د ناټو سرمشریزه؛ سټولټنبرګ وايي ترکیې دغه سازمان کې د سویډن د غړیتوب ملاتړ کړی

اوکرایین

د عکس سرچینه، EPA

د ناټو سر منشي ویلي د ترکيې ولسمشر له ناټو سازمان سره د سوېډن د یو ځای کېدو غوښتنې ملاتړ منلی.

ينس سټولټنبرګ وايي، رجب طيب اردوغان به په ناټو کې د سوېډن د شامېلېدو غوښتنه په انقره کې پارلمان ته وړاندې او تصدیق به يې یقيني کړي.

نن د ناټو د غړو هېوادونو سرمشریزه په لېتوانیا کې جوړېږي. ویل کېږي د خبرو او ویناو ډېره برخه به د اوکرایین پر جګړې او د امریکا له خوا پر ورکړل شویو وسلو څرخېږي.

پرون ځینو مشرانو له خپلو سیالانو سره وکتل او ځینو وارله مخه خپل دریځونه څرګند کړل چې په غونډه کې به پر څه غږېږي.

د لېتوانیا په وېلنوس کې د ناټو د سرمشریزې پر بېګا په ناټو کې د سوېډن له غړیتوب سره د ترکیې هوکړه تاریخي ګام بلل شوی.

د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ ویلي، د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ژمنه کړې چې د ترکيې په پارلمان کې به د دغې پرېکړې تصدیق ته لاره هواره کړي.

هغه دا ګام د ټولو لپاره ښه بللی.

ترکيې له یوه کال راهیسې په ناټو کې د سوېډن له غړیتوب سره مخالفت کاوه او اوس يې هوکړه هم د ناټو غړو هېوادونو ته مهم ډاډ دی.

اوس تمه ده چې د ترکيې پارلمان د سوېډن د غړیتوب تصدیق وکړي او په مقابل کې يې ښايي ترکيه له اروپايي ټولنې سره د سوداګرۍ د ښه کېدو او نورو امنيتي همکاریو په څېر امتیازات واخلي.

دا هوکړه د سوېډن، ترکيې او ناټو د مشرانو تر منځ له یوې غونډې وروسته اعلان شوې.

د سوېډن لومړي وزیر اولاف کرېسټرسن يې تود هرکلی کړی.

هغه ویلي "زه ډیر خوښ یم چې موږ درې واړو - د ترکیې ولسمشر، د ناټو سرمنشي او ما- په دې ګډه اعلامیه کې لاسونه سره ورکړل، او دا چې موږ په دې توګه په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د رسمي تصویب په لور یو لوی ګام پورته کوو. دا د سویډن لپاره ښه ورځ ده. او اوس د ناټو دا مهمه ناسته په مخې کې ده چې ټوله منځ‌پانګه يې مهمه ده".

سوېډن له فنلنډ سره یو ځای پر اوکرایین د روسیې له برید وروسته په ناټو کې د غړيتوب غوښتنه وکړه.

ناټو

د عکس سرچینه، Getty Images

د فنلنډ غړیتوب منل شوی خو ترکیې د سوېډن د غړیتوب مخالفت ځکه کاوه چې ویل یې دغه هېواد دې له غړیتوب وړاندې د کرد ملېشو خلاف ګام اوچت کړي.

ترکيې د سوېډن له غړیتوب سره هوکړه په دې وروستیو کې په اروپا کې له خپل غړیتوب سره هم غوټه کړې وه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې سوېډن ته د ناټو د ۳۲م غړي په توګه سترګې په لاره دی او دا ژمنه یې هم کړې چې له ترکيې سره به د خپلې دفاع په ځواکمنولو کې درېږي.

ټاکلې ښاغلی بایډن د ناټو په سرمشریزه کې له ښاغلي اردوغان سره مخامخ هم وګوري.

دا هوکړه د ناټو دې غونډې ته هم د دې اجازه ورکړي چې تر ډېره د اوکرایین پر موضوع په یوه خوله شي.