بلوچستان حکومت دغه ایالت ته د منظور پښتین پر ورتګ بندیز لګولی

د پاکستان بلوچستان صوبايي حکومت دغه ایالت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین پر ورتګ د ۹۰ ورځو لپاره بندیز لګولی دی.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو صوبايي وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د "سولې په ګټه" او "د خلکو د ارامښت او د امنیت" په موخه بلوچستان ته د ښاغلي پښتين پر ورتګ په سملاسي توګه د ۹۰ ورځو لپاره بندیز لګوي او په دې موده کې به هغه د دغه ایالت هېڅ ولسوالۍ ته نه پرېښوول کېږي.

په اعلامیه کې د ۱۹۶۰ کال د (عامه امنیت تامین) د یوه قانون یادونه شوې، چې د اعلامیې په ټکیو له مخې یې د بلوچستان ټولو ضلعو یا ولسوالیو ته د ښاغلي پښتین پر ورتګ بندیز لګول شوی دی.

په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سرچينو ویلي چې په پام کې و، ښاغلی پښتين د اګست پر ۲۵مه نېټه د بلوچستان مرکزي ښار کوټې او د دغه ایالت ځينو نورو سيمو ته سفرونه وکړي.

د دغه غورځنګ ګڼو غړو پر اېکس خواله رسنۍ د بلوچستان حکومت دغه ګام غندلی او ځينو یې ویلي چې ګواکې د پاکستان حکومت له 'پښتون قومي جرګې' په وېره کې دی نو ځکه د منظور پښتين مخنیوی کوي.

خو دوی ویلي چې "هېڅوک به یې مخه ونه شي نیولی."

د یادولو ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د ۱۱ اکتوبر جرګې ته د خلکو بللو لپاره هغو ۶۰ ضلعو یا ولسواليو ته ځي چې ډېری اوسېدونکي یې پښتانه دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په تېره جولای میاشت کې د دغه غورځنګ د یوه مخکښ فعال ګیله من وزیر د جنازې په مراسمو کې اعلان وکړ چې د پښتنو پر وضعیت "یوه ستره ولسي جرګه" رابولي.

ښاغلي پښتين د ۱۱ اکتوبر جرګه د پښتنو "تاریخي جرګه" بللې او شاوخوا لس ورځې وړاندې یې وویل چې د دې "قومي جرګې" بنسټيز کارونه بشپړ شوي دي.

منظور پښتین د خپلو ټولنیزو رسنیو پاڼو له لارې په یوه توضیحي وینا کې دا د پښتنو "تاریخي جرګه" بللې او په وینا یې دا جرګه به د دریو ورځو لپاره جوړېږي.

نوموړې د اګست پر ۱۱مه اعلان وکړ چې د دغې جرګې په وخت او ځای ځایګي هم سلا شوي، خو دا یې و نه ویل چې د پښتنو دا جرګه به چېرې جوړېږي؟