدې پر لورې الوت دی.

د ابرار او پر دې دوسیې د یوه مامور کس د وینا له مخې، سهار دوی ته د ګل نواز خان په نوم یو کس د صدام حسین د ملګري په توګه ور وپېژندل شو.

ابرار وايي چې هغه ورځ یې مور ورته ویلي وو چې ګل نواز خان ویل چې شل کال وروسته خدای اولاد ورکړی نو غواړي چې عمرې ته د تلونکو خلکو خدمت وکړي. دوی پنځو واړو ته یې نوي بوټان، کالي او یو څه ‌ډالۍ ورکړې چې ډبي یې پوښل شوي وو.

ابرار د خپلې مور د خولې خبره کوي چې ګل نواز خان ورته وویل چې "بوټان او کالي ستاسې دي خو د ډالۍ ډبي به د جدې په هوايي ډګر کې زما یو ملګری درنه واخلي."

ابرار وايي چې په سر کې هغو پنځو واړو له دې سړي د ډالیو له اخیستلو انکار کړی و خو بیا ګل نواز خان له دوی سره په ټلیفون صدام حسین شاه غږولی و او هغه ورته ویلي وو چې، "زه ستاسې لپاره دومره لوی کار کوم خو تاسې زما د ملګري دا وړوکی کار نه شئ‌ کولائ؟"

ابرار وايي چې هلته د الوتنې وخت رانږدې و او په دې اړه یې نور بحث نه شو کولای، هماغه وه چې دوی سامان ترې اخیستی.

د همدې ورځې په سهار لس باندې شپږ بجې د درو ښځو په ګډون هغه پنځه کسان د ایېر سیال هوايي‌شرکت پي‌اېف ۷۱۸ شمېره الوتنه کې جدې ته د عمرې په نیته والوتل.

"زویه! زه په زندان کې یم"

ابرار وايي‌ چې له اسلام اباده تر الوتو وروسته یې په لومړیو ورځو کې له مور سره هېڅ راز ټلیفوني اړیکه نه وه او ورته اندېښمن و. خو شاوخوا یوه اوونۍ وروسته د اکتوبر پر شپږمه چې سهار د ابرار حسین موبایل وکړنګېد نو هغې خوا ته یې مور وه.

ابرار وايي، "مور مې راته وویل چې زویه، زه له زندانه درسره غږېږم. موږ ته یې چې د ډالیو کوم ډبي راکړي وو، په هغوی کې نشه‌يي توکي [ایس] پټ کړي وو. د هغو بوټانو په تلیو کې یې هم مخدره توکي راته ایښي‌وو."

ابرار وايي چې د دې خبرې په اورېدو یې له پښو ځمکه وښویېده.

دی د خپلې مور زیارت بي‌بي له خولې وايي چې کله د جدې هوايي ډګر ته رسېدلي وو نو د دوی بکسونه او ورسره ټول توکي د سعودي امنیتي کسانو تلاشي کړي وو او د پنځو واړو له ټول سامانه یې ټولټال پنځه‌نیم کیلو نشه‌يي توکي (ایس) ترلاسه کړي وو او ځای‌په‌ځای د مخدره توکو د قاچاق په تور نیولي وو.

سپين‌سرې زیارت بي‌بي خپل زوی ته ویلي وو چې هغې ته ځکه کور ته د زنګ وهلو اجازه ورکړل شوې چې د سعودي عربستان د زندان چارواکو غوښتل چې وارثین یې باید له دې قضیې خبر شي.

ابرار وايي، هغه ټلیفوني اړیکه یې "پر سر د بم غورځېدو غوندې وه" او زیاتوي، "نه پوهېدم چې وژاړم او که چغې وکړم. موږ خو فکر کاوه چې مور به مې د الله په کور کې په عبادت لګیا وي او په روضه شریفه کې به دعا کوي خو هغه زندان کې وه."

ډاډګېرنې او د څارګرو ادارو پوښتنې ګروېږنې

ابرار تر دې پېښې وروسته خپل خپلوان خبر کړي او مشوره یې کړې چې باید د دې هر څه پوښتنه له صدام حسین شاه نومي سړي وشي چې هغو پنځو واړو ته یې د عمرې سفر برابر کړی او د ډالیو د وړلو سپارښتنه یې ورته کړې وه.

دی وايي چې کله د صدام حسین دېرې ته ورغلل او کیسه یې ورته وکړه نو هغه هم په ظاهره اندېښمن وبرېښېد او بیا یې وویل چې، "خامخا به کومه تېروتنه شوې وي او تاسې فکر مه کوئ، زه به د پنځو واړو د خلاصون هڅه وکړم."

