امریکا پر ترکیې غږ کړی چې د روسیې دفاعي سیستم دې نه پېري

ایس ۴۰۰

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ترکیې ولسمشر ویلي له روسیې به خامخا د اېس-۴۰۰ نور توغندي هم اخلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر ترکیې غږ کړی چې له روسي دفاعي سیسټمه دې لاس په سرشي او دا سیستم دې نه پیري،‌ که نه له نورو بندیزونو سره به مخ شي.

امریکا ترکیې ته وروسته له هغه دا ګوتڅنډنه کړې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټېنګار وکړ چې له روسیې د دفاع راکټي سیسټم د دویمې برخې اخستلو مخه یې څوک نه شي نیولی.

دا دفاعي سېسټم چې د ایس۴۰۰ په نوم یادیږي یو له پرمختللو دفاعي سېسټمونو دی چې ترکیې د امریکا او ناټو د نورو غړو هېوادونو له مخالفت سره ، سره له روسیې وپېره.

ترکیه هم د ناټو غړیتوب لري او د دې سېسټم له پېرلو وروسته امریکا پر دغه هېواد یو لړ بندیزونه ولګول.

د ایس۴۰۰ سېسټم د پېرلو ترڅنګ اړیکو کې د ترېنګلتیا نور عوامل هم شته، له دې ډلې ترکیه وايي چې امریکا د دوی مخالفې کردي ډلو ته چې سوریه کې میشتې دي وسلې ورکړې او ترکی مذهبي مشر عبدالله ګولن یې،‌ چې ترکیه کې په کودتاه تورن دی، انقرې ته نه دی تسلیم کړی.

ولسمشر اردوغان څه ویلي؟

ترکیه امریکا ترینګلې اړیکې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ترکیه او امریکا د ناټو غړي دي خو له څو کلونو راهېسې یې اړیکي ترینګلي دي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له امریکايي تلویزیوني چنل سي بي ایس سره مرکه کې ویلي، امریکا ترکیې ته د امریکايی دفاعي سېسټم پټریوټ له ورکولو ډډه وکړه، نو ځکه واشنګټن نور حق نه لري چې د ترکیې لخوا د ایس۴۰۰ سېسټم د رانیولو مسله کې لاس وهنه وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې ترکیه به په ټول توان د روسي دفاعي سېسټم اس۴۰۰ ترلاسه کولو ته دوام ورکړي.

ترکیې له روسیې سره د شوې هوکړې له مخې د دې سېسټم لومړۍ برخه تر لاسه کړې او ټاکل شوې چې نور هم تر لاسه کړي.

اردوغان په دې تازه مرکه کې دا نیوکه هم وکړه چې امریکا ته یې د پنځو ایف۳۵ ډوله جېټ الوتکو لپاره یو ملیارد او ۴۰۰ ملیونه ډالر ورکړي خو امریکا د دې الوتکو له ورسپارلو ډډه کړې ده.

د ترکیې ولسمشر د امریکا له خوا له کردي وسله والو ډلو سره د پوځي مرستې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي امریکا باید خپله لاره معلومه کړي چې د ده په وینا په سیمه کې له سیمه ییزو ترهګرو ډلو سره لار وړي او که په ناټو کې له خپل متحد ترکیې سره.