تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روسیې د ۲۰۲۴ کال ټاکنې: د رایو ورکول پېل شوي، پوتین به یې ګټي
د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایو اچول پېل شوي دي، یقیني ده چې ولادیمیرپوتین به د یوې بلې شپږ کلنې دورې لپاره واکمن وي.
د رایو اچول به درې ورځې دوام وکړي، خو د نتیجې په اړه شک نشته ځکه ۷۱ کلن پوتین کوم جدي سیال نه لري.
د ښاغلي پوتین د کاندیدۍ له اعلان وروسته سملاسي د دولتي رسنیو ماشین په کار پېل وکړ او پر ټولو دولتي تلویزیوني کانالونو کې د یو ملي مشر په توګه د هغه ستاینې کېدې چې د هر بل سیال پرتله د هېواد د مشرۍ لپاره ښه وړتیا لري.
د دولتي تلویزیون یو خبریال په خپل راپور کې وویل: "د ولسمشر ملاتړ یواځې په ګوند پورې محدود نه دی، ولادیمیرپوتین د ټولو خلکو نوماند دی".
ولادیمیرپوتین د شوروي دیکتاتور جوزېف ستالین له وخت راهیسې له نورو ټولو روسي واکمنو ډېره موده په واک کې پاتې شوی.
پخوا د روسیې د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ د کار موده دوه دورو پورې محدوده وه، خو دا قانون بدل شو او اوس دی کولای شي په ۲۰۳۰ کې هم د یوې بلې شپږ کلنې دورې لپاره ځان کاندید کړي.
ولسمشر پوتین د خپل کار په موده کې په منظمه توګه پر واک باندې خپلې منګولې ټینګې کړې او واکمنۍ لپاره یې کوم واقعي ګواښ نه دی پاتې.
د هغه ډاګیزه منتقدین مړه دي، زندان کې دي او یا له هېواده بهر په تبعید کې ژوند کوي.
خو کریملین کلک هوډ لري چې د روسیې د ټاکنو پروسې ته قانوني بڼه ورکړي.
د ټاکنو نتیجې معلومې دي خو چارواکي خلک هڅوي چې ټاکنو کې دې ګډون وکړي، چې دا به د ولسمشر د ولسي صلاحیت لپاره د شواهدو په توګه وړاندې کيږي.
په ټاکنو کې به د روسیې مشر سره د کمونست ګوند نوماند نیکولای خاریتونوف سیالي کوي. کمونست ګوند د روسیې دویم ګوند دی چې ډېر پلویان لري.
د شوروي اتحاد له ړنګېدو ۳۰ کاله وروسته دا ګوند خپل ملاتړ له وړو خو وفادارو خلکو ډلو څخه ترلاسه کوي چې د تېرې شورې دورې پلویان دي.
دوه نور کاندیدان لیونید سلوڅکي د ملتپاله ګوند (اېل ډي پي ار) لخوا او ولادیسلاو دوانکوف د خلکو نوي ګوند لخوا کاندید دی چې ویل کېږي سوداګرۍ پلوه ازاد خیاله ګوند دی.
د دوی د متفاوتو سیاسي دریځونو سره سره، درې واړه په عمومي توګه د کریملین د تګلارو ملاتړ کوي- او یو یې هم د ولسمشر پوتین پر وړاندې کوم چانس نه لري.
د ولسمشرۍ یو بل هیله من- د مسکو د ښاروالۍ یو غړی باریس نادېژدین و- تېر کال یې خپله نوماندۍ اعلان کړه او د مخالفو رایو ورکونکو ترمنځ یې د خوشبینۍ ځینې هیلې راوپارولې.
باریس نادېژدین پر دولتي ټلویزیون ډېر څرګند شوی او د اوکرایین د جګړې په اړه یې ځینې نیوکې کړې دي.
خو په داسې یو هېواد کې چې د اوکرایین د جګړې مخالفین یې بندي کړي، دی هم ټاکنو کې ګډون ته پرېنښودل شو.
