د ۲۰۲۵ کال د سولې نوبل جایزې ګټونکې 'ماریا کورینا ماچادو' څوک ده؟

    • Author, دانیل پارډو
    • دنده, بي‌بي‌سي مونډو

د وېنزویلا د اپوزېسیون مشره او ډیموکراسۍ پلوه فعاله ماریا کورینا ماچادو د جمعې پر ورځ د ۲۰۲۵ کال د نوبل سولې جایزې ګټونکې اعلان شوه.

د نوبل جایزې کمیټې ماچادو "لاتینه امریکا کې د ملکي زړورتیا د یوې غیر معمولي بېلګې" - "د وینزویلا خلکو لپاره د دیموکراتیکو حقونو ترویج او له دیکتاتورۍ څخه دېموکراسۍ ته د سوله‌ییز او عادلانه لېږد په لار کې د نه ستړې کېدونکو هڅو" له کبله وستایله.

هغې له کلونو راهیسې د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو موروس پر ضد کمپاین کړی، چې ګڼ شمېر هېوادونه یې د واکمنۍ ۱۲ کلنه دومره غیر قانوني ګڼي.

۵۸ کلنه ماچادو د نیکولاس مادورو په مشرۍ د 'چاویزمو' رژیم پر وړاندې چې له لسیزو راهیسې پر وینزویلا واکمن دی، د مخالفت اصلي غږ ګرځېدلی.

د مادورو لارښود د وینزویلا پخوانی ولسمشر هوګو چاویز دی، چې ډېر خلک یې سوسیالیستي سیاسي ایډیالوژۍ د چاویزمو په نوم پېژني.

ماچادو ته له کلونو راهیسې د واکمن ګوند د دښمنې او یوې داسې مخالفې څېرې په سترګه کتل کېږي، چې ان د چاویزمو په اوج کې پخپله پر هوګو چاویز او د هغه د حکومتولۍ پر څرنګوالي هم په نیوکو کې ثابت قدمه پاتې شوې ده.

په ځواب کې چارواکو پر هغې په زیاتېدونکې توګه بندیزونه ولګول: له هېواده یې له وتلو منع او د ملي شورا له غړیتوبه لېرې کړه. همدا راز پر دولتي څوکۍ د نوموړې پر کار هم بندیز ولګېد. واکمنو دا ګامونه د متحدو ایالتونو له "امپریالیزم" سره د نوموړې د ادعا شویو اړیکو له کبله توجیه کړل.

خو ماچادو له دغو اقداماتو سره سره خپل سیاسي کار ته دوام ورکړ او بالاخره د وینزویلا د اپوزېسیون منلې مشره شوه.

هغې دا هر څه د خپل کلک هوډ له لارې تر سره او تر لاسه کړل.

هغې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ دوه ځله په داسې حال کې د وینزویلا لروبر سفرونه وکړل چې لارې او سړکونه تړل شوي، الوتنې لغوه شوې او پر موټر یې د څارویو وینه پاشل شوې وه.

د ۲۰۲۴ کال په وروستیو میاشتو کې د هغې د نیول کېدو جلب صادر شو.

له ګڼې ګوڼې پر ډکو سړکونو د تېرېدو پر مهال لسګونو کسانو هغې ته تسبیح ورکړې چې نومونه، ځایونه او تاریخونه یې پرې لیکلي او نوموړې یې غاړه کې ګرځوي.

په سترو لاریونو کې لیدل شوي چې هغې ان تر لسو پورې تسبیح غاړه کې اچولې دي.

د اپوزېسیون دا مشره وايي: "هره یوه [تسبيح] دا رایادوي چې زه څه کوم، ولې یې کوم او د څومره خلکو دعاګانې مو د مبارزې دوام ته هڅوي."

هغې دا څرګندونې د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې له ټاکنو وروسته کولې، چې د درغلیو له ادعاوو سره سره یې نیوکولاس مادورو ګټونکی اعلان شو.

د ټاکنو ملي شورا (سي‌اېن‌يي) چې د وينزويلا د حکومت پلوی بنسټ دی، د نړیوالې ټولنې له غوښتنې سره سره، د مادورو ادعا شوې بریا ته د مشروعیت ور بخښلو لپاره له جزییاتو سره د دغو ټاکنو دقیقې پایلې اعلان نه کړې.

د سي‌این‌يي لخوا د مادورو د بریا تر اعلانه لا یو ساعت نه و اوښتی، چې ماچادو مخ ته راغله او اعلان یې وکړ چې ټاکنې د دوی نوماند 'اېډمونډو ګونزالېس اوروتیا' ګټلې دي. نوموړې د دې ادعا زبادولو لپاره شواهد هم درلودل.

