کرېکټ شل اوریز نړیوال جام؛ امریکا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته ورسېده، پاکستان له سیالیو بهر شو

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام سیالیو لړ کې نن جمعه د امریکا او ایرلنډ تر منځ فلوریډا کې لوبه د باران له کبله لغو شوه، خو دې سره هم امریکا لوبډلې د دې سیالیو بل پړاو (سوپر اېټ) ته لاره وموندله.

د امریکا لوبډلې لپاره دا خورا ستره لاسته راوړنه بلل کېږي، چې په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۸م ځای لري، لومړی ځل د نړیوال جام په سیالیو کې برخه اخلي او لومړی ځل یې په ۲۰۱۹ کال کې شل اوریزه نړیواله سیالي وکړه.

په فلوریډا کې توپاني باران له کبله په لوبغالي کې هم اوبه ولاړې وې، چې د لوبې پیل تر مهاله وچې نه شوې او له کبله یې دا لوبه لغو اعلان شوه.

د نننۍ لوبې له لغو کېدو سره د شل اوریز نړیوال جام دویم پړاو ته د پاکستان لوبډلې رسېدو هیله هم ختمه شوه او پاکستان لوبډله د نړیوال جام له سیالیو بهر شوه.

پاکستان لوبډلې په روانو سیالیو کې دوې لومړنۍ لوبې بایلودې، وروسته یې یوه بریا ترلاسه کړه، خو بل پړاو ته یې د تګ لپاره تکیه د امریکا او ائرلنډ تر منځ په ننۍ لوبه وه، چې و نه شوه او د پاکستان لوبډلې هیلې هم ورسره ختمې شوې.

پاکستان به اوس د جون پر ۱۶مه په ګروپي سیالیو کې له ایرلنډ سره خپله وروستۍ لوبه کوي، خو د نړیوال جام سیالیو نورو پړاونو ته د پرمختګ لار یې وتړل شوه.

د امریکا او ایرلنډ تر منځ د نننۍ لوبې له لغو کېدو وروسته دواړو لوبډلو ته یو، یو پواینټ ورکړل شو، چې دې سره د امریکا لوبډله له پنځو پواینټونو سره مخکې پړاو ته ورسېده.

امریکا لوبډلې د نړیوال جام ګروپي سیالیو کې د جون پر شپږمه له پاکستان سره په لوبه کې خورا په زړه پورې لوبه وکړه او پاکستان ته یې په سوپر اوور کې ماتې ورکړه.

له اې ګروپ نه کوربنه لوبډله له هند سره یو ځای سوپر اېټ پړاو ته ورسېده او له دې سره د ګروپ نورې لوبډ‌لې پاکستان، کاناډا او ائرلنډ له دې سیالیو بهر شول.

افغانستان، اسټرالیا، ویسټ انډیز او سویلي افریقا بیا د نورو ګروپونو هغه لوبډلې دي، چې وار له مخه یې د سوپر اېټ پړاو ته لار موندلې.

په همدې لوبغالي کې د چارشنبې پر ورځ د شري لنکا او نیپال لوبه هم د باران له کبله و نه شوه او په پام کې ده، چې اوس به پر شنبه د هند او کاناډا تر منځ همدلته د شنبې پر ورځ لوبه کېږي.

د توپاني بادونو او ګڼ باران له کبله په لوبغالي کې لا هم پریمانه اوبه شته، چې له کبله یې د هند او کاناډا لوبې کېدو په اړه هم شکونه شته.