سره د دې چې په زرګونو خلکو یې ملاتړ کاوه او لاسلیکونه یې ورته راټولول- د روسيې د ټاکنو کمیسیون دده نوماندۍ رد کړه، او ادعا یې وکړه چې ۱۵ سلنه راټول شوي لاسلیکونه جعلی دي.
باریس نادېژدین له ټاکنو څه باندې یوه میاشت وړاندې په ټاکنو کې له ګډونه منع کړل شو
د ټاکنو له سیالۍ د ښاغلي نادېژدین مستثنا کولو د ناڅاپي نتیجو شونیتیا له منځه یوړه.
د ټاکنو په درشل کې تلویزیوني بحثونه کېدل خو ښاغلي پوتین پکې ګډون نه درلوده.
تلویزیوني راپورونه تر ډېره په کارخانو کې کارګرانو، عسکرو او زدکونکو سره د ولسمشر د کتنو په اړه و.
فبروري کې هېوادوالو ته د ولسمشر وینا د ټاکنیز کمپاین یوه برخه بلل کېږي چې غوښتل یې خلکو ته خپلې وړتیاوې او مهارتونه وښيي.
ځینې خبرې یې د اوکرایین د جګړې په اړه وې، خو تر ډېره پر کورنیو مسلو غږېده. ښايي پوهېده چې زیاتره روسان تر ډېره د کورنیو مسلو په اړه اندېښمن دي.
د روسیې مشر یو لړ ټولنیز اقدامات اعلان کړل، لکه د مالیو سیستم عصري کول او دده په خبره منصفانه کول، او په روسیه کې د زېږون د کچې د کمېدو په اړه ځینې تشویقي ګامونه.
دغې وینا وښوده چې روسیه له ډېرو مسلوسره مخ ده لکه د کورنیو بې وزلي، د پوهنې روزنې، اقتصادي بنسټونو او روغتیاییې نظام نیمګړتیاوې.
ولسمشر پوتین ونشول کړای د خپل ۲۰کلن مشرتوب په ترڅ کې ډېرې دا مسلې حل کړي. د روسیې د بودیجې تر ۴۰ سلنې پورې پر پوځ او ملي امنیت لګول کېږي.
د ده زیاتره اقدامات ډېرو نغدو پېسو او پانګونې ته اړتیا لري، او روسیه د فساد په برخه کې هم جدي ستونزې لري او له دې کبله پېسې معمولا خپلو ټاکل شویو هدفونو ته نه رسېږي.
خو په داسې ټاکنو کې چې ډېری نړیوال څارونکي یې د ازادوالي او منصفانه توب تمه نه لري، د روسیې دا مسلې مهمې نه ښکاري.
د کریملین مړ شوي منتقد الکسي نوالني کونډې تېره میاشت په زندان کې د هغې د مېړه له مړينې وروسته پړه پر ولسمشر پوتین باندې واچوله او هغه یې "خونړی بدماش" وباله.
یولیا نوالنایا اوس یو نوښت کړی او خپلو پلویانو ته یې توصیه کړې چې د یکشنبې ورځې پر غرمه په ډېر شمېر سره د رایو اچونو مرکزونو کې راټول شي او له پوتین پرته بل هر چا ته رایې ورکړي.
هغې په یو ویډیويي پېغام کې ویلي: "موږ باید د ټاکنو ورځ د دې لپاره وکاروو چې وښيو موږ شته یو او ډېر یو".
هغې زیاته کړې چې نوالني به د روسیې ښکلې راتلونکې ونه ویني، خو موږ یې باید ووینو.
مېرمن نوالنایا ویلي د دې کمپاین هدف د کوم واقعي بدلون راوستل نه بلکې تر ډېره دا دی چې پلویان یې د ټاکنو په مرکزونو کې په خاموشۍ سره یو بل وپېژني.
شک نشته چې د مارچ پر اتلسمه به روسان وویني چې ولسمشر پوتین بیا ټاکل شوی او
کله چې هغه د خپل بریالیتوب په غونډه کې په مسکو کې راڅرګندیږي- د تېر په شان به له رای ورکونکو ډېره مننه کوي چې پر ده باندې یې باور کړی.
حتمي ده چې د راتلونکو شپږو کلونو لپاره به، د دموکراسي خیال همداسې پاتې وي.