ماچادو، چې سیاسي ژوند یې د ټاکنو په څاروونکو سازمانونو کې له کاره پیل کړ، دا ځل د اپوزېسیون له نورو فعالینو سره یو ځای کار وکړ چې رایې ورکولو اوتومات سیستم وڅاري.

دغه کار دوی ته دا وړتیا وربخښله چې د خپلو څارونکو لخوا د خوندي شويو رسمي اسنادو په کارولو سره د ټاکنو ملي شورا سره په موازي ډول رایې وشمېري.

په دې توګه اپوزېسیون پر دې بریالی شو چې هغه څه چې دوی یې د "مادورو درغلۍ" بولي رسوا او د متحدو ایالتونو په څېر هېوادونو پر دې قانع کړي چې د "پرېکنده شواهدو" له مخې ګونزالېس ګټونکی وپېژني.

ماچادو خپلو پلویانو ته په یوه زړه راښکونکي غږیز پیغام کې تکرار کړه چې "ګټلو ډېر وخت ونیو، او د بریا ترلاسه کول به هم وخت اخلي... نو موږ باید مقاومت وکړو – باید خلکو ته نږدې پاتې شو او ورته ووایو چې لاس ترې نه اخلو، ځکه موږ تر پای پورې ځو."

"تر پای پورې" د هغې شعار شو، چې ماچادو یې د خلکو یو ډول ژغورونکې او د اپوزېسیون د اېتلاف مشره کړه. یو داسې اېتلاف چې له کلونو راهیسې یې نوموړې ته د مادورو له حکومت او ټاکنیزې پروسې سره د خبرو د مخالف او د نړیوالې پوځي مداخلې د پلوي درېځ له کبله د سترګو د اغزي په توګه لیدل.

خو ماچادو د ۲۰۲۳ کال نومبر میاشت کې ما ته په یوه مرکه کې وویل چې نوموړې لکه د میلیونونو نورو وینزویلایانو په څېر بدله شوې ده:

"موږ ګڼې تېروتنې کړې، او تېروتنې که د داسې څه له کبله وي چې تاسې باور لرئ سم دي، یا له دې کبله چې تاسو ټول مالومات نه لرئ، او یا مو هغه څه ته په کمه سترګه کتلي وي چې ورسره مخامخ یئ، نو باید زدکړه ترې وکړئ."

د چاویزمو او اپوزېسیون پر وړاندې بغاوت

ماریا کورینا ماچادو پاریسکا درې ماشومان لري او پخپله څلورو خویندو کې تر ټولو مشره ده.

پلار یې د اوسپنې صنعت یو ویاړلی سوداګر و چې کمپنۍ یې د مادورو د سلف، هوګو چاویز لخوا ملي اعلان شوې.

مور یې پېژندل شوې ارواپوهه او ټېنس لوبغاړې ده.

ماریا کورینا د صنایعو انجنیره او په مالیاتي چارو کې تخصص لري. هغې د بې وزلۍ کمولو او پر ټاکنیز څار متمرکزو ادارو کې تر کار مخکې په سوداګرۍ بوخته وه.

نوموړې له همدې لارې په متحدو ایالتونو کې، چې دا پکې اوسېده او سیاسي اړیکي ورسره پالي، جمهوریپال ګوند ته نږدې شوه. چاویزمو تل هغې ته د "امپریالیستي کودتاچۍ-دسیسې" د همکارې په سترګه کتلي.

هغې ۲۰۱۰ کال کې له کمونیست-ضد پيغام سره د یوې خپلواکې استازې په توګه ملي شورا ته لار ومونده او په ۲۰۱۲ کال کې یې د اپوزیسیون له اړخه ولسمشرۍ ته د نوماندۍ ټاکنې هېنریکې کاپريلېس ته وبایللې.

ماچادو له دې کبله چې پخپله پر دولتي څوکۍ د کار نااهله اعلان شوې، تېر لس کاله له سیستمه بهر په سیاست کې برخه اخیستې – ۲۰۱۴ کال کې له لیوپولدو لوپېز سره د "مادورو لېرې کولو" لپاره ودرېده او په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو کې یې د لاریونونو ملاتړ وکړ.

هغه لومړنی کس و چې د وینزویلا حکومت یې "دیکتاتور" وباله، له چاویزمو سره یې د خبرو اترو ټولې هڅې رد کړې، د مادورو لېرې کولو لپاره یې د ځواک د کارېدو دفاع وکړه، او د اپوزېسیون مخکښ ګوندونه یې د حکومت "مله" وبلل او د هغوی مخالفت یې وکړ.

