کرېکټ نړیوال جام: افغان لوبډلې د لومړي پړاو وروستۍ لوبه کې ماته وخوړه

د عکس سرچینه، ACB
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بيبيسي
د افغانستان کرېکټ لوبډلې د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو د لومړي پړاو په ترڅ کې خپله وروستۍ لوبه سیالې وېسټ انډیز لوبډلې ته د ۱۰۴ منډو په توپیر وبایلله.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، دا لومړی ځل دی چې افغان اتلان په وروستۍ لوبه کې له ماتې سره مخامخېږي.
افغان لوبډلمشر راشد خان د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
وېسټ انډیز لوبډلې د افغان اتلانو پر وړاندې ښه توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې ۲۱۸ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبډلې دغه هدف پوره نه کړای شو.
د افغان لوبډلې په ګټه ګلبدین نایب ۲، نوین الحق او عظمت الله عمرزي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د عکس سرچینه، ACB
لومړۍ ویکټه د عظمت الله عمرزي په نوم ثبت شوه او د سیالې لوبډلې لومړی توپوهونکی یې له ډګره بهر کړ.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ په نړیوالو سیالیو کې ۳۰۰۰ منډې بشپړې کړې.
نوموړي په خپله ۸۷مه پاڼۍ کې د ۶ سلیزو او ۱۸ نیمه سلیزو پر مټ د ۳۸.۹۰ منډو په اوسط سره ۳۰۰۰ منډې پوره کړې او ۷م افغان لوبغاړی شو چې دغه کارنامه په خپل نوم ثبتوي.
په لومړۍ توپ اچونه کې ګلبدین نایب په نړیوالو سیالیو کې ۱۰۰ ویکټې بشپړې کړې.
نوموړي په ۱۱۷ پاڼیو کې د توپ اچونې له ۳۲،۱۶ اوسطسره ۱۰۰ ویکټې بشپړې کړې او پّ ټوله کې پنځم افغان لوبغاړی شو چې دغه کارنامه په خپل نوم ثبتوي.

د عکس سرچینه، ACB
په دویمه ویکټه کې د سیالې لوبډلې لوبغاړی شای هوپ په ۲۵ منډ، له ډګره ووت.
نوین الحق بیا جانسن چارلس په ۴۳ منډو له ډګره بهر کړ.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه پیلیز توپوهوننکی رحمن الله ګربز د افغانستان لپاره سلمه نړیواله لوبه کوي او تر دې مهاله یې یوه ټېسټ، ۴۰ یو ورځنۍ او ۹۵ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې دي.
نوموړي په پوره ۱۰۰ پاڼیو کې د ۷ سلیزو او ۱۴ نیمهسلیزو پر مټ د ۳۰،۹۱ منډو په اوسطسره ۳۰۶۱ منډې جوړې کړې دي.
افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ای سي سي نارینه وو شل اوریز نړیوال جام ګروپ سیالیو په لړ کې د (جون ۱۴) له پاپوا نیو ګیني (پي این جي) کرېکټ لوبډلې سره لوبه کې بریا خپله کړه او دې سره یې رسما د اتو غوره لوبډلو یا سوپر اېټ پړاو ته لار وموندله.
د ۲۰۲۴ شل اوریز کرېکټ جام (ځانګړې پاڼه)











