د بيبيسي خبریال اندېښنه: "و نه توانېدم کورنۍ مې قانع کړم چې تهران پرېږدي"

د عکس سرچینه، Farham Ghubadi
- Author, پرهام قبادي
- دنده, بي بي سي
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ د تهران اوسېدونکو ته خبرداری ور کړ چې له تهرانه ووځي، ما هڅه وکړه خپله کورنۍ قانع کړم چې تهران پرېږدي، خو ونه توانېدم.
پلار مې راته وویل: "په دې عمر کې چې له بېلابېلو روغتیايي ستونزو سره مخامخ یو، په ساعتونو د ټرافیکي بېروبار او بیا په نورو له ګڼې ګوڼې ډکو ښارونو کې (اوسېدل) چې موږ به په کې د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخامخ یو، له تهرانه وتل زموږ لپاره ښه انتخاب نه دی."
زما مور او پلار دواړه د شکر ناروغي لري. مور مې تېره میاشت د شدید سرګرځېدو له امله کور ناستې شوه او یوازې د نورو په مرسته تګ راتګ کولی شي.
زما پلار له یو لړ اوږدمهاله ناروغیو رنځېږي او په سختۍ تر لسو مترو تګ کولی شي، بیا باید دمه وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
شونې نه ده چې ټول خلک ووځي
زما مور او پلار په کور کې پاتې یوازیني کسان نه دي.
له ایرانه یوې ښځې راته وویل، مور او پلار یې نه غواړي تهران پرېږدي: "دوی وايي له بې ځایه کېدو ورته غوره ده په وقار سره په خپل کور کې مړه شي. که زموږ کور ویجاړېږي، دا غوره ده چې موږ هم پکې ښخ شو."
یوې بلې مېرمنې راته وویل چې ولې ځینو کسانو ته له ښاره وتل دومره اسانه خبره نه ده:
"موږ داسې ګاونډیان لرو چې د هېرېدو یا الزایمر ناروغۍ لري، داسې ګاونډیان هم لرو چې په ویلچیرونو کې تګ راتګ کوي."
د هغو کسانو لپاره چې په ښار کې پاتې کېدل یې غوره کړي یا د وتلو توان نه لري، ژوند دومره اسانه نه دی.

د عکس سرچینه، Reuters
خواړه او تېل ترلاسه کول عادي چاره نه ده
له تهران ښاره د وتونکو کسانو د ګڼې ګوڼې له امله لارې بندې دي.
د نغدو پیسو ور کوونکی ډېر ماشینونه له پیسو تش دي. د تهران یوه اوسېدونکې وايي، له هرو لسو هټیو یوازې یوه یې پرانیستې ده.
یوه بل کس راته وویل، د اسرائیلي الوتکو د بمبار په لومړۍ ورځ یې د کور د اوبو نل پایپ مات شوی او هیڅ نلدوان نه شته چې جوړ یې کړي.
یو سړي راته وویل: " ماشومان مو خوندي ځایونو ته استولي، خو موږ د ښار د پيشوګانو او خپلو ودانیو لپاره پاتې یو. که خدای کول دا هر څه به پای ومومي."
هغه د ښار هغو پیشوګانو ته اشاره کوله چې په لارو کوڅو کې شته او څو ځايي کسان پرې پام کوي.

د عکس سرچینه، Atta Kenare / AFP via Getty Images
تهران د پیشوګانو یو شخصي موزیم لري او په سړکونو یې د پيشوګانو د ګڼې او ګوڼې له امله هم مشهور دی.
په تهران کې د ټول اسرائیل د نفوس هومره کسان ژوند کوي. داسې حال کې چې پر سړکونو ګڼه ګونه ده او تېل هم کم دي، نو د دغه ستر ښار خالي کول مو ذهن کې تصور کړئ.
په دغه ښار کې هر موټروان د ۲۵ لېټرو تېلو ترلاسه کولو اجازه لري او هغه کسان چې غواړي له ښاره ووځي، ساعتونه د موټرو لاربندۍ سره مخامخېږي.
له دغه ښاره په تېښته کسان تر ډېره شمالي ولایتونو مازندران او ګیلان ته ځي. ځینو یې راته وویل چې پر لاره یې د موټر تېل خلاص شوي دي.
پر موټر د دغه مسیر وهل معمولا له درېیو تر څلورو ساعتونو وخت اخلي، خو په تېرو څو ورځو کې په کې موټر چلونکو تر ۱۲ ساعتونو وخت تېر کړی دی.
یو بل اوسیدونکی وايي، موږ په تېرو څو ورځو کې په دې هیله موټر څارل چې له ګڼې ګوڼې په خالي ساعتونو کې له ښاره ووځو، خو بیا هم په لاربندۍ کې ایسار شو: "هوا د زغملو نه ده او د تېلو له کمښت سره، هیڅوک نه شي کولی د موټر ایرکنډېشن یې چالان کړي، ځینې موټرونه پر لاره خراب شول یا یې تېل خلاص شول، هر پټرول سټېشن کې د موټرو په کیلومټرونو اوږده کتارونه ولاړ دي."
هغه کسان چې خپل منزل ته رسېدلي، هغوی بیا هلته د کرایي کورونو د نه پیدا کېدو له امله له ستونزو سره مخامخ دي. د خوړو بیې ډېرې لوړې شوې دي او ټکسۍ وال له خلکو د لېږدولو بدل کې بېخي ډېرې پیسې اخلي.

د عکس سرچینه، MINA / Getty Images
ډیری ایرانیان انګېري چې له لسیزو ځپل کېدو وروسته په یوه شپه کې داسې یوې جګړې ته راوښکل شول چې دوی هیڅکله یې نه وه غوښتې.
یوه سړي چې په تهران کې پاتي شوی، بي بي سي ته وویل:" نه د اسرائیلو لومړی وزیر بینیامین نتانیاهو، نه اسرائیل او نه هم اسلامي جمهوریت زموږ پروا کوي."
یوې مېرمنې موږ ته وویل: "موږ د یوه ځپونکي رژیم ،چې زموږ پروا نه کوي، او داسې چا ترمنځ ایسار یو چې پر موږ توغندي وروي."
هغه پر دې باور ده چې د امریکا د ولسمشر د وتلو امر یوازې د ولسي مرګ ژوبلې د توجیه کولو لپاره یوه پلمه وه. هغې ډونالډ ټرمپ لپاره پیغام درلود:
"د تهران له تخلیې ستاسو مطلب څه دی؟ داسې حال کې چې تاسو د نړۍ په بل اړخ کې ناست یاست؟ کله چې موږ ووژل شو، تاسو یوازې غواړئ ووایئ، موږ درته ویلي وو."