هغې د دې او ترڅنګ یې د نیول کېدو له ګواښونو سره سره په هېواد کې پر پاتې کېدو د ټینګار – او همدا راز ښايي د فلزاتو صنعت سره د نوموړې د کورنۍ د اړیکو پر بنسټ د "اوسپنیزې مېرمن" نوم ګټلی.

ماچادو د کاپریلېس، لوپیز او خوان ګوایډو د مشرتابه له کمرنګېدو سره، د مادورو پر وړاندې مقابلې لپاره د نوي نسل تر ټولو روښانه انتخاب په توګه راڅرګنده شوه.

له خلکو سره یو نوی تړاو

په اکاډمیکو حلقو ډېر وخت کې ویل کېږي چې د وینزویلا خلک ګوادیلیسټا (د ځواکمن سړي) سیاسي کلتور پالي چې له سیمون بولیوار پیل او نولسمه او شلمه پېړۍ یې له ځانپالو او پلارسالارو مشرانو څخه ډکې وې.

که څه هم د دغه سیاسي کلتور مخینه اوږده ده، خو ډېر یې ریښې د تېلو په کشف او وروسته ملي کېدو کې لټوي - یوه داسې سرچینه چې د "جادویي دولت" مفکورې ته یې وده ورکړه چې د وینزویلا د هر وګړي پام ساتي.

هوګو چاویز په خپله بڼه او د ځانګړو دلایلو مخې، د دې [نظریې] وروستی استازی و.

مچادو له مخالف ایډیالوژیک پلوه او د یوې ښځې په توګه، د همدغه سیاسي کلتور پر بنسټ خلکو سره له یوه نوې لارې د اړیکو وړاندیز وکړ.

دا د ۲۰۲۴ کال د ټاکنیزې پروسې جریان کې د هغې په لویو لاریونونو کې څرګنده وه: له ټولو ټولنیزو طبقو خلکو، نارینه وو، ښځو او ماشومانو هغې ته چیغې وهلې، غېږې یې ورکولې او د نوموړې مخ او لاسونو یې ښکلول.

خلکو ورته د "زما مینې"، "زما شهزادګۍ"، "لورې پر ځان پام کوه" نارې وهلې. دوی هغې ته د یوې لور، مور او انا په سترګه کتل. خلکو ورته له خدایه دعا غوښته.

ګڼو خلکو نوموړې د "ارېچا" (ستوغوالي)، "زړورتیا او ثابت قدمۍ" له کبله ستایله.

د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ ۱۳مه ولسمشر هوګو چاویز ملي اسمبلۍ کې ولس ته کلنۍ وینا واوروله.

د ټاکل شویو استازو له اړخه د پوښتنو په لړ کې د اپوزېسیون د یوې ۴۴ کلنې استازې یو پياوړی غږ هم و.

ماریا کورینا مچادو وپوښتل: "په داسې حال کې چې ځان مو (ضبط) مصادره کولو ته وقف کړی، چې غلا ده، څنګه د خصوصي سکتور د درناوي خبرې کولی شئ؟"

چاویز تر یوې اوږدې چوپتیا وروسته او د واکمن اړخ د استازو له مېزونو د غوغا په منځ کې ځواب ورکړ چې: "وکیلې، وړاندیز مې دا دی چې تاسې ابتدايي ټاکنې وګټئ، ځکه تاسې له ما سره د مناظرې په حد او اندازه کې نه یاست."

هغه تر یوې بلې وقفې وروسته زیاته کړه: "بازان د مچانو ښکار نه کوي، وکیلې."

دولس کاله وروسته، مچادو ابتدايي ټاکنې په ۹۵ سلنه رایو وګټلې او د هغو رسمي اسنادو پر بنسټ چې نوموړې هغه مهال نړۍ ته وړاندې کړي وو، له ګونزالیز اوروتیا سره یوه ټکټ کې د ولسمشرۍ ټاکنۍ هم د ۷۰ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره ګټلې وې.

څنګه چې د نوبل جایزې نارویژۍ کمیټې ویلي، نوموړې ته دا جایزه "د وینزویلا د خلکو آزادۍ لپاره کار ته د کلونو وقفولو" له امله ورکړل شوې ده.

هغه مچ بیا عقاب شو: هغه اوس داسې څوک دي چې د وینزویلا د اکثریت خلکو په زړونو کې اوسي.

دا مطلب لومړی ځل د ۲۰۲۴ کال د اګست پر درېمه کې د بي‌بي‌سي مونډو لخوا خپور شوی و، او اوس د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۱۰مه د نوبل سولې جایزې تر اعلانېدو وروسته تازه شو.