ترکیې مخابراتي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله؛ اردوغان له اېلن موسک مننه وکړه

ترکیې سپوږمکۍ

د عکس سرچینه، TURKISH PRESIDENCY

امریکايي سپېس ایکس شرکت د ترکیې مخابراتي سپوږمکۍ ترکست ۵ - بي فضا ته وتوغوله، چې په فضايي پروګرامونو کې د ترکیې لا فعاله ونډې اخیستو یوه هڅه بلل کېږي.

د اناتولیه خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، ترکست ۵ - بي د دسمبر پر ۱۹ د امریکا فلوریډا ایالت کې د هوايي ځواکونو له یوې اډې توغول شوې ده.

په رپوټ کې ویل شوي، دا سپوږمکۍ به ۱۶۴ ورځو کې ۴۲ درجې ختیځ مدار ته ورسېږي او له هغه وروسته به یوه ۴۵ ورځنۍ ازمایښتي دوره بشپړه کړي.

په دې رپوټ کې زیاته شوې، ترکست ۵ - بي د ترکیې پینځمه فعاله سپوږمکۍ ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، ترکست ۵ - بي به د هېواد په 'پیاوړې ' مخابراتي سپوږمکۍ بدله شي او 'تر ټولو زیاته ' وړتیا به ولري.

نوموړی وايي، د دې سپوږمکۍ وړتیا به ''۱۵ برابره شي او د فعالیت موده به یې ۳۵ کاله وي. ''

ښاغلي اردوغان دغه راز د سپېس ایکس پروګرام موسس ایلن موسک مننه وکړه، چې د ده په وینا ''د ترکیې ضد عناصرو تر فشار لاندې رانغی، '' خو نوموړي په دې هکله ډېر جزیات نه دي ورکړي.

ترکیه په تکرار سره ځینې لویدیځوال قدرتونه تورنوي، چې د دغه هېواد د پرمختګ پر وړاندې ''خنډونه '' رامنځته کوي.

له دې مخکې د پروسږ کال جنورۍ کې ترکیې د همدې سپېس ایکس پروګرام له لارې د ترکست ۵ - اې په نامه یوه بله مخابراتي سپوږمکۍ هم فضا ته توغولې وه.

ښاغلي موسک د پروسږ کال دسمبر پر ۱۶ مه له ولسمشر اردوغان سره د هغې پروژې په هکله ویډیويي غونډه کې خبرې کړې وې.