تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نوي کال لپاره پلان کې له دوو خبرو ډډه وکړئ
- Author, ياسمين روفو
دا ورځې هر ځای د "نوی کال، نوی ته" پیغامونه تر سترګو کېږي. پر خواله رسنیو تر ډېره لوېدیځه نړۍ کې د رادبره کېدونکي زېږدیز ۲۰۲۶ کال په درشل کې بېلابېل پیغامونه د لارښوونو په ډول خپرېږي.
د سپورتي کلبونو او رژیمونو اعلانونه په ټولنیزو رسنیو کې ډېر شوي او د رخصتیو پای ته رسېدو سره هر څوک د هغو کارونو په اړه غږېږي چې غواړي په جنورۍ کې یې پیل کړي یا یې پرېږدي. خو حقیقت دا دی چې ډېرې دا پرېکړې تر نیمې جنورۍ پورې له منځه ځي او بیا بېرته خبره پخوانۍ وي.
خو سږ کال توپیر لیدلی شئ، موږ له ځینو متخصصینو او څېړونکو وپوښتل چې څنګه ګټورې پرېکړې وکړو چې پلې یې کړو:
۱. واقعیت لیدونکي اوسئ
انګېرئ ۲۰۲۶ به هغه کال وي چې تاسو پکې "وزن کم کړئ"، "خپله دنده بدله کړئ" یا "نوي کور ته لاړ شئ"، ډاکټره کلیر کای، چې یوه پخوانۍ ډاکټره او د په ځان باور جوړولو د هڅو روزونکې ده، خبرداری ورکوي کله کله ډېر د کال پیل کې د بدلون ژمنې د عملي کولو پلانونه نه دي، بلکې "فشار راوړونکي عبارتونه" دي.
هغه وايي چې پرېکړې ځکه ناکامېږي چې روښانه نه وي، غیر واقعي وي او ډېرې پراخې وي.
لارښود:
هغه څه ولیکئ چې ستاسو په ژوند کې سم روان دي او هغه څه چې ستاسو انرژۍ او ځواک ته زیان رسوي، دې سره تاسو یو ډول د خپل ژوند منفي او مثبت اړخونه ځان ته په هېنداره کې ښکاره کوئ.
د وزن کمولو پر ځای ووایئ، "غواړم په خپل بدن کې د ډېرې انرژۍ او هوساینې احساس وکړم او پر هغو شیانو پوه شم چې له دې احساس سره مرسته کوي."
د دندې بدلولو پر ځای ووایئ: "غواړم د داسې کارونو پلټنه وکړم چې ما ته انرژي او معنا راکوي."
۲. دا دوه کلیمې مه کاروئ
ارواپوهه کیمبرلي وېلسن وايي چې د موخو د لیکلو پر مهال باید له سختې ژبې لکه "تل" او "هېڅکله" ډډه وکړئ. دا کلمې د "یا هر څه یا هېڅ" ذهنیت جوړوي چې عملي کول یې خورا سخت دي. د بېلګې په توګه دا ژمنه چې "زه به تل د چهارشنبې پر ورځ منډه وهم" یا "هېڅکله به خواږه نه خورم"، په اصل کې د ناکامۍ لپاره لار هوارول دي. ځکه که یوه ورځ ترې پاتې شئ، فکر کوئ چې هر څه ختم شول او هڅه پرېږدئ.
بدیله لاره: د انعطاف وړ عبارتونه وکاروئ، لکه: "غواړم تجربه کړم چې..."، یا "غواړم د ... لپاره ډېره فضا جوړه کړم".
۳. د احتمالي خنډونو لپاره پلان ولرئ
ډېری کله خلک د خپل ځان د یوې "بشپړې نسخې" لپاره پلان جوړوي، نه د ستړیا یا سختو کاري ورځو لپاره. وېلسن وايي چې خنډونه او په شا تګ د بدلون د بهیر برخه ده. که یوه ورځ مو تمرین ونه کړ، معنا یې دا نه ده چې تاسو ناکام شوي یاست. استقامت له کمال او ځان پوره سمولو له چارې ډېر مهم دی. کله چې تېروتنه کوئ، د خپل ځان د ملامتولو پر ځای په ځيرکتیا سره وګورئ چې ولې داسې وشول او بله ورځ بیا له سره پیل کړئ.
۴. عادتونه یو پر بل پسې جوړ کړئ
د مسلکي پراختیا روزونکې ایما جفریز وړاندیز کوي چې یو نوی چلند له هغه کار سره وتړئ چې تاسو یې لا له وړاندې هره ورځ کوئ.
بېلګه: "د غاښونو له مینځلو وروسته، زه به ۱۰ وارې سینه کشي کوم."
"د ماشومانو له ویده کولو وروسته، زه به د بدن د نرمولو تمرینات کوم." په دې توګه تاسو پر ځان بار نه اچوئ، بلکې نوی عادت په خپل ورځني مهالوېش کې ځایوئ.
۵. پرېکړه له یو مثبت کار سره وتړئ
که ستاسو پرېکړه د پیسو سپما وي، نو دا هله ښه پایله ورکوي چې له یوې مثبتې موخې سره تړلې وي. ټام فرانسېس، د مالي چارو کارپوه دی، وايي: "که ستاسو هدف یوې رخصتۍ ته تلل یا د بېړنیو حالاتو لپاره توخه تیارول وي، نو سپما کول د محدودیت پر ځای یو معنا لرونکی احساس لري."
لارښود: په یوځل د ډېرو شیانو د بدلولو هڅه مه کوئ. یوازې ۲ یا ۳ مهمې موخې وټاکئ. د بېلګې په توګه، په کال کې د ۱۲۰۰ ډالرو سپما پر ځای، په میاشت کې د ۱۰۰ ډالرو سپما هدف وټاکئ چې اسانه برېښي.