د ترکیې د هوايي دفاع څو پوړیز سیسټم، فولادي ګنبد څه دی؟

ترکیې دفاعي سیسټم

د عکس سرچینه، TRT HABER

د "سټیل ډوم" هوايي دفاع سیسټم، چې په ترکیې کې له داخلي ټېکنالوژۍ جوړ شوی، د "مدغمې معمارۍ" په توګه معرفي شوی دی. دغه سیسټم په مختلفو لوړوالیو کې د هوايي دفاع سیسټمونو سره په همغږۍ کار کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د هالنډ په هاګ کې د ناټو له مرکزي دفتره د راستنېدو پر لاره، په الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې، د هوايي دفاع سیسټمونو پر ارزښت ټینګار وکړ. ښاغلي اردوغان "سټیل ډوم" د "سمانها سامانهي" په توګه یاد کړ.

په منځني ختیځ کې د اسرائیل او ایران ترمنځ وروستۍ جګړې ته په اشارې سره، ښاغلي اردوغان وویل: "د هوايي دفاع سیسټم به یوازې اېس- ۴۰۰ پورې محدود نه وي، بلکې په وینا یې خلک د دې موضوع اهمیت په وروستیو کې لا ډېر ښه درک کولای شي.

هغه د "څو پوړیزو سیسټمونو سیټ" جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "په مختلفو لوړوالیو کې د توغندیو درلودل او د دوی همغږي عملیات خورا مهم دي، لکه د بدن غړو په شان ... موږ باید د خپلو توغندیو وړتیاوې لوړې کړو."

کارپوهان څه وايي؟

کارپوهانو د دې پروژې وخت، ارزښت او ځانګړتیاوې ارزولې دي.

ویل شوي، که د هوايي دفاع سیسټم له لارې د ترکیې لخوا توغندیو ته پراختیا ورکړل شي، نو په همغږۍ سره به عمل وکړي، چې دا به د "فولادي ګنبد" په نوم یاد شي.

د دفاعي صنعت اجرائیوي کمېټې په شپږمه غونډه کې دا پروژه تصویب شوه.

د ترکیې د مخابراتو ریاست په بیان کې، "د فولادو ګنبد" داسې تشریحې شوې ده:

"[دا سیسټم]، که چېرې د هوایی دفاع سیسټمونو سره ځای په ځای شي، نو ټول سینسرونه او وسلې به یې د شبکې په بڼه سره وصل شوي. دا به یو جامع هوایی انځور رامینځته کړي او د عملیاتو مرکز ته به یې ولېږدوي. په دې سره به پرېکړه کونکي له مصنوعي استخباراتو سره مرسته وکړي. دا سیسټم په سیمه ییزه او ملي کچه رامینځته کېدای شي.

د ترکیې د دفاعي صنعت مشر هالوک ګورګون وویل، دا پروژه به د اسالسان، روکیتسان، توبیټیک سیج او میخانیکي او کیمیاوي صنعتونو (ایم کې وای) په همکارۍ ترسره شي.

ولې دا ګنبد مهم دی؟

د اقتصاد او بهرنۍ پالیسۍ د څېړنې مرکز مشر، سینان اولګون، د بي بي سي له ترکیې برخې سره په یوه مرکه کې، د هوا او توغندیو د دفاع پر ستراتېژۍ د ترکیې تمرکز د "سمه لار" په توګه وارزول:

"دا پلان د یوې پروژې له توانه لوړ دی، نو ځکه باید د یوې نظریې په سترګه ور ته وکتل شي. دا په حقیقت کې یو همغږی جوړښت دی چې د ترکیې د اوږدمهاله هوایی او توغندیو د دفاع نظریه جوړوي. یاد پلان به له همدې امله، د دفاعي صنعت پانګونې برخه کې د لارښود رول ولري.

د اولګون په وینا، د ترکیې دفاعي صنعت د داسې پروژې د پلي کېدو وړتیا لري.

"پنځه کاله د مخه دا وړتیاوې وې. اوس په ټیټه او منځۍ ارتفاع کې داخلي هوایی دفاع سیسټمونه شته. سپوږمکۍ شته او ترکیه سپوږمکۍ لري. له همدې امله، د یوې همغږي معمارۍ د جوړولو لپاره، ترکیه اوس په ډېرو سیسټمونو او فرعي سیسټمونو سمبال ده. زمانبندي باید دا حرکت هم له دې لیده وګوري.

ایا دا د "اوسپنې له ګنبدې" سره ورته دی؟

د دې پروژې په تحلیل سره، سینان اولګان وايي: "په نړۍ کې، اسرائیل دا مفهوم غوره عملي کړی. حتا پخپله یې د "ګومباد اوسپنې" په نوم یادوي. دا یو بریالی او ازمول شوی ماډل دی.

