ترکیه ولې نه غواړي سویډن او فنلنډ د ناټو غړي شي؟

Turkish President Recep Tayyip Erdogan

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ترکیې ولسمشر فنلنډ او سویډن تورنوي چې 'پي کې کې' ته یې ځای ورکړی

سویډن او فنلنډ په رسمي ډول خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي چې د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو غړیتوب ترلاسه کړي. خو ترکیې یې مخالفت کړی، ولې؟

دا پرېکړه د دغو دواړو هېوادونو له پخواني دریځه لوی بدلون دی. سویډن او فنلنډ له تاریخي پلوه د ناټو په اړه بې پرې تګلاره درلوده چې له شک پرته د اوکرایین جګړې او روسیې سره د دغو هېوادونو نژدې والي یې دریځ کې بدلون ته اړ کړي.

خو دغه اعلان د ترکیې له مخالفت سره مخ شوی. ترکیه وايي د سویډن او فنلنډ د هغه دریځ په اړه اندېښمن دي چې دوی یې د کردۍوسلوالو ډلو لکه د کردستان کارګرو ګوند چې په ترکیه او شاوخوا سیمو کې فعاله دي، لري.

ناټو سازمان کې د نویو هېوادونو غړیتوب لپاره مهمه ده چې ټول ۳۰ غړي هېوادونه پرې سلا شي. خو د ترکیې د مخالفت لاملونه څه دياو ایا دېپلوماسۍ او جوړجاړي ته په کې ځای شته؟

ترکیه ولې نه غواړي سویډن او فنلنډ ناټو سره یو ځای شي؟

Sweden's Prime Minister Magdalena Andersson and Finland's Prime Minister Sanna Marin attend a joint Nordic press conference in Copenhagen, on May 4, 2022.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د سویډن او فنلنډ لومړۍ وزیرانې

ترکیه له ۱۹۵۲ راهیسې د ناټو سازمان غړیتوب لري. دغه هېواد تر ډېره د ناټو د پراخېدو او نویو غړیو ورشاملېدو ملاتړ کړی. ۱۹۹۹ او۲۰۰۴ کې یې هم مخالفت نه وو کړی چې ناټو د روسیې خاورې ته نژدې د ختیځې اروپا غړیتوب ومانه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یې پړه پر فنلنډ او سویډن وراچوي چې ګواکې د کردستان کارګرو ګوند یا "پي کی کی" ډلې او دسوري کردانو د خوندیتوب ډلې "وای پي جي" پر وړاندې یې د دوی د جګړې ملاتړ نه دی کړی. ترکیه پي کی کی د یوې ترهګرې ډلې پهتوګه پېژني.

اروپایۍ ټولنه، بریتانیا او امریکا هم پي کی کی د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

خو "وای پي جي" ډله چې "پي کی کی" ډلې سره تړاو لري د سوریې په شمال کې اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې جګړه کې د امریکامهم ملګری دی.

ترکیه وايي فنلنډ او سویډن کې د پي کی کی ډلې غړي خوندي پراته دي.

د سوریې په شمال کې چې کله ترکیې د وای پي جي ډلې غړیو په نښه کول پیل کړل نو فنلنډ او سویډن پر ترکیې د وسلو د پلور بندیز ولګاوه.

شیان اولغېن چې پخوانی ترکی دېپلومات دی وايي - ترکیه جدي اندېښنې لري چې باید ځواب شي، وړاندې له دې چې دغه هېواد ناټو سره دفنلنډ او سویدڼ یو ځآی کېدو ته هو ووايي.

ده بي بي سي ته وویل: "ترکیه ريښتینې او جدي اندېښنې لري په ځانګړي ډول د سویډن پر دریځ… دا تر ډېره په دې پورې تړاو لري چې دپي کی کی او نورو ډلو د فعالیتونو په اړه د سویډن دریځ کې کوم بدلون راځي کنه."

ترکیه دا ادعا هم کوي چې سویډن په ترهګرۍ ۲۱ کسان او فنلنډ ۱۲ کسان دوی ته نه دي ورسپارلي.

ښاغلی اولغېن په دې اړه وايي: "ترکیې په تېرو څو کلونو کې ګڼې غوښتنې کړي چې په اړه یې کوم غبرګون نه دی ښوول شوی، او اوسترکیه باور لري چې په یوه داسې دریځ کې ده چې پر سویډن خپلې غوښتنې یا شرایط پلي کولی شي."

ترکیه یونان ولې یادوي؟

Turkish soldiers during their farewell ceremony ahead of travelling to Syria July 2021

د عکس سرچینه، Getty Images

اوسني بحث یوه پخوانۍ موضوع بیا راتازه کړه چې کله په ۱۹۷۴ کال کې ترکیې شمالي قبرېس ته خپل ځواکونه استولي وو.

۱۹۷۴ کال کې یونان د ناټو غړیتوب د احتجاج په ډول پریېښود، ځکه چې ناټو شمالي قبرېس ته د ترکیې لخوا د پوځیانو په استولو کومغبرګون ونه ښود. یونان او ډېرو نورو دې ته د یرغل په سترګه کتل.

یونان ۱۹۸۰ کې بېرته ناټو سازمان ته راستون شو او ترکیې یې مخالفت ونه کړ.

پروفیسوره یپراک ګورسوی چې د لندن په اېل اېس اي پوهنتون کې ښوونکې ده وايي، ترکیه خپل هغه ګام یوه تېروتنه بلي او غواړي چې بیایې تکرار نه کړي.

