په هند کې د ګرمۍ سخته څپه؛ پلازمېنه ډیلي کې د تودوخې درجه نژدې ۵۰ ته رسېدلې

    • Author, میریل سباستین
    • دنده, بي بي سي-کوچي

د هند په شمالي سیمو کې د ګرمۍ یوه خورا سخته څپه راغلې او پلازمېنه ډیلي کې د تودوخې درجه په موقت ډول ریکارډ ۵۲ اعشاریه درې درجو ته رسېدلې.

که رسماً ثابته شي، دا به په هند کې تر ټولو لوړه ریکارډ شوې کچه وي. د یادونې ده، چې روانه اونۍ د هند په نژدې ۳۷ ښارونو کې د تودوخې درجه له ۴۵ پورته ثبت شوې ده.

د سختې ګرمۍ له کبله د رامنځته کېدونکو ناروغیو په هکله خبرداری خپور شوی او تر اوسه پورې له همدې کبله د درې کسانو مړه کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

د هند هواپېژندنې ادارې (ای ایم ډي) سوما سین رای بي بي سي ته وویل، د ډیلي منګېش پور سیمې ته یوه کاري ډله استول شوې، چې هلته د تودوخې ۵۲ اعشاریه درې درجې ریکارډ ارزونه وکړي.

بل لور د ډیلي ښاروالۍ چارواکي وايي، هغه کسان به جریمه کړي، چې بې ځایه اوبه ضایع کوي، ځکه په وینا یې په ښار کې د اوبو کمښت دی او ځینو سیمو ته خو له سره اوبه نه رسېږي.

چارواکو د پلازمېنې ډیلي په ګډون د دې هېواد ګڼ شمېر شمال-لوېدیځو سیمو لپاره د سره رنګ خبرداری خپور کړی، چې مانا یې په دې سیمو کې د ګرمۍ له کبله د خطرناکو ناروغیو رامنځته کېدو احتمال دی.

د هند هوا پېژندنې ادارې مشر مروتېیونجای مهاپترا په خبره داسې احتمال شته، چې په جون میاشت کې به د تودوخې درجه له عادي حالته پورته پاتې شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د هند شمال-لوېدیځو سیمو کې به تر څلورو، یا شپږو ورځو پورې د ګرمۍ سخته څپه دوام وکړي.

په هند کې معمولاً له مارچ میاشتې تر سپتمبره پوره دوبی بلل کېږي، چې معمولاً یې هوا ګرمه او مرطوبه وي. خو د هند هوا پېژندنې ځايي چارواکي وايي، سږ کال ښايي د پخوا پرتله ګرمي هم سخته وي او دوبی هم اوږد شي.