د لیبیا خونړی سیلاب؛ مرستندویه ډلې په خټو کې مړي لټوي

په لیبیا کې له خونړي او ویجاړونکي سیلاب یوه اوونۍ وروسته لاهم مرستندویه ډلې په خټو کې د قربانیانو مړی لټوي.

د لیبیا په ختیځ کې له ویجاړونکو سیلابونو وروسته، د دې سیمې چارواکو وايي، درنه ښار کې چې تر ټولو زیات زیان ورته رسیدل د ملکي خلکو تګ را تګ په کې بندوي.

دوی وايي، دا پریکړه یې له دې کبله کړې چې مرستندویه کارکوونکي په اسانۍ سره خپل کارونه ترسره کړي.

د یادو چارواکو په وینا، یوازې د لیبیا او نړیوالو مرستندویه ډلو ته به اجازه ورکړل شي چې دې ښار کې د لټون او ژغورنې عملیات ترسره کړي.

د لیبیا په ختیځ درنه ښار کې تېره یکشنبه (د سپتمبر ۱۰مه) لومړی ډانیل توپان راغی، ورپسې سخت باران وشو چې له کبله یې دوو بندونه مات شول او له دې سره لوی سیلاب راووت او یاد ښار یې تر اوبو لاندې کړ.

اټکل کېږي چې د مړو شمېر له ۶۰۰۰ تر ۱۱،۰۰۰ پورې وي خو لا هم په زرګونه کسان تري تم ورک دي.

د درنه ښار ښاروال وايي، کیداي شي د مړو شمېر ۲۰،۰۰۰ ته ورسېږي.

که څه هم د مرستندویه ډلو هڅې زیاتې شوې، خو د مرستې عملیات ګډوډ بلل شوي دي.

د یوې مرستندویه موسسې یوه ویاند وویل، چې د مرستندویه عملیاتو د همغږي کولو هڅه یو "وحشتناک" کار دی.

د لیبیا لوې څارنوالۍ هم د دوو بندونو د نړېدو په اړه څېړنه پیل کړې.

د یادو بندونو ماتېدل د لوی سیلاب راوتو لامل ګڼل کېږي.

بندري ښار درنه له سیلابه مخکې شاوخوا ۹۰،۰۰۰ نفوس درلود.

سیلابه وروسته د یاد ښار واټونه په خټو پوښل شوي او له بار وړونکو موټرو ډک دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې په لیبیا کې د سېلاب له امله نږدې یو میلیون وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

یاد سازمان پرون هم د څو میلیون ډالرو بیړنیو مرستو غوښتنه وکړه.

ترکیې، مصر او متحده عربي اماراتو لیبیا ته مرستندویه او طبي ټیمونه استولي دي، خو داسې ښکاري چې دا مرستې د دې لوی ناروین پر وړاندې کمې دي.

له کلونو کورنیو جګړو وروسته دغه سیلاب هغو زېربناو ته لا ډېر زیان اړولی، چې پخوا یې هم ستونزې درلودې.

په درنه ښار کې سړکونه او پلونه ویجاړ شوي، چې له کبله یې د ښار دننه او بهر د تګ راتګ مخه دب شوې ده.

په یاد ښار کې اوس هم د نړېدلو ودانیو لاندې د زیات شمېر قربانیانو مړي پراته دي.

بلخوا اندېښنه دا ده، چې له دې حالت سره به ناروغۍ زیاتې شي او د ژوندي پاتې شویو کسانو ژوند به له ګواښ سره مخ کړي.

د درنه ښار ژوندي پاتې شوي کسان د درملو او پاکو اوبو له کمښت سره هم مخ دي.

د لیبیا د کورنیو چارو وزیر عماد الطرابلسي ویلي، چارواکي د درنه په ښار کې د روغتیايي ګواښونو په اړه څېړنې کوي او د هغو ناروغیو د مخنیوي په اړه په پریکړه وکړي چې د خپریدو شونتیا یې وي.

د لیبیا په ختیځ کې یوه چارواکي، هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د پېښې پر مهال د دغه ښار خلکو ته ویل شوي، په کور پاتې شي.

یاد چارواکی وايي، برعکس سرتېرو خلکو ته ویلي وو چې له خپلو ځایونو را بهر شي او د تېښتې لاره خپله کړي.