چمپینز ټرافي :شهیدي وايي د انګلنډ خلاف له نوي پلان سره لوبېږي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د چمپینز ټرافي سیالیو دویمه لوبه د چارشنبې پر ورځ له انګلنډ سره کوي، دا سیالي د پاکستان لاهور په قذافي لوبغالي کې کېږي.

افغانستان او انګلنډ د چمپینز ټرافي سیالیو خپلې لومړۍ لوبې بایللې او نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره دا لوبه دواړو ته برخلیک ټاکونکې ده.

له دې مهمې لوبې مخکې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په یوه خبري غونډه کې انګلنډ پیاوړې لوبډله وبلله خو ټینګار یې وکړ چې " دوی به یې پر وړاندې له نوي پلان سره لوبېږي."

حشمت الله شهیدي د نوي پلان په جزییاتو ډېر څه ونه ویل خو ادعا یې وکړه چې " انګلنډ ورو بالران ښه نه شي لوبولی نو ځکه ډېره تمه ده چې افغانستان ښه پایله ولري."

ښاغلي شهیدي همدا راز د لاهور لوبغالی خپلو توپوهونکو ته ښه جوړ وباله او " ډاډمن دی چې دلته به ټول لوبغاړي ښه وځلېږي."

افغانستان او انګلنډ د اي سي سي له لورې له تر سره کېدونکو جامونو ور هاخوا کله خپل منځي لوبې نه دي کړي او په نږدې راتلونکي کې یې هم څرک نه ښکاري. په نړیوالو یو ورځنیو جامونو کې افغانستان یو ځل انګلنډ ته ماته ورکړې ده.

د ۲۰۲۳م کال په پنځوس اووریز نړیوال جام کې چې په هند کې کېده افغان لوبډلې انګلنډ ته د ۶۹ منډو په لوی توپیر ماته ورکړې وه.

د ۲۰۱۹م او ۲۰۱۵م کال په نړیوالو جامونو کې انګلنډ برلاسی شوی و.

له انګلنډ سره لوبه د 'پرېکون' له ګڼو غوښتنو سره کېږي

په چمپینز ټرافۍ کې دا لوبه بریتانیا کې د پرېکون له ګڼو غوښتنو سره کېږي، نو ځکه د پخوا خلاف دا ځل ورته د لا ډېرو مینه والو سترګې دي.

د دغې لوبې له نږدې کېدو سره بریتانیا کې له ۱۶۰ ډېرو پارلماني وکیلانو د دغه هېواد له کرېکټ بورډه غوښتنه کړې وه چې افغانستان کې د طالبانو له امله بشري وضعیت او پر ښځو سختو بندیزونو ته په کتو له افغان لوبډلې سره پلان شوې لوبه ونه کړي.

د انګلنډ او وېلز کرېکټ بورډ‌ مشر ریچارډ‌ ټامپسن د روانې فبرورۍ میاشتې پر لومړیو کې وویل "له افغانستان سره د چمپینز ټرافۍ لوبه نه لغوه کوي."

د انګلنډ یوه مخکښ لوبغاړي جو رووټ هم له لوبې بایکاټ مناسب نه دی بللی، په لاهور کې خبري ناستې ته د خبرو پر وخت جو رووټ وویل ٬٬ ګومان نه کوم که دا لوبه ونه کړو نو کومه مثبته اغېزه ولري. ښکاره ده چې د هغه ځای( افغانستان) د خبرو اوریدل او لوستل سخت دي، خو کریکټ د ډېرو خلکو لپاره، په افغانستان کې دننه خلکو ته هم د خوښۍ یوه سرچینه ده. زه فکر کوم دا د کریکټ د لمانځلو یو فرصت دی، یو څه هیله ورکړئ، یو څه خوښي ورکړئ، هیله من یم په دې بله لوبه کې به دواړه لوبډلې دا کار وکړای شي.

د دغې ناندریزې شوې لوبې په اړه د (سې شنبې د فبروري ۲۵ مه ) پر ورځ افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي هم وپوښتل شو چې ایا د پرېکون غوښتنو پرې فشار راوستی؟ ، هغه وویل " موږ ورزشکاران یوو، او څه چې کولی شو هغه لوبغالي کې ښه لوبېدل دي له لوبغالي بهر چې څه کېږي د هغې په اړه څه نه شو کولی، موږ د انګلنډ خلاف لوبې ته ځير یوو، ښه تمرینات مو ورته کړي او ورته چمتو یوو."

له افغان لوبډلمشره د ښځينه کرېکټ لوبډلې په اړه هم وپوښتل شول چې ملاتړ یې کوي که نه ؟ شهیدي وویل ټول دا غواړي چې هر څوک دې ولوبیدای شي، خو کله چې په دې کې سیاست ښکېلېږي نو دوی د لوبغاړو په توګه څه نه شي کولی."

د افغانستان او نګلنډ سره په بي ګروپ کې د اسټرالیا او سویلي افریقا لوبډلې دي. هغوی دواړو خپلې لومړۍ لوبې ګټلي او په پیاوړي دریځ کې دي.

د قذافي لوبغالي په اړه څه ویل کېږي؟

د لاهور قذافي لوبغالی توپ وهنې ته جوړ بلل کېږي او داسې تبصرې هم کېږي چې لکه د اسیا د ډېرو نورو لوبغالو دلته هم ورو بالران ښه ځلېږي. په همدې لوبغالي د استرالیا او انګلنډ په لوبه کې تر ۷۰۰ ډېرې منډې وشوې او انګلنډ له ۳۵۰ د ډېرو منډو دفاع ونه کړای شوه.

د دې لوبغالي پولې اوږدې نه دي، پېچ یا ویشتنځای یې منډو ته جوړ دی او په همدې دلیل منډه جوړونکي پکې ډېر ځلېږي.

په همدې لوبغالي په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان د اسیا کپ سیالیو په ترڅ کې لوبې کړې وې.

افغانستان د رسمي لوبو لومړۍ لوبه چې کراچۍ کې کېده سویلي افریقا ته د ۱۰۷ منډو په توپیر بایللې وه.