خو ابرار وايي چې له هغې ورځې وروسته صدام حسین تری تم شو او خپله کډه یې هم کوم نامعلوم ځای ته یووړه.

د ابرار په وینا، "څو ورځې وروسته د څارګرو/پټو ادارو ځينې ماموران زموږ کلي‌ ته راغلل،‌ له خلکو یې زموږ په اړه پوښتنې کولې او تاڼه کې یې هم زموږ تاریخچه وکتله."

"هېچا ته خپل د سفر بکس مه ورکوئ"

د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر لومړۍ نېټه شوې دې پېښه کې د سعودي عربستان یوې محکمې د درو ښځو په ګډون دغه پنځه تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر ۱۷ نېټه په ۲۵-۲۵ کاله بند سزا محکوم کړل.

د دې ترڅنګ دوو هغو کسانو ته هم سزا واورول شوه چې ټاکل شوې وه له دوی به په جده هوايي ډګر کې د ډالیو هغه ډبي ترلاسه کوي چې مخدره مواد پکې ځای پر ځای شوي وو.

هلته په پاکستان کې د پلټنو فدرالي ادارې (اېف‌ای‌اې) د ۲۰۲۴ کال د نومبر پر شپږمه نېټه د دې قضیې پلټنې پیل کړې او پلټن‌ډلې یې په تړاو له درو ښکېلو کسانو د پوښتنو ګروېږنو وړاندیز وکړ.

د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر ۲۰ نېټه د درو واړو صدام حسین شاه، اسرار الله او ګل نواز خان پر ضد د فیصل اباد تاڼه کې عریضه یا اېف‌ای‌ار ثبت شو.

  • صدام حسین شاه (هغه شتمن کس چې د عمرې لګښت یې برابر کړی و‎‏)
  • اسرار الله (هغه موټر چلوونکی چې پنځه واړه د عمرې مسافر یې تر هوايي ډګره رسولي وو)
  • ګل نواز خان (د صدام حسین ملګری او ډالۍ برابروونکی)‌

کله چې د پلټنو فدرالي ادارې (اېف‌اې‌اې) د تورنو کسانو د نیولو لپاره چاپې واچولې نو صدام حسین شاه له ځايي محکمې تر نیولو مخکې ضمانت ترلاسه کړ خو اسرار الله د فبرورۍ پر ۲۷ نېټه په لاهور کې ونیول شو او د پولیسو له مخې، پنځه کیلیو هیرویین هم ورسره ونیول شول.

د اېف‌اې‌اې ادارې د یوه چارواکي له لوري له بي‌بي‌سي اردو سره شریکو شوو اسنادو نه ښکاري چې صدام حسین شاه هم تر ضمانت وروسته بېرته د پلټنو لپاره په قضیه کې شامل کړای شو.

د اسنادو له مخې، د زیارت بي‌بي زوی ابرار پلټونکو چارواکو ته هغه فلش یا یو‌ایس‌بي ورکړ چې په هغه کې د صدام حسین او نیئر عباس ترمنځ شوې خبرې وې. نیئر عباس په سعودي کې د نیول شوو پنځو کسانو له ډلې او د زیارت بي‌بي او انور بي‌بي خپلوان دی. هغه ته صدام حسین څو ځلې په ټينګار سره سپارښتنه کړې وه چې هغه ډالۍ یا بکسونه باید هماغه کس ته په جده کې وسپاري چې ده ورښودلی دی.

د پلټنو فدرالي ادارې د معلوماتو له مخې، صدام حسین او اسرار الله خان دواړه تر توقیف لاندې او د لاهور په 'کېمپ' زندان کې دي خو محکمې ګل نواز خان نومی سړی فراري اعلان کړی او د هغه د نیولو امر یې کړی دی.

په فیصل اباد کې د اېف‌ای‌اې په ځانګړې مرکزي محکمې کې د دوی قضیه لا هم روانه ده. د پلټن‌ډلې یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط بي‌بي‌سي اردو ته ویلي چې د درو واړو یادو کسانو پر ضد "قوي شواهد" ترلاسه شوي دي. په وینا یې، دوی درو واړو هغو پنځو عمره کوونکو ښځو او سړیو ته هم د عمرې ویزې اخیستې وې او هم یې له خپل بانک اکاونټه د هغوی د الوتنې ټېکټونو پیسې پرې کړې وې.

د دوی له ټلیفونو دا معلومات هم ترلاسه شوي دي چې له فیصل اباده د هغو پنځو واړو مسافرو له تګه رانیولې بیا په اسلام اباد هوايي ډګر کې د هغوی تر کوزولو پورې، دغو درو واړو تورنو کسانو له یوه بل سره لسګونه پيغامونه یا مسېجونه تبادله کړي دي.