ښاغلی اولګان زیاتوي: "د جنګي ټېکنالوژیو پرمختګ ته په پام سره، په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې د اسرائیل او ایران ترمنځ جګړې ته په پام سره، د توغندیو او هوایی دفاع سیسټمونو ارزښت ډېر شوی دی. ځکه په لنډمهاله جګړو کې، موږ د درنو او پراخو توغندیو او هوایي بریدونو شاهدان یو.

امریکايي هارون ایسټین، چې د دفاعي هوايي چارو کارپوه دی او په ترکیه کې یې پرمختګونه له نژدې تعقیب کړي، وايي:

د "سټیل ډوم": دا د اسرائیلو د توغندیو له دفاعي سیسټم سره توپیر لري، لکه تیر او پیټریاټ. هغه زیاته کړه: "داسې ښکاري چې د ترکیې سیسټمونه د الوتکې ضد دفاع لپاره ډېزاین شوي، نه په ځانګړي ډول د دې ډول توغندیو د دفاع لپاره."

ایا ترکیه به اېس-۴۰۰وکاروي؟

امریکا ویلي و، ترکیه په یوه وخت اس - ۴۰۰ سسټم او ایف - ۳۵ ډوله امریکايي جنګي الوتکې نه شي درلودلای.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، امریکا ویلي و، ترکیه په یوه وخت اس - ۴۰۰ سسټم او ایف - ۳۵ ډوله امریکايي جنګي الوتکې نه شي درلودلای.

د "سټیل ډوم" پروژې پر پرانېستلو سره، د اېس-۴۰۰ توغندیو دفاعي سیسټم، چې ترکیې له روسېې پېریدلی وه، د ارزښت په اړه بحثونه راپورته شول.

د ترکیې د ناټو غړیتوب ته په اشارې سره، مراد یاتکین په یوه یاداښت کې لیکلي، چې د د اېس-۴۰۰ له "سټیل ډوم" سیسټم سره یو ځای کېدل به "ډېرستونزمن کار وي."

هغه دا پوښتنه راپورته کړه: "که چېرې د اېس-۴۰۰د ترکیې د لومړي جامع هوايي دفاع پروژه، د فولادو ګنبد کې و نه کارول شي، نو موږ باید څه ورسره وکړو؟"

د بي بي سي د ترکیې څانګې سره په مرکه کې، سینان اولګون یادونه وکړه، چې د د اېس-۴۰۰ ساتنه او عملیات د روسیي متخصصینو شتون ته اړتیا لري او ویې ویل: "د دې نظریې د بریالیتوب لپاره، ټول سیسټمونه او بنسټونه باید په یو همغږۍ سره وصل شي. "د فولادو د ګنبدې ټولې برخې باید له یو بل سره د اړېکو وړتیا ولري ... د اېس-۴۰۰ په څېر ستراتېژیک سیسټم واردول په ملي شبکه او کوډ کول یې خپل خطرونه لري.

په ۲۰۱۷ کې، ترکیې دا تجهیزات له روسیې د ۲۰۵ میلیارډ ډالرو په ارزښت واخیست او د هغه تحویل یې په ۲۰۱۹ کې بشپړ کړ.

له هغه وروسته، متحده ایالاتو د ترکیې په وړاندې د "د بندېزونو له لارې د امریکا له دښمنانو سره د مبارزې قانون "لاندې بندېزونه ولګول او انقره یې د ایف -۳۵ پنځم نسل له جنګي پروژې وایستله.

د فولادو ګنبد به کله فعال شي؟

اولګون زیاته کړه، د لنډ ـ واټنه هوايي دفاع یو شمېر سیسټمونه، چې ممکن د "سټیل ډوم" برخه وي، اوس مهال په عملیاتي ډګر کې کارول کېږي.

هغه وویل، دغه پروژه به په لنډ وخت کې بشپړه نشي او ترکیه به په ور ته وخت کې له نور موجود هوايي دفاعي سیسټمونه کار واخلي. نوموړي زیاته یې کړه: "د ملي وړتیاوو پر بنسټ د هوايي او توغندیو دفاعي جوړښت رامینځته کول، د هغه د بریالیتوب ازموینه او اندازه کول او په یو باوري سیسټم یې بدلول، به په طبیعي ډول وخت ونیسي."

"همدارنګه دا باید په پام کې ولرو، چې ترکیه د خپلو وړتیاوو سربېره، د ناټو د سوپر توغندیو ترچتر لاندې ده."

د ترکیې وسله وال ځواکونه اوس مهال د "کورکوټ" سیسټمونه لري چې د ټیټو او لوړو ګواښونو لپاره د اسالسان لخوا جوړ شوي او د ټیټ او منځني لوړوالي لپاره "حصار- او" سیسټمونه لري.

اسالسان اعلان کړی چې د اوږد واټن هوايي او توغندیو دفاعي سیسټم "ساپیر" به د کال تر پایه وسله والو ځواکونو ته وسپارل شي.