کابل کې د ځينو بهرنیو لوبغاړو په ګډون د فوټبال اتلانو لیګ سیالۍ پیل شوې

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن

افغانستان کې نن د فوټبال اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل شوې چې تر یوې میاشتې به دوام کوي.

د افغانستان اتلانو لیګ دا مهال د دغه هېواد د کورني او سوداګریز فوټبال تر ټولو په لوړه کچه سیالۍ دي چې د کابل په نړیوال لوبغالي کې تر سره کېږي.

سږ کال دغه لیګ ته یو شمېر بهرني لوبغاړي هم غوره شوي او د بېلابېلو لوبډلو په استازولۍ به لوبېږي.

د فوټبال فدراسیون ویاند مصطفی هاشمي بي بي سي ته وویل "دغه لیګ ته له نایجریا، ایران او پاکستان څخه هم ځينې مطرح لوبغاړي کابل ته رسیدلي دي."

په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره لږ تر لږه ۱۲ بهرنيي لوبغاړي کابل ته تللي، د فوټبال فدراسیون چارواکو او د افغانستان بدني روزنې ریاست د رسمي سیالیو له پیله مخکې نن (شنبه) میلمنو لوبغاړو ته د افغانستان مشهورې چپنې هم تحفه کړې.

په دغه لیګ کې په بېلابېلو نومونو ۱۲ لوبډلې لوبېږي، ۱۲ واړو کلبونو لوبغاړي د بولۍ له لارې پیرلي او د کورني فوټبال مشهور لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو غوره کړي دي.

دا ډول لوبې له تېرو درېیو کالونو راهېسې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په نوښت او کوربه توب کابل کې جوړېږي.

د افغانستان اتلانو لیګ کې هره لوبډله ۱۱ لوبې کوي او په ټوله کې ۶۶ لوبې پلان دي.

د فوټبال فدراسیون دا ځل نندارچیانو ته د وړیا ورتګ اعلان کړی او ټاکل شوي چې هره ورځ دوه لوبې وشي.

دا لوبې افغانستان کې له یوه خصوصي تلویزیون (آریانا) څخه په ژوندۍ بڼه هم خپرېږي.

وړم کال د دغه لیګ اتلولي سرخ پوشان هرات، تېر کال بیا د اټک انرژي هرات لوبډلې جام وګاټه او سږ کال بیا د ټولو لوبډلو سترګې اتلولۍ ته دي خو وکتل شي چې د ګټلو ویاړ یې څوک خپلوي.

کابل کې له دغو ورزشي لوبو سره هممهاله د مۍ په لومړۍ نیټه د کرېکټ کورنۍ شل اوریزې لوبې هم پلان دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي د قوشتپې بند په نوښت به د څلورو لوبډلو تر منځ سیالۍ د ملي لوبغاړو په ګډون تر راتلونکو لسو ورځو د قندهار پر ځای کابل کې پیل شي.