اصلي تورن صدام حسین شاه څه وايي؟

د صدام حسین شاه وکیل د لاهور لوړې محکمې ته د هغه د ضمانت غوښتنلیک سپارلی دی او پکې ویلي یې دي چې د ده مؤکل په دې قضیه کې "بې‌ګناه" دی او په تېر کې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې هېڅکله هم ښکېل نه دی پاتې شوی.

په غوښتنلیک کې دا ادعا هم شوې چې دغه کس په تېر کې سعودي عرب ته له لېږل شوو کسانو هېڅکله یوه روپۍ هم نه ده اخیستې او ټول تللي له عمره کولو وروسته بېرته خپل هېواد ته روغ رمټ ور ستانه شوي دي.‌

د صدام حسین د وکیل په وینا، د هر کس او د ورسره توکو بشپړ پلټنه کېده خو دوی نه پوهېږي چې دا ځل دغو پنځو کسانو ته کله او په کوم ځای کې نشه‌يي‌ توکي سپارل شوي دي.

د پلټنو فدرالي ادارې (اېف‌اې‌اې) یوه افسر هم تاييد کړې چې په شاوخوا کلو بانډو کې یې پوښتنه کړې او دا خبره ریښتیا ده چې صدام حسین شاه چې پخوا څومره کسان عمرې ته لېږلي دي، ټول بېرته سلامت پاکستان ته ستانه شوي دي.

حکومت څه وايي؟

د کورنیو چارو په برخه کې د پاکستان د دولت وزیر طلال چودري بي‌بي‌سي اردو ته ویلي چې په سعودي عربستان کې د نیول شوو پنځو کسانو د خلاصون لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

په وینا یې، هلته د پاکستان سفارت په مرسته له سعودي حکومت سره خبرې روانې دي خو وايي چې دا "حساسه" مسئله ده او له وړاندې یې په اړه ډېر څه نه شي ویل کېدای.

د طلال چودري په خبره، د سعودي حکومت ته له اسنادو او شواهدو سره معلومات ورکړل شوي چې اصلي تورن کسان په پاکستان کې نیول شوي دي او هلته بندي کسان "بې‌ګناه" دي نو "د انساني زړه‌خوږۍ" له مخې دې خوشي کړای شي.

خو طلال چودري وايي چې په دې اړه بیا هم وروستۍ پرېکړه په خپله د سعودي‌ عربستان حکومت په لاس کې ده.

د یادولو ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار همدا روانه میاشت قامي اسمبلۍ ته په خبرو کې وویل چې اوسمهال تر ۲۱ زرو ۶۰۰ ډېر پاکستانیان په بېلابېلو هېوادونو کې بندیان دي چې له ډلې یې شاوخوا ۱۱ زره د سعودي عربستان په زندانونو کې دي. تر سعودي وروسته په متحده عربي اماراتو کې ۲۹۷ پاکستانیان بندیان دي.

"اصلي کسان نیول شوي نو بې‌ګناه دې خوشي شي"

په سعودي عربستان کې د نیول شوو پنځو کسانو له ډلې د ۴۰ کلن نیئر عباس مور جمیله بي‌بي وايي چې اوس خو "اصلي تورن" نیول شوي نو پنځه واړه "بې‌ګناه" کسان دې خوشي کړای شي.

هغه وايي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ته یې هم غوښتنلیک لېږلی دی چې د "انساني خواخوږۍ له مخې دې پر هغوی رحم وکړي."

جمیله بي‌بي وايي چې د زوی یې درې واړه بچیان په کور پاتې دي او د کورنۍ د کفالت کولو یې بله هېڅ هیله او اسره نه شته.

د زیارت بي‌بي او انور بي‌بي عمرونه تر ۸۰ کلنۍ اوښتي‌ دي او د جومات امام محمد ریاض او د هغه د مېرمنې شمیم بي‌بي دوه اولادونه معلول دي چې د هغوی تر نیول کېدو وروسته یې اوس یوې ترور له ځانه سره بېولي دي.

د زیارت بي‌بي زوی ابرار حسین وايي چې پلار یې محمد رمضان هم عمرې ته روان و خو د شناختي کارډ معیاد یې ختم شوی و او د پاسپورټ په جوړولو کې پاتې راغی.

ابرار زیاتوي، "پلار مې خپه و چې له عمرې پاتې شو خو اوس خلک ورته وايي چې نېکمرغه یې چې پاتې شوې کنه نو اوس به ته هم په زندان کې وې. خو هغه وايي چې نېکمرغه به هله یم چې مېرمن مې بېرته کور ته راشي."