ده بي بي سي ته وویل: "ترکیه کې داسې باور دی که چېرته انقرې ۱۹۸۰ کې د یونان په بیا غړیتوب ناخوښي ښوولې وای نو ښايي ځینېهغه ستونزې چې اوس ورسره دغه دوه هېوادونه مخ دي نه وای رامنځ ته شوې."

نوموړې زیاتوي: "اوس چې قبرېس او یونان دواړه اروپایۍ ټولنه کې دي نو دریځ یې له ترکیې ځواکمن دی. نو ترکیه غواړي چې دغه ډولتېروتنه بیا تکرار نه کړي."

ترکیه څه غواړي؟

Antony Blinken, U.S. Secretary of State (L), left, welcomes Mevlut Cavusoglu, Foreign Minister of Turkey, at the beginning of an informal meeting of NATO members states foreign ministers on May 15, 2022 in Berlin, Germany.

د عکس سرچینه، Getty Images

سره له دې چې ولسمشر اردوغان د فنلنډ او سویډن د غړیتوب مخالفت کړی خو ډېری شنونکی باور لري چې د دېپلوماسۍ ځای شته اوښاغلی اردوغان به هم دې ته چمتو وي چې جوړجاړی وکړي او د ناټو پراخېدو ته لارهواره کړي.

ښاغلی اولغېن په دې اړه وايي: "فکر کوم ترکیه غواړي پر سویډن فشار واچوي چې د پي کی کی ډلې د فعالیتونو په اړه په خپل دریځ له سره غور وکړي."

پروفیسوره ګورسوای بیا وايي: "ترکیه ښه دریځ کې ده او غواړي له دې فرصته ګټه واخلي او په بدل کې یو څه وغواړي. ترکیه دا فرصتد دې لپاره هم کاروي چې خپلو سیمه اییزو او نړیوالو متحدینو ته د خپل هېواد د امنیتي اندېښنو په اړه خپل دریځ روښانه کړي. "

د می په ۱۸ امریکا ته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر کاووس اوغلو سفر هم په دې تړاو مهم دی. د رپوټونو له مخې انقره غواړي له امریکا۴۰ نوې اېف ۱۶ جنګي الوتکې او د ۸۰ نورو الوتکو د رغولو لپاره توکي ترلاسه کړي.

له غونډې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن سویډن او فنلنډ پر وړاندې د ترکیې مخالفت ته په اشارې وویل: "ډاډه یم چېټول به سره یو جوړجاړي ته ورسېږي."

ایا دغه ډول مخالفت وړاندې هم شوی؟

Finland's Ambassador to NATO Klaus Korhonen, NATO Secretary-General Jens Stoltenberg and Sweden's Ambassador to NATO Axel Wernhoff pose during a ceremony to mark Sweden's and Finland's application for membership in Brussels, on May 18, 2022

د عکس سرچینه، EPA

ناټو سازمان د خپل جوړښت په ۷۳ کلنۍ کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوی.

تر ټولو وروستۍ هغه یې د مقدونیې پر غړیتوب د یونان مخالفت وو چې لس کاله یې دوام وکړ. یونان یې پر نوم نیوکه لرله او مقدونیه اړهشوه چې خپل رسمي نوم شمالي مقدونیې ته واړوي.

۲۰۰۹ کال کې ترکیې د ناټو سازمان د مشر په توګه د ډنمارک پخواني لومړي وزیر اندرېسفوراسموسن په ټاکل کېدو نیوکه کړې وه.

انقرې ډنمارک کې په ۲۰۰۶ کې د مسلمانانو پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د کاریتور رسم پر مهال راسموسن په ناوړه مشرۍ تورنکړی وو. دغه کاریتور په اسلامي نړۍ کې د خلکو غوسه راپارولې وه.

له اوږدو خبرو اترو وروسته ترکیې راسموسن د ناټو مشر په توګه ومانه.

راتلونکی ګام څه دی؟

سويډن او فنلنډ

د عکس سرچینه، Getty Images

غړیتوب لپاره له رسمي غوښتنلیک وروسته به د غوښتنلیک یوه بڼه ټولو غړو هېوادونو ته استول کېږي.

عادي حالت کې د ناټو غړیتوب ترلاسه کول اوږدو خبرو اترو ته اړتیا لري. خو اوسنیو حالاتو او د وکرایین کړکېچ ته په کتو اټکل دی چېد سویډن او فنلنډ غړیتوب بهیر ژر ترسره شي.

د مادرید سرمشریزه کې تمه کېږي چې د ناټو مشران به د سویډن او فنلنډ غړیتوب ومني خو د ټولو ۳۰ غړو هېوادونو پارلمانونه باید دا پرېکړه تصویب کړي.

ځینې اړخونه دي چې د فنلنډ او سویډن په ګټه دي، دواړه هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې د ناټو سازمان ملګري دي، پرمختللي هېوادونه دي او په عصري وسایلو سمبال پوځ لري.

د غوښتنلیکونو ترلاسه کولو پر مهال د ناټو مشر ین سټولټنبرګ وویل: "تاسو دواړو د دې سازمان تر ټولو نژدې ملګري یاست او غړیتوب به مو د ټولو هېوادونو د امنیت په ټینګولو کې مثبت رول ولري."