افغانستان کې له بې روزګارۍ شکایتونه؛ طالبان وايي‌ د کاري فرصتونو د برابرولو هڅه کوي

په افغانستان کې ګڼ شمېر لوستي او ناستولي ځوانان له بې رزوګارۍ شکایت کوي.

که څه هم طالب چارواکي وايي چې د یو لړ اقتصادي پروژو په پلي کولو سره یې ګڼ شمېر ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي، خو د هغو کورنیو شمېر لا ډېر شوی چې د کاري فرصتونو د کمښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ او بې وزله دي.

د طالبانو په حکومت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي هڅې کوي چې په کور دننه او بهر کې افغان کارګرو ته کاري فرصتونه برابر کړي او په دې برخه کې یې په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یو لړ لاسته راوړنې هم لرلې دي.

ګڼ شمېر خلک په افغانستان کې له بې روزګارۍ سرټکوي او له چارواکو یې غوښتنه دا وي چې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.

د رپوټونو له مخې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د نړیوالو مرستو له کمېدو، پر بانکي سیستم له محدودیتونو او اقتصادي کړکېچ رامنځ ته کېدو سره ګڼ شمېر کاروباریان او نور له بې روزګارۍ سره مخامخ دي.

لوستي او نالوستي ځوانان له بې روزګارۍ ځورېږي او له ګڼو ستونزو سره لاس ګریوان دي.

خو په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي دوی په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې خلکو ته د کاري فرستونو د برابرولو په برخه کې یو لړ لاسته روړانې لرلې او زرګونو کسانو ته یې د مسلکي او حرفوي زدکړو زمینه هم برابره کړې ده.

د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي ولس ته د حساب ورکولو په لړ کې وویل په تېر یو کال کې د څه باندې ۲۱۶ زره بې وزلو کورنیو لاسنیوی شوی او د سوالګرو د ټولو د کمیټې په چوکاټ کې یې څه باندې ۱۸ زره ۷۰۰ سوالګر ماشومان ټول کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د دې کمېټې لخوا له کابله په ټولیز ډول شاوخوا ۳۶ زره سوالګر راټول شوي دي.

ویل شوي په دې ډله کې څه باندې ی۱۱ زره او ۴ سوه ماشومان حرفوي سوالګر وو.

سوال کولو ته د اړ کېدو یو لوی لامل په هېواد کې د کاري فرصتونو کمښت په ګوته کېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي هم په هېواد کې د بې روزګارۍ ستونزه مني خو وايي چې په کور دننه یې د کاري فرصتونو د برابرولو د هڅو ترڅنګ له ځینو هېوادونو سره هم خبرې پیل کړې چې افغان کارګر ورواستوي.

په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ، د نړیوالو مرستو کمېدو او د کاري فرصتونو کمښت لا ډېرې کورنۍ بې وزله او ناتوانه کړي دي.

له دې سره د هغو ځوانانو شمېر هم ډېر شوی چې د کار زورګار په لټون په خطرناکو لارو نورو هېوادونو ته د تګ زړه ښه کوي.

طالب چارواکي وايي چې له بیا واکمنېدو وروسته یې یو لړ اقتصادي پروژې پلي کړي چې ګڼ شمېر خلکو ته په کې کاري فرصتونه برابر شوي او هڅې کوي چې لا ډېر نور کاري فرصتونه برابر کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د چارواکو وینا ده چې د بې وزله کورنیو لپاره د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په برخه کې ۷۹ هوکړې لاسلیک شوي چې ګټه به یې په ټول هېواد کې درې اعشاریه نهه میلیونو کسانو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي لاسنیوي ته اړتیا لري او دوی هم د بودیجې د کمښت له امله له ټولو سره مرسته نه شي کولای.

د کاري فرصتونو د کمښت ترڅنګ طبعي اپتونو لکه سیلابونو او وچکالۍ هم لا ډېر خلک د نورو مرستې ته اړ کړي دي.