کرېکټ نړیوال جام: د مجیب پر ځای حضرت ځاځی ۱۵ کسیز نوملړ ته اضافه شوی

د عکس سرچینه، acb
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
افغان لوبډله به د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام په راروانو مهمو سیالیو کې د پیاوړي لوبغاړي مجیب الرحمان له باله محرومه وي، دا ځکه چې نوموړی یو ځل بیا د ښي لاس ګوتې له درده زورېږي.
نوموړی څلور میاشتې وړاندې له شري لنکا سره په لوبه کې ټپي شوی و خو له اوږدې درملنې وروسته نړیوال جام ته غوره شو.
مجیب الرحمان په روان شل اوریز نړیوال جام کې یوازې د یوګانډا خلاف لومړۍ لوبه وکړه خو وروسته بیا د نیوزیلنډ او پي اېن جي خلاف لوبو ته نه و جوړ.
هغه نړیوال جام کې د افغانستان په لومړۍ لوبه کې د ۱۶ منډو بدل کې د یوګانډا یو لوبغاړی اوټ کړی و.
ویل کېږې له همدې لوبې وروسته یې د ښي لاس د ګوتې پخوانی ټپ تازه شوی او د توپ اچولو پر مهال درد کوي.
نوموړي نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره په متحدو عربي اماراتو او ورپسې لندن کې درملنه کړې وه.

د عکس سرچینه، acb
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې اوس به مجیب د لوبډلې له فزیو سره په سلا مشوره د درملنې او استراحت بل پړاو پیلوي.
دا لا نه ده روښانه چې نوموړی به بیا کله د لوبو جوګه وي خو د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي چې مجیب الرحمان "د جدي ټپ" له کبله د نړیوال جام له پاتې سیالیو وتلی دی.
دی د افغانستان د پیاوړي ورو بال د مشهور مثلث مهم توپ اچونکی بلل کېږي.

د عکس سرچینه، acb
دا مهال په ورو توپ اچونکو کې د افغانستان راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمان او نور احمد لکنوال د ډېرو په خوله دي.
کرېکټ بورډ پتیېلي چې په ۱۵ کسیزه نوملړ کې د هغه پر ځای یو توپ وهونکی اضافه کړي او د کرېکټ نړیوالې شورا هم د مجیب الرحمان پر ځای د حضرت الله ځاځي راتګ منلی.
د کرېکټ نړیواله شورا په اصلي ۱۵ کسیزه لېست کې بدلون د باثبوته دلایلو له وړاندې کولو وروسته مني.
د افغانستان په کرېکټ بورډ وار له مخه په اصلي لوبډله کې د ډېرو بالرانو یا الراونډرانو لوبولو له کبله نېوکه وه او ښکاري د مجیب له ټپي کېدو وروسته هڅه شوې چې د توپ وهنې برخه پیاوړې کړي.
د حضرت الله ځاځي په کرېکټ که څه هم نېوکې کېږي خو دی په دې وروستیو کې د افغانستان په کورنیو سیالیو کې ښه ځلیدلی او د قوش تپې په نوم د شل اوریزو سیالیو په کورني لیګ کې یې سلیزه هم وکړه.

د عکس سرچینه، acb
مجیب الرحمان په نوې بال او په لومړیو اورونو کې د لوبېدو ښه وړتیا لري داسې چې ډيری مهال د سیالې لوبډلې د سر مهم لوبغاړي تر فشار لاندې راوستی شي، په ورته مهال د هغه ځای ناستی بیا په توپوهنه کې د سترو شپږیزو وړتیا لري چې له پیله د سیالې لوبډلې په بالرانو فشار ډېر کړي.
وکتل شي چې حضرت الله ځاځي ته په لوبېدونکي ۱۱ کسیزه لوبډله کې هم د لوبېدو چانس ورکول کېږي که نه.
افغان لوبډله وروستۍ ګروپي سیالۍ ته چمتووالی نیسي

د عکس سرچینه، acb
په داسې حال کې چې افغانستان په سږني نړیوال جام کې وار له مخه تاریخ جوړ کړی، افغان لوبډله د دغه جام په لومړي پړاو کې خپلې وروستۍ سیالۍ ته چمتووالی نیسي.
دا لوبه د کوربه وېسټ انډيز خلاف ده، د افغانستان پر برخلیک څه مهم اغېز نه لري، خو هڅه به کوي چې د غوره اتو لوبډلو پړاو ته له قوت او ښه انځور سره ولاړه شي.
افغانستان او وېسټ انډیز وار له مخه له سي ګروپه د نړیوال جام بل پړاو ته وتلي خو نیوزیلنډ، پاپو نیوګیني او یوګانډا په دغه ګروپ کې له مخته تګه پاتې دي.
د دوی ترڅنګ پاکستان او شري لنکا هم بل پړاو ته لار نه ده موندلې.
د افغانستان او وېسټ انډیز تر منځ وروستۍ ګروپي لوبه د جون په اتلسمه (سې شنبې په ورځ) د وېسټ انډيز په سېنټ لوشیا ټاپو کې کېږي

د عکس سرچینه، acb
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي لوبغاړي نن دغه ټاپو ته ورسېدل چې له وېسټ انډيز سره راتلونکې لوبې ته ځانونه چمتو کړي.
له دغې لوبې وروسته افغان لوبډله د سوپر اته سیالۍ پیلوي.
افغان لوبډله به دغه پړاو کې د جون پر شلمه له هند، د جون پر ۲۳مه له اسټرالیا او د جون پر ۲۵مه له بنګله دېش یا هالنډ یوې لوبډلې سره لوبه لري.
که افغان لوبډله د اتو غوره لوبډلو سیالیو کې هم ښه وځلېږي، نیمه پایلوبې ته به د وتلو ریکارډ جوړ کړي.








